د افغانستان د تروریزم او ډیموکراسۍ مطالعاتو مرکز
د ټولنو د اتحاد مصدر
د افغانستان د تروریزم او ډیموکراسۍ مطالعاتو مرکز له تروریزم سره د مبارزې او ډیموکراسۍ رایجولو علمي او پالیسي جوړونکی بنسټ دی.
ماموریت
موږ په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ او ډیموکراتیزه کیدو په څیر د مهمو مسایلو په برخه کې د ژورې څېړنې او پالیسۍ مشورې، ستراتیژیک تعامل او ظرفیت لوړونې، او رغنده ډیالوګ او بحثونو ځانګړی او مخکښ بنسټ یو. موږ له اکاډمیکو، پالیسي جوړونکو، او مدني ټولنو سره همکاري کوو څو د شواهدو پر بنسټ حل لارې رامنځته، او د اوږدمهاله، اغیزناک بدلون لپاره په ځانګړې توګه په افغانستان او سیمه کې، سیمه ایز او نړیوال همکاران/لوبغاړي ځواکمن کړو.
لرلید
د داسې یوې راتلونکي لپاره رغنده رول لوبول چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې د یو سوله ایز، پرمختللي، ډیموکراتیک هیواد په توګه له تروریزم او افراطیت څخه پاک، د ځواکمنو اتباعو او بامقاومته بنسټونو په مټ خپل مناسب او حقداره مقام ترلاسه کړي.
زموږ هدف
اساسي ارزښتونه
صداقت او یکپارچګی
ACSTD اخلاقي معیارونو، شفافیت او حساب دهي ته ژمن بنسټ دی څو له شریکانو، همکارانو، او افغاني ټولنې سره دوامداره باور رامنځته کړي.
همکاري
موږ باور لرو چې د ګډو هلو ځلو په مټ کولای شو پایداره حللارو ته ورسیږو. ACSTD له داخلي، بهر میشته افغاني ټولنو، او نړیوالو شریکانو سره همکاري کوي څو د افغانستان بدلیدونکو او روانو واقعیتونو پر بنسټ اغېزناکه ستراتیژیانې او حل لارې رامنځته کړي.
اغیزه
ACSTD د هدفمحوره بنسټ په توګه څېړنې په عملي وړاندیزونو بدلوي څو پر مټ یې پالیسۍ او کړنو کې تغییر راشي. موږ په داسې پوهه او څیړنه باور لرو څو بدلون واقعي کړي او د ACSTD ستراتیژیک هدف، یعنې سولهییز، عادلانه، او مقاوم افغانستان په تحقق کې مرسته وکړي.
ټول شمولیت او مساوات
ACSTD هڅه کوي ټولنیز – سیاسي درزونه او اختلافات وننګوي او هغه غږونه وهڅوي او حمایت کړي چې خاموش کړای شوي یا له پامه غورځول شوي. موږ هڅه کوو چې ټولنیز، سیاسي او ایډیالوژیک اختلافات راکم او د یو ټولشموله، مساوي او یو موټي افغانستان لپاره کار وکړو.
خپلواکي
ACSTD یو خپلواک بنسټ دی، او فعالیتونه یې بېطرفانه، او له سیاسي، ایډیالوژیک یا مالي اغېزو پاک دي. زموږ تحلیل پر شواهدو، هدفمندۍ، او مثبت بدلون استوار دی.
صداقت او یکپارچګی
د افغانستان د تروریزم او دموکراسۍ د مطالعاتو مرکز د اخلاقي معیارونو پابند دی او په شفافیت او ځواب ویلو ټینګار کوي څو د شریکانو او ټولنې سره اعتماد پیاوړی کړي.
همکاري
د افغانستان د تروریزم او دموکراسۍ د مطالعاتو مرکز له ذینفعانو سره همکاري کوي څو د تروریزم او دموکراتیک بدلون ننګونې حل کړي او د افغانستان او سیمې لپاره بېلابېل حلونه رامنځته کړي.
اغیزه
د افغانستان د تروریزم او دموکراسۍ د مطالعاتو مرکز په دموکراسۍ، تروریزم او شخړو کې عملي څیړنې وړاندې کوي چې د افغانستان په سیاستونو او کړنو کې دوامداره بدلونونه رامنځته کوي.
