په تېرو څو لسیزو کې افغانستان د جګړو، حکومتدارۍ کمزوریوو، او د سیمهییزو، نړیوالو او داخلي لوبغاړو پیچلي تعامل له امله د وسلوالو او یاغي ډلو لپاره یوه اصلي ځاله ګرځیدلې ده. دغه ډلې د بېلابېلو ایډیالوژیکو، سیاسي او ستراتیژیکو اهدافو پر بنسټ فعالیت کوي او ډېری وخت د خپلو موخو لپاره له تاوتریخوالي کار اخلي. که څه هم ځینې ځانونه د ملي یا مذهبي موخو/داعیوو استازي بولي، خو د دوی کړنې — له هدفي بریدونو نیولې چې د ځینو قومي او مذهبي ټولنو پر ضد یې ترسره کوي، تر لویو بریدونو پورې چې د وېرې خپرولو په موخه یې ترسره کوي — په تېرو ۲۵ کلونو کې د زرګونو ملکیانو د وژل کېدو او د میلیونونو نورو خلکو د بېځایه کېدو لامل شوي دي. سره له دې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، خو لا هم د نړیوالو هېوادونو نظرونه د دوی د قانوني حیثیت په اړه یو شان نه دي. امریکا طالبانو ته د ترهګرې ډلې رسمي حیثیت نه دی ورکړی، خو د امریکا استخباراتي ادارې، د دفاع وزارت، او د ملګرو ملتونو راپورونه د طالبانو او د هغو ډلو تر منځ پخوانۍ او دوامداره اړیکې تاییدوي چې د امریکا او نورو هېوادونو له خوا ترهګرې ډلې ګڼل کېږي.
په ۲۰۲۰ کال کې د امریکې او طالبانو ترمنځ تړون کې چې د امریکايي ځواکونو وتلو ته یې لاره هواره کړه، دا ژمنه هم شامله وه چې طالبان به نورو ترهګرو ډلو ته د افغانستان له خاورې د عملیاتو اجازه نه ورکوي. خو د طالبانو او نورو یاغي ډلو ترمنځ د تاریخي او عملياتي اړیکو له امله، لا هم روښانه نه ده چې دا ژمنه څومره عملي شوې. له بلې خوا، امریکا او ناټو لا هم په افغانستان کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو او که اړتیا وي، د هوايي بریدونو عملیات ترسره کوي. طالبان دا تورونه ردوي چې ګواکي دوی نورو ډلو ته پخپله غیږه کې ځای ورکړی دی، خو راپورونه ښيي چې ځینې وسلوالې ډلې لا هم په ازاد ډول فعالیت کوي او د طالبانو تر واک لاندې امنیتي فضا څخه ګټه پورته کوي.
په افغانستان کې د یاغي ډلو پراخوالی په رسمي ډول په مارچ ۲۰۱۷ کې مستند شو، کله چې د افغانستان ملي پولیسو (ANP) انټرپول ته د فعالو یاغي ډلو یو بشپړ لست وسپاره — دا یو مهم ګام و، چې د یاغيانو او حکومت ضد ډلو فعالیتونو پراخوالی او پېچلتیا پکې څرګنده شوې وه. د هغه وخت استخباراتي راپورونو په اساس، تر ۳۲ پورې ترهګر روزنیز مرکزونه او ۸۵ لوړپوړي قومندانان د افغانستان له پولو د باندې فعالیت کاوه. د بهرنیو یاغیانو شمېر له ۵۰ زرو تر ۷۵ زرو پورې اټکل شوی و، چې دا کار د استخدام او بسیج کیدو لپاره انعطافپذیره ستراتیژي په ګوته کوي. سربېره پر دې، نږدې ۱۶۸ وسلوالې ډلې — له محلي ډلو نیولې تر نړیوالو شبکو پورې — د یاغي جګړو برخه وې، او د جنګیالیو شمېر یې له ۶۰ زرو تر ۱۰۰ زرو پورې رسېده.
د انټرپول راپور څرګنده کړه چې په افغانستان کې د وسلوالو شبکو ترمنځ اړیکې ژورې او نغښتې دي؛ بهرني ملاتړ لرونکې یاغي ډلې، نړیوال جهادي خوځښتونه او ځایي وسلوالې ډلې ټول په ګډه د اوږدې بېثباتۍ لامل شوي. دا موندنې دا هم ښيي چې افغانستان د یوه پراخ سیمهییز او نړیوال امنیتي ګواښ برخه ده، چې د ترهګرۍ ضد دوامداره او منسجمې ستراتیژۍ ته اړتیا لري. که څه هم د ترهګرۍ نړیوال تعریفونه مختلف دي، خو دا ډلې لا هم د افغانستان د امنیت فضا تر اغیز لاندې لري. د دوی د فعالیتونو او اړیکو ژور درک د افغانستان د روانې جګړې د تحلیل لپاره حیاتي دی. سره له دې چې د ۲۰۱۷ راهیسې د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت ډېر بدل شوی، خو لا هم یو شمېر لویې او کوچنۍ وسلوالې ډلې هلته فعالیت کوي — او ځینې تر ننه فعاله دي.
لویې ډلې
طالبان
نن ورځ چې طالبان پر افغانستان واکمني کوي، پخوا دوی په بېلابېلو رقیبو ډلو وېشل شوي وو. تر ټولو مهمې ډلې د کوټې شورا وه چې مشري یې لومړی د ملا منصور، او وروسته د ملا هبتالله اخندزاده پر غاړه وه. او بله ډله، چې د کوټې شورا څخه جلا شوې وه، د ملا رسول تر مشري لاندې یې فعالیت کاوه. د کوټې شورا طالبان د طالبانو اصلي او غالب ځواک و، چې شاوخوا ۳۵ زره جنګیالي یې درلودل، او د پولې هاخوا یې پیاوړي اړیکي او شبکې لرلې. د دې ډلې مشرتابه کې مهم کسان شامل وو، لکه د حقاني شبکې مشر سراجالدین حقاني ، او د ملا عمر زوی ملا محمد یعقوب. دغې ډلې د طالبانو په نظامي کمپاین کې یو مهم او برخلیک ټاکوونکی رول ولوبوه، چې بالاخره د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یې د افغانستان کنټرول تر لاسه کړ.
