لیکنې او مقالې خپرول

د لیکوالانو لپاره د مقالو سپارلو پروسه او لارښود

ACSTD د بصیرت او اغیزلرونکو نشراتو لپاره چې د دې مرکز اړونده موضوعګانو او تحقیق لکه تروریزم، افراطیت، ډیموکراسي، حکومتداري، او ډیموکراسۍ رایجولو…وغیره باندې راڅرخیږي، یو مناسب پلټ فارم دی. موږ د علم خاوندانو، متخصصینو، زده کونکو/محصلینو، څیړونکو، او مسلکي افرادو د لیکنو او علمیت چې معنی لرونکو بحثونو او عملي حل لارو ته ورده ورکوي، هرکلی کوو.

موضوع ګانې

تروریزم او له تروریزم سره مبارزه، او تاوتریخوالی

په افغانستان کې بغاوت او تاوتریخوالی

بیرونۍ تروریستي ډلې

افراطیت، تندروي او له تندروي سره مبارزه

افغاني ټولنه او ټولنیز مقاومت

په افغانستان کی ډیموکراسي او د ډیموکراسۍ رایجول

ټولنیز عدالت او بې عدالتي

مدني ټولنې او سیاسي ګډون

انتخابات او ډیموکراټیک لیږد

حکومتداري

د نشراتو/لیکنو کټګوري

لنډې لیکنې

تبصرې

د اوسنیو او روانو حالاتو په اړه لنډې، متمرکزې لیکنې.

تحلیلونه

لنډې څیړنې او سپړنې چې د کلیدي او عمده موضوعاتو په اړه ژور او هراړخیز معلومات وړاندې کوي.

اوږدې لیکنې

څیړنیز مقالې

د اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې څیړنې، او ژورې تحقیقي مقالې.

پالیسي بریف

مفصلې او تخصصي سپارښتنې او معلومات چې د پالیسي جوړونکو لپاره چمتو کیږي.

له موږ سره د لیکنو شریکولو طریقه

هر ډول لیکنې چې د ACSTD له ماموریت سره برابرې وي او د دې مرکز د اړونده موضوعاتو (لکه تروریزم، افراطیت، ډیموکراسي…وغیره) په اړه اکادمیک او پالیسي محوره بصیرت او پوهې ته وده ورکړي، موږ یي هر کلې کوو څو له موږ سره د نشرولو لپاره شریکې شي. د خپلو لیکنو راسپارلو لپاره لاندې ګامونه ترسره کړئ.

1. لیکنه مو د یو سند په څیر چمتو کړئ

2. لیکنه مو د بریښنالیک له لارې راسره شریکه کړئ

3. لنډ ژوندلیک مو هم پکې شامل کړئ

4. د ارزونو او ایډیټ پروسه

1. لیکنه مو د یو سند په څیر چمتو کړئ

2. لیکنه مو د بریښنالیک له لارې راسره شریکه کړئ

3. لنډ ژوندلیک مو هم پکې شامل کړئ

4. د ارزونو او ایډیټ پروسه

د لیکنو د کیفیت او د لیکلو د سبک د سازګارۍ لپاره، د لیکنو د شریکولو پر مهال مهرباني وکړئ لاندې لارښوونې په نظر کې ونیسئ.