ټول شمولیت او مساوات
د افغانستان د تروریزم او دموکراسۍ د مطالعاتو مرکز د حاشیهنشینو ټولنو غږ پیاوړی کوي ترڅو یو ټولشموله او ډیموکراتیکه ټولنه رامنځته شي.
خپلواکي
د افغانستان د تروریزم او دموکراسۍ د مطالعاتو مرکز ډاډ ترلاسه کوي چې خپلې چارې بې طرفه او د شواهدو پر بنسټ دي او له بهرنیو اغیزو څخه پاکې دي.
د افغانستان د تروریزم او ډیموکراسۍ مطالعاتو مرکز تعهدونه او پالیسیانې
په ACSTD کې زموږ پالیسۍ او ژمنې یوازې د قوانینو او مقرراتو د رعایت لپاره نه دي، بلکې زموږ ارزښتونه، لیدلوری او مسئولیت هم څرګندوي. موږ د افغانانو په مشرۍ یو بنسټ یو چې په حساسو او جګړه ځپلو چاپېریالونو کې فعالیت کوو. هره پالیسي د چلند، حساب ورکونې او اخلاقي اصولو لپاره روښانه معیارونه ټاکي، څو زموږ کارونه رهبري کړي، له هغو کسانو څخه ساتنه وشي چې موږ ورسره کار کوو، او زموږ او شریکانو ترمنځ باور پیاوړی شي. دا ژمنې له ACSTD سره مرسته کوي څو فعالیتونه په صداقت، ټولشمولیت او مسلکي ډول ترسره کړي.
پالیسیانې
تازه خپرونې
تخصص
څېړنه او پاليسۍ مشورې
ACSTD د شواهدو پر بنسټ، عملي څېړنې ترسره کوي څو تصمیم نیوونکي وکړای شي د معلوماتو او شواهدو په رڼا کې د هغو موضوعاتو په اړه چې دا بنسټ پرې متمرکز دی، د افغانستان له حالاتو سره سم پریکړې وکولای شي. زموږ فعالیتونه له محلي پوهاوي او تجربو او نړيوالو لیدونو او بصیرتونو څخه سرچینه اخلي څو له ملي او نړيوالو لوریو او لوبغاړو سره واقعبینانه او ګټور وړاندیزونه شریک کړي. زموږ موخه د داسې اغیزناکو او ټولشموله تګلارو او ستراتیژیو ملاتړ دی څو د افغانستان له بدلیدونکو واقعيتونو سره همغږې وي.
ظرفیت لوړونه او ستراتیژيک تعامل
ACSTD د متمرکزه روزنو، مشورو او مشارکت له لارې، د افغان محصلینو، څېړونکو، مدني فعالانو او بنسټونو مهارتونه، پوهه او باور غښتلی کوي. همداراز، موږ له ملي او نړيوالو شریکانو سره په فعاله توګه کار کوو، څو څېړنیز او تحلیلي لیدونه/بصیرت په عملي اقداماتو بدل کړو—یعنې څېړنه، پالیسي او عمل یو له بل سره ونښلوو. د ستراتیژيکو مشارکتونو او همکاريو له لارې، موږ هڅه کوو د افغانستان جدي ننګونو پر وړاندې ټولشموله او د معلوماتو پر بنسټ حللارې ومومو، څو ډاډمن شو چې د شواهدو پر بنسټ حللارې، عملي، ټولشموله او دوامداره بدلونونه راولي.
رغوونکي ډیالوګونه او مناظرې
موږ پر مهمو ملي او سيمهييزو مسایلو پرانیستي، ټولشموله او رغوونکي ډیالوګونه برابروو. د ځوانانو، مدني ټولنو، پالیسي جوړوونکو، او اکاډميک افرادو په ګډون، موږ د ټولو لپاره داسې فضا برابروو چیرې چې د نظر تبادلې، متقابل درک، او ګډو حللارو ته رسېدل ممکن کیږي. زموږ د ډیالوګونو موخه د افغانستان ننګونو په اړه د ژور پوهاوي، او د سولې او ثبات په لور د عملي حل لارو موندلو لپاره زمینه برابرول دي.