په مقابل کې، د ملا رسول ډله د یوې جلا شوې ډلې په توګه را څرګنده شوه، چې شاوخوا ۱۵ زره تر ۲۵ زره پورې جنګیالي یې درلودل، او د افغانستان په هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، هلمند، زابل، غزني او پکتیا ولایتونو کې یې فعالیت کاوه. که څه هم دا ډله د کوټې شورا پر مشرتابه نیوکې لرلې، خو د وخت په تیریدو سره یې ځواک کم شو. د طالبانو له مرکزي مشرتابه څخه یې توپیر دا و چې ملا رسول یو څه انعطاف ښودلی و او د پخواني افغان حکومت سره یې د خبرو لپاره چمتووالی درلود. سره له دې چې طالبان یو وخت په داخلي اختلافاتو ویشل شوي وو، خو بالاخره د کوټې شورا مشرتابه واک تر لاسه کړ، او نن ورځ د ملا هبتالله اخندزاده، سراجالدین حقاني، او ملا یعقوب تر مشري لاندې حکومت کوي. د دوی داخلي سیالي چې یو وخت یې د دوی پر جګړې اغیز درلود، تر ډېره حده کنټرول شوې دي. خو نن ورځ طالبان له نوي ګواښونو سره مخ دي، چې اکثره یې د دوی د مشرتابه دننه د ښځو د حقونو، لکه زدهکړو او کار، او د نورو ټولنیزو قشرونو سره د پخلاینې او ګډې ادارې پر سر اختلافونه دي.
د القاعدې مرکزي مشرتابه
د سپتمبر د ۱۱مې (۲۰۰۱) بریدونو راهیسې، د القاعدې مرکزي مشرتابه د امریکا د ترهګرۍ ضد ستراتیژیو اصلي هدف پاتې شوی. د دې ډلې د لوړپوړو مشرانو د لهمنځه وړلو لپاره دوامداره عملیات ترسره شوي، چې پکې د القاعدې پخوانی مشر ایمن الظواهري، او د هغه مرستیالان او سلاکاران چې د دې ډلې ستراتیژي یې جوړه کړې او د عملیاتو شبکې یې ژوندۍ ساتلې دي، هم شامل و. سره له دې چې نړیوالو د ترهګرۍ پر ضد هڅې جارې وساتلې، خو له بلې خوا د القاعدې مشرتابه انعطاف پذیره ستراتیژي وکاروله او د جګړې د شرایطو بدلون ته یې ځان برابر کړی، او همداراز له خپلو اوږدمهاله ائتلافونو یې ګټه اخیستې ده. د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکه چې د ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې پیل شوې وه—کله چې طالبانو اسامه بن لادن ته پناه ورکړه—نه یوازې چې دوام پیدا کړی، بلکې د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، په تېرو شلو کلونو کې لا پیاوړې شوې ده. دا دواړه ډلې یو ځای د بهرنیو ځواکونو پر ضد جنګېدلي دي، او د غړو ترمنځ د ودونو له امله یې اړیکې یوازې ستراتیژیکې نه دي پاتې، بلکې ژورې شخصي بڼې یې هم خپلې کړې دي. حتی د کلونو عملیاتو او بریدونو باوجود، د القاعدې لوړپوړي مشران لا هم د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې په پټنځایونه کې پټ دي. که څه د دې بریدونو له امله د القاعدې مرکزي قومنده کمزورې شویده، خو دا ډله لا تر اوسه هم په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې. القاعده لا هم د خپل موجودیت ساتلو لپاره له غیر متمرکزو ډلو کار اخلي، له خپلو سیمهیزو ملګرو نفوذ تر لاسه کوي، او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نسبي امنیتي فضا نه ګټه پورته کوي.
د هند په نیمه لویه وچه کې د القاعدې ډله AQIS
په ۲۰۱۴ کال کې د القاعدې پخواني مشر ایمن الظواهري د القاعدې د یوې نوې څانګې د جوړېدو اعلان وکړ، چې هدف یې د “د هند په نیمه لویه وچه کې د القاعدې ډلې” یا AQIS جوړول و. دا څانګه د جنوبي آسیا له سیمهیزو وسلهوالو ډلو سره د اړیکو پراخولو لپاره رامنځته شوه. که څه هم AQIS د القاعدې د عمومي ایډیالوژۍ لاندې فعالیت کوي، خو د جوړښت او مشرتابه له پلوه ترې جلا ده. د القاعدې په مرکزي مشرتابه کې عرب مشرانو واک درلود، خو AQIS د سیمهیزو مشرانو په مشرۍ جوړه شوه، ترڅو د جنوبي آسیا له واقعیتونو سره ځان ښه عیار کړي. د AQIS بنسټ ایښودونکی مشر، عاصم عمر، یو هندی تبعه و چې د استخباراتي راپورونو له مخې، د طالبانو تر سیوري لاندې یې په افغانستان کې فعالیت کاوه. نوموړی د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر پر ۲۳مه، د امریکايي او افغان ګډو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې په هلمند ولایت کې ووژل شو. د عاصم عمر نفوذ یوازې تر افغانستان محدود نه و، بلکې په پاکستان کې هم AQIS فعالې حجرې او عملیاتې شبکې درلودې. که څه هم د AQIS ډېری جنګیالي د طالبانو سره یو ځای شوي، خو د دې ډلې اهداف یوازې افغانستان نه بلکې پاکستان او بنګلهدېش ته هم غځېدلي، چیرې چې دوی د امنیتي ځواکونو او فعالینو پر ضد بریدونه کړي دي.
د امریکا دفاع وزارت AQIS په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونو لپاره یو جدي تهدید بللی و، ځکه چې دا ډله سیمهیز اهداف تعقیبوي او پراخ عملیاتې ظرفیت لري. که څه هم د تروریزم ضد مبارزه کې لسیزې تیرې شوې، خو بیا هم دې ډلې د افغانستان له امنیتي خلاوو ګټه پورته کړې وه، او د وسلهوالو ډلو له پراخ چاپېریال څخه د ملاتړ زمینه ورته برابره شوې وه.
