زموږ په اړه

فکر - عمل - بدلون

د افغانانو لخوا، د افغانستان لپاره!

د افغانستان د تروریزم او ډیموکراسۍ مطالعاتو مرکز (ACSTD) د افغانانو په مشرۍ، یو خپلواک، اینده نګر، پالیسي او اقدام محوره بنسټ (تنک ټانک) دی او اساسي موخه یي په افغانستان او سیمه کې د تروریزم، افراطیت او تاوتریخوالي په څیر جدي ننګونو او د ډیموکراتیزه کیدو، ټولنیز-سیاسي فعالیت او ټولنیز مقاومت په څیر پیچلو موضوعات په اړه هر اړخیزه مطالعه او څیړل دي. موږ د دقیقو او مستندو څیړنو او پالیسي جوړولو مشورو په اساس عملي، واقعي، او تطبیقېدونکې حل لارې وړاندې کوو. همدارنګه، زموږ هڅې پر ظرفیت لوړونې، ستراتیژیک تعامل او ټولشموله ډیالوګ باندې متمرکزې دي څو زموږ فکر او نظر د عمل جامه واغوندي. دا بنسټ هڅه کوي څو د ناامنۍ، تروریزم، او افراطیت پر وړاندې مؤثرې حل لارې پیدا کړي، او په ورته وخت کې د دموکراتیکو ارزښتونو، ټولنیز-سیاسي ګډون، ټاکنو، او سیاسي بهیرونو ملاتړ کوي. دا مرکز په اکادمیک او عامه بحثونو کې د تحقیقي او علمي خپرونو، برنامو، او د مشترکو همکاریوو نوښتونو له لارې رغنده رول لوبوي.

که څه هم د ACSTD مرکزیت، او ریښې افغانستان دی، خو له نړیوالو سره وصل او همکار دی. موږ د دولتي ادارو، مدني ټولنو، او اکادمیک بنسټونو په شمول له ملي او نړیوالو شریکانو سره له نږدې کار کوو. زموږ اصلي تمرکز افغانستان دی، خو د جنوبي آسیا په څیر سیمه ایز تحولات هم تر پوښښ لاندې نیسو. زموږ هلې ځلې په لاندې درې ستنو ولاړې دي، چې زموږ د تعهد (د افغانانو په مشرۍ، له داخله راټوکېدلی بدلون، د افغانستان د روښانه راتلونکې لپار). څرګندويي کوي.

 

الف) تحلیلي څېړنه او پالیسي مشورې: زموږ هدف دا دی څو عامه بحثونو کې علمي او اګاهانه رول ولوبوو، پالیسي جوړونه کې مخکښ واوسو، او د هغو موضوعاتو په اړه چې موږ پرې تمرکز لرو، عملي او مؤثرې حللارې وړاندې کړو. موږ هڅه کوو داسې تحلیلونه او حل لارې وړاندې کړو چې هم پر محلي واقعیتونو ولاړ وي، او هم سیمه ایزو او نړیوالو شریکانو ته اړونده او ارزښتناک وي.

 

ب) ظرفیت لوړونه او ستراتیژیک تعامل: موږ باور لرو چې د افغانستان راتلونکی د افغانانو په ځانګړي ډول زده‌کوونکو/محصلینو، نويو څېړونکو، سیمه‌ییزو مشرانو، او د مدني ټولنو پر پیاوړي کولو پورې اړه لري. ACSTD ځانګړي او هدفمند روزنیز، مشورتي، او علمي فرصتونه برابروي څو د ځوانو رهبرانو، مدافعینو، او بدلون راوستونکو نوی نسل وروزي. خو زموږ هدف یوازې تر ظرفیت لوړونې محدود نه دی. د ستراتیژیک تعامل له لارې، موږ له ملي او نړیوالو شریکانو سره له نږدې کار کوو څو د څېړنو او د پالیسیو تطبیق تر منځ واټن له منځه یوسو څو مفکورې او پالیسیانې په عینی، مثبتو او اندازه‌کېدونکو پایلو بدلې کړو.

 

ج) رغنده ډیالوګ او بحثونه: په یوه ویشل شوې ټولنه کې، ډیالوګ یو مهم رکن دی.  ACSTDهڅه کوي څو داسې یوه خوندي، عادلانه، او پرانیستي فضا رامنځته کړي چې پکې بېلابېل غږونه سره راټول شي، خپلې ننګونې او نظرونه شریک کړي، او د حللارو په اړه فکر وکړي. موږ پر مختلفو پلټفورمونو غور کوو لکه عامه او پرانیستې غونډې، تخصصي بحثونه، د زده‌کوونکو او محصلینو پروګرامونه یا ټولنیز بحثونه څو ډیالوګونه او بحثونو ارزښت پیدا کړي او ګډون اختیاري نه بلکې ضروري وګڼل شي. زموږ هدف دا دی چې متقابل درک رامنځته کړو، قطبونه او کرکه راکمه کړو، او په ټولو افغانانو کې ګډ مسؤلیت، هویت او راتلونکي لپاره مشترک احساس پیاوړی کړو. موږ باور لرو چې د افغانانو ترمنځ د کرکې او اختلافاتو راکمولو تګلاره پر واقعي درک، او پرانیستو او دوامداره ډیالوګ ولاړه ده.  

