د معلوماتو د ساتنې او محرمیت پالیسي

 موږ پوهېږو چې په حساسو او جګړه ځپلو چاپېریالونو کې زموږ کار ډېر ځله له حساسو معلوماتو سره تړاو لري. د شخصي معلوماتو ساتنه زموږ لپاره د صداقت، خوندیتوب او باور یوه مهمه برخه ده.



موږ لاندې اصولو ته ژمن یو:

قانوني او روڼ استعمال: موږ معلومات یوازې د خپلو څېړنو، مشورتي او پروګرام اړونده فعالیتونو د مشخصو موخو لپاره راټولوو او کاروو.
یوازې د اړینو معلوماتو راټولول: موږ یوازې هغه معلومات راټولوو چې زموږ د کار لپاره اړین وي او له اړتیا زیات معلومات نه راټولوو.
امنیت او محرمیت: ټول معلومات په خوندي ډول ساتل کېږي او یوازې مسئول او باصلاحیته کارکوونکي ورته لاسرسی لري.
رضایت او د افرادو درناوی: شخصي معلومات یوازې د افرادو په خبر او رضایت راټولېږي او کارول کېږي. هغوی ته په روښانه ډول ویل کېږي چې معلومات به یې څنګه وکارول شي.
د معلوماتو محدود ساتل: موږ معلومات د اړتیا وخت وروسته نه ساتو. کله چې معلوماتو ته نوره اړتیا نه وي، په خوندي ډول یې له منځه وړو.
له اجازې پرته د معلوماتو نه شریکول: موږ هېڅکله د خلکو شخصي معلومات نه پلورو او د هغوی له واضح رضایت یا قانوني مکلفیت پرته یې له نورو کسانو یا ادارو سره نه شریکوو.


ACSTD د افغانانو په مشرۍ د یوه بنسټ په توګه چې په حساسو چاپېریالونو کې فعالیت کوي، د معلوماتو د ساتنې نړیوالو معیارونو ته ژمن دی. په دې کې د بریتانیا هیواد د معلوماتو د ساتنې قانون او د GDPR اصول هم شامل دي. موخه مو دا ده چې د ټولو هغو کسانو چې موږ ورسره کار کوو محرمیت او عزت خوندي وساتل شي.


لاسرسی

دا یو رسمي او عامه سند دی چې د رئیس له خوا لاسلیک شوی او د ACSTD په رسمي وېب‌سایټ کې د لاسرسي وړ دی.

طارق جهان
رئیس

نېټه: ۵ جنوري ۲۰۲۵