د تاجکستان انصارالله (د تاجک طالبانو ډله)
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره سم، په افغانستان کې د بهرنیو وسلهوالو ډلو د حضور په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. د دغو ډلو له جملې، “جماعت انصارالله” چې تاجکستان هیواد پورې اړه لري، تر ټولو ډېر یاد شوی. یاده ډله په ۲۰۰۶ کال کې د “امرالدین تباروف” (چې د ملا امرالدین په نوم هم پېژندل کېده) له خوا رامنځته شوه. هغه وروسته په ۲۰۱۶ کال کې د افغان حکومت د ځواکونو لهخوا ووژل شو. د تاجکستان د خجند ښار په یوه ترهګریز برید کې د دوی لاس لرلو وروسته، دا ډله په رسمي توګه ترهګریز سازمان وبلل شو. ځینې شنونکي دا ډله د “تاجک طالبانو” په نوم یادوي، ځکه چې د افغان طالبانو سره ایډیالوژیکي او عملیاتي مشابهتونه لري. خودې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو راهیسې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (UNSC) او څارونکو ادارو مکررآ د افغانستان دننه د جماعت انصارالله د فعالیتونو په اړه راپورونه ورکړي، او د طالبانو سره د دې ډلې نږدې اړیکې یې روښانه کړې دي. راپورونه وايي، چې دغه ډله د القاعدې د روزونکو تر څار لاندې د خوست په ولایت کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي، او تخار ولایت کې یو پوځي مرکز هم لري، چیرې چې د منځنۍ آسیا جنګیالي روزل کېږي. همداراز راپورونه دا هم څرګندوي، چې جماعت انصارالله په کندز ولایت کې یو ځانګړی واحد جوړ کړی، چې هدف یې له پولو اخوا نفوذ کول دي. همداراز، ادعا شوې چې طالبانو په بدخشان ولایت کې یو ځانمرګي واحد ځای پر ځای کړی، چې د انصارالله غړي هم پکې شامل دي او دا ډله د طالبانو د مخالفو مقاومتګرو پر ضد استعمال شوې ده. د افغانستان په شمال کې د دغې ډلې د فعالیتونو پراخېدو په اړه امنیتي اندېښنې زیاتې کړي، په ځانګړي ډول په تاجکستان او نورو منځنۍ آسیا هېوادونو کې، او دا وېره پیدا شوې چې افغانستان به یو ځل بیا د سیمهیزو یاغیانو د فعالېدو لپاره مرکز وګرځي.
د تاجکستان د اسلامي بيدارۍ ګوند
د تاجکستان د اسلامي بيدارۍ ګوند (IRPT) يو وخت د دغه هېواد اصلي اسلامي سياسي ګوند و، چې د تاجکستان په کورنۍ جګړه (۱۹۹۲–۱۹۹۷) کې يې مهم رول درلود، خو په ۲۰۱۵ کال کې منع اعلان شو. دا ګوند که څه هم تر ډېره په لومړیو کې یو سياسي غورځنګ و، خو د زور زیاتي او ځورونو له امله يې ځينې غړي افغانستان ته وتښتېدل او هلته یې پناه واخیسته، چیرته چې دوی له پخوا له افغان سياسي او وسلهوالو ډلو سره اړيکې لرلې. د کورنۍ جګړې پر مهال افغانستان د IRPT جنګیالو لپاره يوه امن ځای و، او د ګوند تر منحل کېدو وروسته، ځيني پخواني غړي یې له جماعت انصارالله سره يو ځای شول، چې يوه تاجک وسلهواله ډله ده او د افغانستان په شمال کې فعاله ده. که څه هم IRPT خپله وسلهواله جګړه نه کوي، خو د دې ګوند پخوانۍ اړيکې او د تاجک اسلامي ډلو شتون په افغانستان کې، لا هم د سيمهييز امنيت لپاره مهمې ګڼل کېږي.
اسلامي دولت – د خراسان څانګه (داعش-خراسان)
په ۲۰۱۴ کال کې اسلامي دولت (داعش) په رسمي توګه د خپلې خراسان څانګې (داعش-خراسان) يا ISIS-K د جوړېدو اعلان وکړ، او ځان يې د داعش نړيوالې شبکې د یوې سيمهييزې څانګې په توګه وښود. په لومړيو کې، داعش-خراسان په ختيځ افغانستان، په ځانګړي ډول په ننګرهار ولايت کې، د پاکستان او افغانستان پولې ته نږدې خپل حضور قوي کړ. د دې ډلې ډېر پخواني غړي د تحريک طالبان پاکستان (TTP) پخواني جنګيالي ول، چې د پاکستاني پوځي عملياتو له امله دې خوا ته تښتېدلي وو. داعش-خراسان د ډېرو مرګونو بريدونو مسؤل بلل کېږي، او زياتره يې د شيعه ټولنو پر ضد ترسره شوي دي. په دې مهمو بریدونو کې د ۲۰۲۱ کال په کابل کې د انجونو پر ښوونځي بمي چاودنه او د ۲۰۲۰ کال په کابل کې پر يو زېږنتون بريدونه شامل دي، چې د دې ډلې د ظالمانه فرقهيي تاوتريخوالي څرګندونه کوي. تر ۲۰۱۸ کال وروستیوو پورې، امريکایي ځواکونو او افغان طالبانو په جلا-جلا شکل د داعش-خراسان پر ضد پوځي عمليات پيل کړل، چې په ځانګړي ډول په ختيځ او شمالي افغانستان کې یې دا ډله تر ډیره په شا وتمبوله. خو داعش-خراسان له منځه ولاړه نه، بلکې له دغو شاتګونو سره يې ځان عيار کړ. طالبان او داعش-خراسان يو د بل سر سخته دښمنان دي، او څو ځله د سيمو د کنټرول لپاره يې نښتې کړې دي.
حقاني شبکه
حقاني شبکه د طالبانو یوه نیمه خپلواکه څانګه ده، چې د شوروي-افغان جګړې پر مهال د يو نوموتي مجاهدين مشر جلالالدين حقاني له خوا جوړه شوې وه. دا ډله په اصل کې د یوه خپلواک وسلهوال غورځنګ په توګه فعاله وه، خو وروسته جلالالدين حقاني په رسمي ډول له طالبانو سره يو ځای شو او دا شبکه د طالبانو يوه مهمه خو بېله څانګه وګرځېده. د کلونو په تېرېدو سره، دا شبکه د يوې کورنۍ له خوا اداره کېده، خپل ځانګړی مشرتابه، مالي سرچينې او عملياتي تګلارې يې لرلې، سره له دې چې د طالبانو د جوړښت يوه مهمه برخه پاتې شوې ده.
