د چاپېریال ساتنې د پایښت پالیسي

د افغانستان د تروریزم او ډیموکراسۍ مطالعاتو مرکز ژمن دی څو په خپلو فعالیتونو، څېړنو او مشورتي خدماتو کې د چاپېریال ساتنې  پایښت ته پاملرنه وکړي. دا پالیسي پر چاپېریال د منفي اغېزو راکمولو، د پایداره لارو چارو کارولو او د چاپېریال پر وړاندې زموږ د مسئولیت د ترویج په موخه زموږ ژمنې روښانه کوي.



زموږ تعهدونه
۱. پایدار فعالیتونه

• د ACSTD په ټولو فعالیتونو کې د ضایعاتو کمول او د بیا کارونې او ریسایکل هڅول.
• د انرژۍ مصرف راکمول او د امکان په صورت کې د نوې کېدونکې انرژۍ له سرچینو څخه استفاده کول.
• د توکو او خدماتو په پېرودلو کې د چاپېریال ساتنې اصول په پام کې نیول او هغو توکو او خدماتو ته لومړیتوب ورکول چې چاپېریال ته لږ زیان رسوي او په مسئولانه ډول برابر شوي وي.



۲. د پوهاوي لوړول

• د ورکشاپونو او سیمینارونو جوړول او د حکومتولۍ، پراختیا او د چاپېریال پایښت ترمنځ د اړیکې په اړه د مطالبو خپرول.
• د کارکوونکو، شریکانو او نورو اړوندو لورو هڅول څو په خپلو فعالیتونو کې د چاپېریال ساتنې لارې چارې وکاروي.



۳. څېړنه او دادخواهي

• په څېړنو، پروژو او پالیسي اړوندو فعالیتونو کې د چاپېریال موضوعاتو ته پاملرنه.
• په جګړه ځپلو او له جګړې وروسته سیمو کې د چاپېریال د ساتنې او پایښت لپاره د مناسبو پالیسیو ملاتړ او دادخواهي.



۴. له ټولنو سره همکاري

• له سیمه‌ییزو ټولنو سره همکاري، څو د هغو پروګرامونو ملاتړ وشي چې د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې د خلکو وړتیا او د چاپېریال ساتنه پیاوړې کوي.
• د هغو لارو چارو هڅول چې د اقلیمي بدلون د اغېزو په کمولو او د چاپېریال په مسئولانه ساتنه کې مرسته کوي.



۵. څارنه او راپور ورکول

• پر چاپېریال د ACSTD د فعالیتونو د اغېزو منظم ارزول او په دې اړه راپور ورکول.
• د چاپېریال د پایښت د ښه کولو لپاره د کلنیو موخو ټاکل او د پرمختګ ارزول.


دا پالیسي به د چاپېریال د پایښت د عملي پلان له لارې تطبیق شي چې فعالیتونه، وختونه او مسئولیتونه به په روښانه ډول مشخص کړي. د ACSTD ټول کارکوونکي د دې پالیسۍ په عملي کولو کې مسئولیت لري او د ACSTD اداره به یې رهبري کوي.
دا پالیسي هر کال بیاکتل کېږي، څو له نویو ژمنو او د چاپېریال ساتنې له غوره لارو چارو سره برابره پاتې شي.


لاسرسی

دا یو رسمي او عامه سند دی چې د رئیس له خوا لاسلیک شوی او د ACSTD په رسمي وېب‌سایټ کې د لاسرسي وړ دی.

طارق جهان
رئیس

نېټه: ۵ جنوري ۲۰۲۵