د ټول‌شمولیت او تبعیض نه کولو پالیسي

ACSTD ژمن دی څو داسې یو کاري چاپېریال رامنځته کړي چې له ټولو کسانو سره پکې په درناوي او عادلانه ډول چلند وشي. د دې  پالیسي موخه دا ده څو ډاډ ترلاسه شي چې له ټولو کارکوونکو، څېړونکو، رضاکارانو او همکارانو سره په عزت او درناوي چلند وشي او هېڅ ډول تبعیض ته ځای پاتې شي.



د تطبیق ساحه


دا پالیسي د ACSTD پر ټولو فعالیتونو د تطبیق وړ ده چې په دې کې داخلي اداري فعالیتونه، څېړنې، او له خلکو او شریکانو سره اړیکې هم شاملې دي. 



اساسي اصول

برابري: ټول کسان باید فرصتونو او سرچینو ته برابر لاسرسی ولري.
تنوع: د جنډر، قومیت، مذهب، معلولیت، اقتصادي او ټولنیز وضعیت او سیاسي باورونو په شمول د خلکو توپیرونو ته درناوی.
درناوی: ACSTD ټول اړونده افراد متقابل درناوي ته هڅوي او د خلکو ترمنځ توپیرونو ټه د یوه مثبت ځواک په سترګه ګوري.
تبعیض نه کول: هېڅ ډول مستقیم یا غیرمستقیم تبعیض، ځورونه او ناوړه چلند د منلو وړ نه دی.



له غړو څخه متوقع چلند

د ACSTD ټول غړي باید:
• له نورو سره په عزت، درناوي او عادلانه ډول چلند وکړي.
• کلتوري او مذهبي تنوع ته درناوی وکړي.
• په خبرو او چلند کې مسلکي او محترم وي.
• له هر ډول تبعیضي چلند یا په قصدي ډول د نورو افرادو له نظر غورځولو څخه ډډه وکړي.



ناوړه او د نه منلو وړ چلند

• ځورونه، رټل یا تبعیضي چلند.
• په استخدام، ترفیع یا د مسئولیتونو په سپارلو کې ناعادلانه چلند.
• د شخصي ځانګړنو یا باورونو له امله د افرادو محرومول یا له فعالیتونو څخه د هغوی ایستل.



تطبیق او حساب ورکول

رهبري: د ACSTD رهبري د یوه ټول‌شموله چاپېریال د رامنځته کولو او د دې پالیسۍ د سرغړونو د څېړلو او حل مسئولیت لري.
روزنه: د ټول‌شمولیت، تبعیض نه کولو او ناخوداګاه تعصبونو په اړه به په منظم ډول د پوهاوي پروګرامونه ترسره کېږي.
څارنه: د ادارې فعالیتونو منظمه ارزونه، څو ستونزې او نیمګړتیاوې په ګوته او اصلاح شي.
راپور ورکول: د دې پالیسۍ د سرغړونې موارد په محرم ډول راپور کېدای شي. راپورونه به څېړل کیږي او لازم اقدامات به ترسره کیږي.



په څېړنو او فعالیتونو کې ژمنتیا

ACSTD هڅه کوي څو په خپلو څېړنو، پروګرامونو او فعالیتونو کې بېلابېل نظرونه شامل او د ټولو لپاره د عادلانه ګډون زمینه برابره کړي. دا پالیسي هر کال بیاکتل کېږي، څو د ACSTD له اړتیاوو او غوره کاري لارو چارو سره برابره پاتې شي.


لاسرسی

دا یو رسمي او عامه سند دی چې د رئیس له خوا لاسلیک شوی او د ACSTD په رسمي وېب‌سایټ کې د لاسرسي وړ دی.

طارق جهان
رئیس

نېټه: ۵ جنوري ۲۰۲۵