د ۲۰۰۱ کال د امريکا تر يرغل وروسته، حقاني شبکې د یاغيانه فعالیتونو په مشري کې مهم رول ولوبوه، او يو شمېر خونړۍ او پېچلې حملې يې ترسره کړې. دا شبکه له القاعده سره تړلې بلل شوې، او د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، دغه اړیکې د سراجالدين حقاني تر مشرتابه لاندې لا ژورې شوې دي. سراجالدين حقاني اوس د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنيو چارو وزیر دی.
حقاني شبکه له ډېر پخوا راهیسې د پاکستان د استخباراتو له ادارې (ISI) سره په اړیکو تورنه ده، خو پاکستان دغه تورونه رد کړي دي. د امریکا متحده ایالاتو حقاني شبکه يو ترهګره ډله ګڼلې، او د دې شبکې د مشرانو پر ضد يې هوايي او ځمکنۍ عملیات کړي، چې له امله یې د جلالالدين حقاني څلور زامن وژل شوي دي. سره له دې چې څو ځله د سراجالدين حقاني د ترور هڅې شوې، نوموړی اوس هم د طالبانو د مشرتابه يو مهم غړی دی او د اوسني حکومت په لوړو پوستونو کې شامل دی.
د افغانستان له بیا نیولو وروسته، د طالبانو په دننه کې د حقاني شبکې نفوذ ډېر شوی، چې دې موضوع د هېواد پر امنیت، حکومتولۍ او له نړيوالو وسلهوالو ډلو سره د اړیکو په اړه اندېښنې راولاړې کړې دي.
تحريک طالبان پاکستان
تحريک طالبان پاکستان چې ډېری وخت د “پاکستاني طالبانو” په نوم یادېږي، د دې لپاره جوړ شو چې د پاکستاني حکومت پر ضد وسلهواله مبارزه وکړي. که څه هم دا ډله له افغان طالبانو بېله ده، خو له تاريخي لحاظ يې ژورې اړيکې لرلې، او د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې د دواړو ډلو جنګيالي د افغان امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو پر ضد يو ځای جنګېدلي دي. دا تحریک يوه واحده، مرکزي اداره نه لري، بلکې د بېلابېلو تندلارو ډلو يو مرکزي غورځنګ دی، چې د پاکستاني دولت پر ضد مخالفت يې ګډ هدف دی. دا ډله له ۲۰۱۳ کال وروسته د داخلي اختلافاتو سره مخ شوه، کله چې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې برید له امله د دوی مشر حکيمالله محسود ووژل شو، چې له امله يې يو شمېر غړي له دې ډلې وتښتېدل او ځينې یې حتی داعش سره يو ځای شول. ورپسې د پاکستاني پوځ عملياتو له امله د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي له شمالي پاکستان څخه د افغانستان ختیځ ته واوښتل، هلته يې بېرته خپل تنظيم جوړ کړ او عملياتو ته یې دوام ورکړ. د امریکا او ملګرو ملتونو د تېر دوه کالو استخباراتي ارزونو له مخې، يو شمېر بېل شوي اسلامي ډلې بېرته له TTP سره يو ځای شوي، چې د دې ډلې عملياتي ځواک يې پياوړی کړی دی. ځينې له دغو ډلو څخه یې له القاعده هم اړیکې لري، چې له دې سره د TTP د پراخ جهادي شبکې په اړه اندېښنې زیاتې شویدي. اوس چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې دی، د TTP راتلونکی مسیر لا هم نامعلوم دی، په ځانګړي ډول د افغان طالبانو سره د دوی اړيکو او د پولې دواړو غاړو ته د دوی فعاليتونو په اړه.
د ازبکستان اسلامي حرکت
د ازبکستان اسلامي حرکت (IMU) له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د امریکا له لوري یوه ترهګره ډله اعلان شوې ده، چې پخوا یې له القاعدې سره نږدې اړيکې لرلې دي. په پیل کې د ۱۹۹۰مو کلونو د تاجکستان د کورنۍ جګړې له جنګیالو جوړه وه، خو وروسته يې خپل فعالیتونه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته پراخ کړل. دغه ډله له طالبانو سره ژورې تاريخي اړیکې لري، او د طالبانو له ملاتړ څخه یې په منځنۍ آسیا کې د بریدونو لپاره ګټه اخیسته. خو د ۲۰۰۱ کال د امریکا تر یرغل وروسته، دې ډلې خپل تمرکز افغانستان او پاکستان ته واړاوه، او هلته یې خپل یاغيانه فعالیتونه جاري وساتل. دا ډله اکثراً له نورو تندلارو ډلو سره یو ځای عملیات ترسره کوي.
د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، د ازبکستان اسلامي غورځنګ په وروستیو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې راغلې، او اوس یې اصلي فعالیتونه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې متمرکز دي. که څه هم IMU یو وخت د پراخو سيمهييزو اهدافو لرونکې ډله وه، خو اوسنی فعالیت یې د طالبانو له موخو سره همغږی ښکاري، چې د افغانستان د بدلېدونکي امنیتي وضعیت په چوکاټ کې د دې ډلې ځای لا قوي کوي.