دا مرکز د ذدخلو بنسټونو د تقویي او د اوږدمهاله مثبت بدلون رامنځته کولو په موخه تاسیس شویدی او د صداقت، ټول شمولیت، خپلواکۍ او اغیزو په څیر ارزښتونو ته ژمن دی، او لدې لارې په افغانستان کې تلپاتې سولې او ډیموکراټیک پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.

ماموریت

موږ په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ او ډیموکراتیزه کیدو په څیر د مهمو مسایلو په برخه کې د ژورې څېړنې او پالیسۍ مشورې، ستراتیژیک تعامل او ظرفیت لوړونې، او رغنده ډیالوګ او بحثونو ځانګړی او مخکښ بنسټ یو. موږ له اکاډمیکو، پالیسي جوړونکو، او مدني ټولنو سره همکاري کوو څو د شواهدو پر بنسټ حل لارې رامنځته، او د اوږدمهاله، اغیزناک بدلون لپاره په ځانګړې توګه په افغانستان او سیمه کې، سیمه ایز او نړیوال همکاران/لوبغاړي ځواکمن کړو. 

لرلید

د داسې یوې راتلونکي لپاره رغنده رول لوبول چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې د یو سوله ایز، پرمختللي، ډیموکراتیک هیواد په توګه له تروریزم او افراطیت څخه پاک، د ځواکمنو اتباعو او بامقاومته بنسټونو په مټ خپل مناسب او حقداره مقام ترلاسه کړي.

اساسي ارزښتونه

کاري ټیم

طارق جهان

رئیس

طارق د ACSTD رهبري کوي او اوسمهال د بریتانیا سینټ انډریوز پوهنتون د دوکتورا محصل دی. 

شعیب مهران

د پالیسۍ او دادخواهۍ مدیر

شعیب پر نړیوال امنیت او سولې تمرکز لري، له هندوستان څخه د ماسټرۍ سند لري او د ACSTD پالیسۍ او دادخواهۍ مسوولیت پر غاړه لري. 

محمد فهیم هوتک

د پروګرامونو او ظرفیت جوړونې مدیر

فہیم د ACSTD د ظرفیت جوړونې پروګرامونو څارنه کوي، د بریتانیا د یورک پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند لري او پر عامه پالیسۍ، بیارغاونې، او پرمختګ څیړنه کوي.

نازیه عصمت قانع

د ارتباطاتو او عامه اړیکو مدیره

نازیه د ACSTD د ارتباطاتو او عامه اړیکو مشري کوي، اوسمهال د بریتانیا د یورک پوهنتون د دوکتورا محصله ده او د عدالت، جګړو او تاوتریخوالي په اړه څیړنه کوي.

محمد علی سیادت

د څیړنې او پلان جوړونې مدیر

علي سیادت د ACSTD د تحقیق او پلان جوړونې مدیر، د بریتانیا د سینټ انډریوز پوهنتون د دوکتورا محصل، او پر رهبرۍ، باور او اخلاقو باندې د مصنوعي ځیرکتیا اغیزه څیړي.  

طارق جهان

رئیس

طارق د ACSTD لید او ستراتیژي څاري. هغه د سینټ اندریوز پوهنتون د دوکتورا زده‌کوونکی دی او په تروریزم ضد او یاغیتوب ضد څیړنو تمرکز لري.

شعیب مهران

د پالیسۍ او وکالت مدیر

شعیب له ذینفعانو سره اړیکه نیسي ترڅو د ACSTD څیړنې په پالیسۍ وړاندیزونو بدل کړي. هغه د الله‌باد پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې د ماسټر سند لري او د امنیت او سولې مطالعاتو باندې تمرکز کوي.

محمد فهیم هوتک

د پروګرامونو او ظرفیت جوړونې مدیر

فہیم د ACSTD د ظرفیت جوړونې پروګرامونو څارنه کوي. هغه د یورک پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند لري او د عامه پالیسي، وروسته له شخړې بیا رغونې، او پرمختګ په اړه څیړنه کوي.

نازیه عصمت قانع

د اړیکو او خپرونو مدیر

نازیه د ACSTD د عامه اړیکو او خپرونو مشري کوي. هغه د یورک پوهنتون د دوکتورا زده‌کوونکې ده او د عدالت، شخړو او تاوتریخوالي په اړه څیړنه کوي.

محمد علی سیادت

د څیړنې او پلان جوړونې مدیر

علي سیادت، د سینټ اندریوز پوهنتون د دوکتورا زده‌کوونکی، د رهبری، باور او اخلاقو باندې د مصنوعي استخباراتو اغیزه څیړي، او د برتانیا او افغانستان کې په غیر دولتي بنسټونو او څیړنو کې تجربه لري.