ختیځ ترکستان اسلامي تحریک (ETIM) / د ترکستان اسلامي ګوند (TIP)
ختیځ ترکستان اسلامي تحریک چې د ترکستان اسلامي ګوند په نوم هم پېژندل کېږي، د چین د شینجیانګ په سیمه کې د اویغور مسلمانانو او د منځنۍ آسیا د نورو ترک ژبو ټولنو لپاره د یو خپلواک اسلامي دولت د جوړولو هڅه کوي. دا ډله په تاریخي توګه د نړیوال جهادي شبکو سره تړلې ده، او د طالبانو او القاعده سره یې اړیکې ساتلي دي. د ۲۰۰۱ کال د امریکا له لوري پر افغانستان د یرغل څخه وړاندې، دا ډله د امریکا متحده ایالاتو له لوري یوه ترهګره ډله اعلان شوې وه، چې دا پریکړه تر ډیره له طالبانو سره د دې ډلې د اړیکو پر بنسټ شوې وه. خو په ۲۰۲۰ کال کې، امریکا دا ډله د ترهګریزو ډلو له لیسته وویسته، په دې دلیل چې په دې وروستیو کلونو د دې ډلې فعالیتونو په اړه باوري استخباراتي معلومات نه و. دې پریکړې ته د شک په سترګه کتل کیږي، ځکه چې د ملګرو ملتونو راپورونه لا هم څرګندوي چې ETIM فعاله ده او سلګونه جنګیالي یې لا هم د افغانستان په شمالي برخو کې شتون لري. داسې باور هم موجود دی چې دغه ډله خپل جنګیالي د افغانستان او سوریې تر منځ انتقالوي، او په ادلب ولایت کې یې د نورو نړیوالو جهادي ډلو ترڅنګ فعال حضور ساتلی دی. دا ډله په سوریې کې د کورنۍ جګړې برخه هم وه، چې انځورونه او د جګړې راپورونه د دوی د حضور تصدیق کوي. سره له دې چې د دې ډلې اصلي هدف د چین شینجیانګ سیمه ده، خو په سوریې کې یې ښکیلتیا پراخو نړیوالو موخو ته اشاره کوي، او دا ډله یې په سیمه ییز او نړیوال امنیت کې یوه مهمه اندېښنه ګرځولې ده.
کوچنۍ ډلې
حرکت الجهاد الاسلامي (HUJI)
حرکت الجهاد الاسلامي (HUJI) د ۱۹۸۴ کال په شوروي-افغان جګړه کې د فضل الرحمن خلیل او قاري سیف الله اختر لخوا رامنځته شو. دا ډله په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو فعالیتونو سره تړلې پاتې شوې ده. دې ډلې ځانګړي بریدونه د امریکا، اسرائیل، بنګلهدېش او نیوزیلنډ پر ضد ترسره کړي دي. سره له دې چې د دې ډلې اصلي مرکز په فلسطین کې دی، خو په افغانستان کې یې هم لږ حضور درلود، او راپورونه ښيي چې د دې ډلې ۱۵ کسیزه واحد د امریکایي ځواکونو پر ضد جګړه کړې ده. د افغانستان دننه یې نفوذ اوس کم شوی دی. که څه هم HUJI لا هم له یو شمېر لويو شبکو سره ایډیالوژیکې اړیکې لري، خو په وروستیو کلونو کې یې د عملیاتو کچه ډېره ټیټه شوې ده.
حزب اسلامي (حکمتیار) او حزب اسلامي خالص
حزب اسلامي افغانستان، چې یو وخت یوه لویه وسلهواله ډله وه، وروسته له پخواني افغان حکومت سره یو ځای شوه او له وسلوال مخالفت څخه یې لاس واخیست. د دې ډلې یوه څانګه، حزب اسلامي خالص، هم تر ډېره د افغانستان سیاسي جوړښت ته ورګډه شوه. خو د مولوي خالص زوی، انورالحق خالص، د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره بیعت وکړ او نږدې ۱۰۰۰ جنګیالي یې د طالبانو قومندې ته وسپارل. سره له دې چې د دې ډلې ډېره برخه له حکومت سره یو ځای شوې وه، خو د دې فرعي ډلې یو ځای کېدل له طالبانو سره، د افغانستان د وسلهوالو خوځښتونو پېچلی طبیعت ښيي، چیرې چې اتحادونه همېشه له منځه ځي او بیرته راپورته کیږي.
لشکر طيبه (LeT)
لشکر طيبه د پاکستان او کشمير له ډیرو خطرناکو وسلهوالو ډلو څخه ده، چې ویل کېږي د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) له خوا یې لاتړ کېږي. دا ډله د حافظ محمد سعيد په مشرۍ فعالیت کوي او په افغانستان کې یې هم فعال حضور درلود، هلته یې په یاغي عملیاتو کې برخه اخیستې ده. ویل کېږي چې د کابل د ۴۰۰ بستریز نظامي روغتون برید کې هم د دوی لاس و، چې دا له کشمیر او پاکستان څخه هاخوا د دوی د فعالیت پراخوالی ښيي.
لشکر اسلام
لشکر اسلام چې په اصل کې د خیبر ایجنسۍ څخه راپورته شوې ډله ده، د مفتي منیر شاکر لخوا جوړه شوې وه او دا مهال د منګل باغ تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي. د لشکر طيبه برعکس، دې ډلې له داعش سره بیعت کړی او د پاکستاني او افغان حکومتونو پر ضد فعالیت کوي. له داعش سره اړیکې د دوی د نړیوال جهادي اجنډا لور ته د تمایل ښکارندويي کوي، چې دا یې له نورو سیمه ییزو یاغي ډلو بېلوي.
هندي ترهګره ډله: عبدالعظیم او شهید بریګېډونه
د هندي ترهګرې ډلې “عبدالعظیم او شهید بریګېډونه” په اړه عامه معلومات ډېر محدود دي، خو د دې ډلې شتون ښيي چې له افغانستان څخه د باندې هم داسې وسلهوالې ډلې شته چې ښايي د سیمې د جګړو تر څنګ له نړیوالو شبکو سره هم تړاو ولري.
جیش محمد (JeM)
جیش محمد یوه پاکستان مېشت وسلهواله ډله ده، چې په اصل کې د کشمير د بېلتونپالو د یوې ډلې په توګه جوړه شوې وه، خو اوس یې خپل فعالیتونه له کشمیر هاخوا پراخ کړي دي، په ځانګړي ډول په افغانستان کې هم فعاله ده. دا ډله د مولانا مسعود اظهر په مشرۍ چلېږي او تور پرې لګېدلی چې د پخواني افغان حکومت پر ځواکونو یې بریدونه کړي، سره له دې چې په کشمير کې یې پیاوړی حضور ساتلی دی. سره له دې چې جیش محمد په پیل کې پر هندي ادارې کشمير تمرکز درلود، خو په افغانستان کې یې فعالیتونه د دې ډلې د پراخېدونکي عملیاتي ځواک ښکارندویي کوي او دا یې له نورو سیمهییزو جهادي خوځښتونو سره همغږې کړې ده. په افغانستان کې یې ښکیلتیا د جنوبي آسیا د امنیتي وضعې په برخه کې د وسلهوالو ډلو، له پولو اخوا یاغي حرکتونو، او بدلېدونکو اتحادونو پېچلی واقعیت منعکس کوي.
د وزیرستان اسلامي امارت
د وزیرستان اسلامي امارت د پاکستاني طالبانو یوه څانګه وه، چې پخوا یې د حقاني شبکې تر مشرۍ لاندې فعالیت کاوه. دا امارت د پاکستان په قبایلي سیمو، په ځانګړې توګه د شمالي او جنوبي وزیرستان په ولسوالیو کې، د یوه نیمه خودمختاره وسلهوال جوړښت په توګه راپورته شو او د یاغي عملیاتو او له پولو اخوا بریدونو لپاره مهم مرکز ګڼل کېده. سره له دې چې دغه ډله زیاتره د پاکستاني طالبانو له جنګیالیو جوړه وه، خو له حقاني شبکې سره یې اتحاد دې ډلې ته د پراخې یاغي جګړې په چوکاټ کې ستراتیژیک اهمیت ورکړی و. د وخت په تېرېدو سره، د پاکستان د پوځ له خوا د پراخو عملیاتو له امله، د دې ډلې حضور کم شو او ډېری جنګیالي یې یا خو افغانستان ته لاړل او یا له نورو وسلهوالو ډلو سره یو ځای شول.
سپاه صحابه پاکستان (SSP)
سپاه صحابه پاکستان یوه پاکستاني وهابی وسلهواله ډله ده، چې د فرقوي تاوتریخوالي د یوې ډلې په توګه راپورته شوه او ډېر تمرکز یې د شیعه ټولنو پر ضد بریدونه و. دا ډله په اصل کې د جمعیت علماء اسلام پاکستان (JUI) یوه جلا شوې څانګه وه، چې د حقنواز جهنګوي لخوا د شوروي یرغل پر مهال رامنځته شوې وه. سپاه صحابه له تاوتریخوالي ډکو فرقوي بریدونو سره تړلې ده، په ځانګړې توګه په پاکستان کې، او راپورونه ښيي چې دا ډله شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ جنګیالي لري. یاده ډله له لشکر جهنګوي (LeJ) سره سیاسي تړاو لري، چې د SSP د وسلهوالې څانګې په توګه عمل کوي او د محرم او عاشورا په ورځو کې یې ځینې له ټولو وژونکو فرقوي بریدونو ترسره کړي دي – چې دا ورځې د شیعه مسلمانانو لپاره تر ټولو مقدسې دي. سره له دې چې د SSP فعالیتونه په اساسي توګه په پاکستان متمرکز دي، خو مالي ملاتړ یې ویل کېږي چې له سعودي عربستان او خلیجي هېوادونو څخه راځي، کوم چې له اوږدې مودې راهیسې یې په سیمه کې بېلابېلې ایډیالوژیکې او وسلهوالې ډلې تمویل کړي دي. د دې ډلې فعالیتونو په ټوله جنوبي آسیا کې فرقوي تاوتریخوالی زیات کړی، چې دا یې د سیمې تر ټولو بدنامو افراطي ډلو څخه ګرځولې ده.
تحريک نفاذ شریعت محمدی (TNSM)
تحریک نفاذ شریعت محمدی (TNSM) یو وسلهوال خوځښت ده چې په اصل کې د پاکستان د سوات سیمې څخه راپورته شو، او د شریعت د سخت پلي کېدو غوښتونکی وه. دې ډلې د پاکستان حکومت ضد دریځ درلود او د خپلې اسلامي واکمنۍ د تفسیر د پلي کولو لپاره یې وسلهوالې نښتې کړې. که څه هم یو وخت دا ډله د یاغي جګړې یوه لویه قوه وه، خو په وروستیو کلونو کې یې قوت کم شوی دی. د دې ډلې مشر، صوفي محمد، وروسته له پاکستاني حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، چې دا د وسلهوال مخالفت نه سیاسي پخلاینې ته د تګ نښه وه. خو سره له دې، د دې ډلې یو شمېر عناصر لا هم په افغانستان کې فعال پاتې شوي، په ځانګړې توګه په چترال او وردوج سیمو کې.
اتحاد جهاد اسلامي (Islamic Jihad Union – IJU)
اتحاد جهاد اسلامي (IJU) یوه وسلهواله ډله ده چې باور کیږي د افغانستان او تاجکستان تر منځ د پولي لویې سیمې تر خپل کنټرول لاندې لري، او له طالبانو او القاعده سره اړیکې لري. راپورونه ښيي چې د کندز د امام صاحب او دشت ارچي ولسوالیو لویې برخې د دې ډلې او د هغوی د متحدو ډلو تر ګډ کنټرول لاندې وې یا لا هم دي. سره له دې چې د دې ډلې اصلي تمرکز د افغانستان په شمال کې دی، خو په تاجکستان کې هم فعاله ده، چیرې چې هڅه کوي د روسیې د پوځي حضور پر ضد مبارزه وکړي. له منځنۍ آسیا هاخوا، ویل کېږي چې دا ډله په اروپا کې هم عملیاتي اړیکې لري، چې دا یې د نړیوالې شبکې او موخو ښکارندويي کوي. د دې ډلې فعالیتونه د افغانستان د پراخې وسلهوالې صحنې یوه برخه ده، چیرې چې مختلفې وسلهوالې ډلې د سیمې له بېثباتۍ څخه د خپلو سیمهییزو او له پوله اخوا اهدافو ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته کوي.
لشکرِ جنګوي (LeJ)
لشکرِ جنګوي (LeJ) یو فرقهيې وسلهواله ډله ده چې په ۱۹۹۶ کال کې د حق نواز جنګوي او ملک اسحاق لخوا وروسته له هغې جوړه شوه چې له سپاه صحابه پاکستان (SSP) څخه جلا شول. دا ډله د شیعه ګانو پر وړاندې د شدیدې عقیدې له امله نوم لري او په افغانستان او پاکستان کې یې په ګڼو فرقهيې بریدونو کې لاس درلودلی دی. اټکل کېږي چې دا ډله شاوخوا ۲۰۰ جنګیالي لري او په افغانستان کې یې په ځانګړې توګه د کابل او مزارشریف په شیعه ټولنو بریدونه کړي دي. د روشنایۍ غورځنګ پر ضد د دهمزنګ چاودنه له لشکر جنګوي سره تړلې بلل شوې، چې په لویو فرقهيې بریدونو کې د دغې ډلې ونډه څرګندوي. د قاري محمد یاسین په مشرۍ، لشکر جنګوي وزیرستان د خپل اصلي مرکز په توګه کارولی او د عاشورا په ورځو کې یې د ځانمرګو بریدونو او نورو بریدونو مسؤلیت اخیستی دی. د دغې ډلې ژوره فرقهيې اجنډا او له سیمهییزو جهادي ډلو لکه طالبان او القاعدې سره د عملیاتې همکارۍ له امله دا ډله په سیمه کې یوه دوامداره امنیتي اندیښنه ګرځیدلې ده.
حرکتالمجاهدین (HuM)
حرکتالمجاهدین (HuM) یوه وسلهواله ډله ده چې له القاعدې سره تاریخي اړیکې لري او د “انصار الامه” په نوم هم پېژندل کېږي. دا ډله، چې شاوخوا ۸۰۰۰ جنګیالي لري، تر ډېره په ختیځ افغانستان کې فعاله ده، هلته یې د ترهګرۍ ضد هڅو سره سره خپل حضور ساتلی دی. په پاکستان کې په ازاده توګه فعالیت کوي، او ویل کېږي چې د پاکستان د ځینو دولتي ادارو، په ځانګړې توګه د استخباراتو (ISI) ملاتړ ورسره دی. حرکتالمجاهدین له اوږدې مودې راهیسې په کشمیر تمرکز کړی، او د وسلهوالې مبارزې له لارې غواړي دا سیمه پاکستان سره یو ځای کړي. خو په افغانستان کې د دغې ډلې فعالیتونو او د امریکایي ګټو پر وړاندې مقاومت له امله دا ډله د کشمیر له جنګ وراخوا په یوه جدي امنیتي ګواښ ګرځیدلې ده، چې د افغانستان د یاغي ډلو صحنه او تصویر نور هم پېچلې کوي.
محاذ فدایي ډله
محاذ فدایي یوه وسلهواله ډله ده چې په کندهار، هلمند، او ارزګان ولایتونو کې فعاله ده، او د تښتونو، هدفي وژنو، او بمچاودنو له امله مشهوره ده. دا ډله د ملا دادالله له ډلې څخه جلا شوې یوه څانګه ده، چې د ملا نجیبالله (چې د عمر خطاب په نوم هم پېژندل کېږي) لخوا جوړه شوې. دې ډلې د څو لویو بریدونو مسؤلیت اخیستی، لکه د مولوي ارسلا رحماني (د طالبانو پخوانی چارواکی او د سولې د عالي شورا غړی) ترور، او په کابل کې د هند سفارت مخې ته چاودنه. برسېره پر دې، یو سوېډنی او یو بریتانوی خبریال هم په کابل کې په هغو بریدونو کې ووژل شول چې مسؤلیت یې محاذ فدایي پر غاړه اخیستی. ملا نجیبالله ویلي چې د دوی د ډلې اصلي هدف دا دی چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې هر ډول بهیر شنډ کړي، او ژمنه یې کړې وه چې تر هغې به د افغان حکومت او ناټو ځواکونو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي څو ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي. هغه دا هم ویلي و چې د طالبانو د کورنیو جګړو په اړه یې خبرې کړي، او ادعا کوي چې ملا منصور، ملا عمر ته زهري مواد ورکړي وو ترڅو هغه کمزوری کړي، او بیا یې وژلی او مشري یې تر لاسه کړې. سره له دې چې دا ادعاوې لا تر اوسه تایید شوې نه دي، ځینې راپورونه وایي چې کېدای شي دغه ډول کیسې د پاکستان د ISI لخوا د طالبانو د ډلو ترمنځ د وېش لپاره خپرې شوې وي څو د سولې هڅې ناکامې کړي.
بریګېډ ۵۵۰
بریګېډ ۵۵۰ د القاعدې یوه ځانګړې وسلهواله قطعه ده چې زیاتره غړي یې عرب جنګیالي دي، او د خپلې پياوړتیا په اوج کې یې شمېر له ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کسانو پورې اټکل شوی و. زیاتره جنګیالي یې د شوروي-افغان جګړې پر مهال له زندانونو راخوشي شوي وو چې وروسته بیا د نړیوال جهادي حرکت برخه وګرځیدل. کله چې اسامه بن لادن افغانستان ته کډه وکړه، د دې قطعې یوه ستره برخه رسماً له القاعدې سره یوځای شوه او د دې شبکې تر ټولو متعهدو جنګیالیو په توګه یې فعالیت وکړ. له تاریخي پلوه، بریګېډ ۵۵۰ په ریشخور نظامي اډه (د کابل په جنوب) او قلعهجنګي (په بلخ کې) کې ځای پر ځای و، او د القاعدې په عملیاتو کې یې مهم رول درلود. د بن لادن تر وژل کېدو وروسته (۲۰۱۱)، د دې قطعې پاتې غړو (چې شمېر یې شاوخوا ۵۰۰ تنه ښودل شوی و) خپلې وسلوالې جګړې ته ادامه ورکړه، او د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو پر ضد یې هماغه پخواني جنګي تاکتیکونه وکارول. د صدام حسین د پخواني جمهوریت ساتونکي ځواک (Republican Guard) ځینې غړي هم دې قطعې سره یو ځای شول، چې دې ډلې ته یې زیات جنګي تجربه ور په برخه کړه. که څه هم دې ډلې ته درانه زیانونه اوښتي، خو لا هم یوه فعاله جنګي ډله پاتې شوې، چې د بهرنیو جهادي جنګیالیو د دوامداره حضور څرګندونه کوي.
د قفقاز امارت
د قفقاز امارت یو اسلامي وسلهوال تحریک دی چې د دوکو عمرُف لخوا رامنځته شو، او دا تحریک له هغه وروسته رامنځته شو کله چې د چچن یاغيانو جګړه د روسي ځواکونو پر وړاندې له درنو زیانونو سره مخ شوه. د چچن د ماتې وروسته، د دې ډلې ګڼ جنګیالي د اسلامي نړۍ نورو جهادي خوځښتونو سره یو ځای شول، چې یوه ډله یې وروسته له داعش سره یوځای شوه او د افغانستان په شمال کې یې فعالیت پیل کړ. پخوا شاوخوا ۳۰۰ چچني جنګیالي چې ځینې له خپلو کورنیو سره مل وو، په افغانستان کې فعاله بلل شوي وو، خو د دوی شمېر په وروستیو کې ډېر کم شوی. د دوی مشر، ابو محمد، وژل شوی، چې د ډلې قوت ته یې ستر زیان اړولی. راپورونه وایي چې شاوخوا ۲۰۰۰ بهرني جنګیالي، د منځنۍ اسیا له بیلابیلو ډلو لکه چچنیانو، د ازبکستان اسلامي حرکت، او قزاقي جنګیالیو سره، د آمو سیند هاخوا افغانستان ته راغلي، او ځینو یې په بدخشان او تخار ولایتونو کې مېشت شوي دي.
د راپورونو له مخې، ۲۴ بهرنۍ ترهګرې ډلې دا مهال په افغانستان کې فعاله دي، چې لږ تر لږه درې یې له پاکستان سره ښکاره مخالفت لري. یوه له دغو ډلو چې پخوا یې له افغان حکومت سره همکاري درلوده، د پېښور پر یو پاکستاني پوځي ښوونځي د برید مسؤله وه. له دې پېښې وروسته، افغان حکومت د برید کوونکو لېست پاکستان ته وسپاره، چې له امله یې پاکستاني پوځ پراخ عملیات پیل کړل، دې ډلې ته یې درانه تلفات واړول، او پاتې غړي یې افغانستان ته وتښتېدل.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، دا مهال ۷۵۰۰ څخه تر ۷۶۰۰ پورې بهرني جنګیالي لا هم په افغانستان کې جنګي فعالیتونه کوي. سره له دې چې د پاکستان او افغانستان پوله د یاغي ډلو د جګړو یو مهم میدان دی، راپورونه څرګندوي چې پاکستان د دې ډلو په رهبرۍ او همغږۍ کې مهم رول لري، او ډېری ډلې د سعودي عربستان او خلیجي هېوادونو مالي ملاتړ ترلاسه کوي. دا پېچلی فرامرزي شبکهیي جوړښت ښيي چې افغانستان لا هم د نړیوالو جهادي خوځښتونو او جیوپولیتیکي رقابتونو لپاره یو مهم ډګر پاتې دی.
غیرمسلح خو ایډیالوژیکې ډلې
حزبالتحریر (HuT)
حزبالتحریر یو نړیوال اسلامي خوځښت دی چې د خلافت د بیا رامنځته کېدو غوښتنه کوي، خو دا هدف د سیاسي لارو چارو له لارې تعقیبوي، نه د وسلهوالې مبارزې له لارې. له طالبانو، القاعدې یا داعش-خراسان سره توپیر لري، حزبالتحریر په وسلهوالو فعالیتونو کې لاس نه لري، بلکې تمرکز یې پر ایډیالوژیکو هڅو، تبليغاتي کمپاینونو، او سیاسي فعالیت دی. په افغانستان کې، حزبالتحریر پټ فعالیتونه کړي، په ځانګړي ډول په ښاري سیمو او پوهنتونونو کې، چیرې چې یې هڅه کړې چې لوستي ځوانان او مسلکي کسان جذب کړي. دا ډله د دموکراسۍ او د لویدیځ له ملاتړه برخمنو حکومتونو نیوکه کوي، او د شریعت پر بنسټ د اسلامي نظام ملاتړ کوي. پخواني افغان چارواکو وخت ناوخت د حزبالتحریر پر فعالیتونو بندیزونه لګولي و، او دا ډله یې د ګډوډۍ د ځواک یا عنصر په توګه پیژندله چې خلک یې سختدریځۍ ته هڅول او د افراطیت لور ته یې کشول. سره له دې چې HuT وسلهوال یاغي فعالیت نه کوي، خو حضور یې د افغانستان د اسلامي خوځښتونو په ایډیالوژیک فضا کې د یو پراخ فکري جریان استازيتوب کوي.
د طالبانو او نورو وسلهوالو ډلو په پرتله د حزبالتحریر اغېز محدود دی، خو د سیاسي اسلام په موخه یې بېوسلې او ایډیالوژیک دریځ په افغانستان کې د بدلېدونکو جریانونو یوه بل بدیل ګرځولې ده.
پایله
د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د وسلهوالو ډلو حضور د یوې اوږدمهاله واقعیت دوام دی—هغه واقعیت چې د دې هېواد امنیتي فضا یې له څو لسیزو راهیسې اغېزمنه کړې. سره له دې چې راپورونه وایي له ۲۰ ډېرې بهرني ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي، خو تایید شوی شمېر یې ۱۴ دی، لکه القاعده، داعش-خراسان، تحریک طالبان پاکستان، د ازبکستان اسلامي حرکت، او جماعت انصارالله. دا دوامداره وسلهوال فعالیت یو مهم امنیتي ګواښ ته اشاره کوي: افغانستان د نړیوالو ترهګرو شبکو لپاره په یوه ستراتیژیک مرکز بدل شوی، چې د طالبانو د کنټرول تر سیوري لاندې کار کوي. که څه هم طالبانو په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا سره په هوکړه کې ژمن شول چې د افغانستان خاوره به د نړیوال تروریزم لپاره نه کارېږي، خو په کابل کې د سراجالدین حقاني پورې تړلي کور کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژل کېدل، ښيي چې القاعده لا هم خوندي پناهځایونه لري. د ملګرو ملتونو استخباراتي ادارو راپورونه هم څرګندوي چې دا ډلې لا هم په افغانستان کې عملیاتې مرکزونه لري.
په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو بله ځانګړنه دا ده چې د دوی غړي له یوې ډلې بلې ته بدلیږي، چې دا اړیکې د مشرۍ بدلون، جګړهییز وضعیت او ستراتیژیکو موخو پورې تړاو لري. د حقاني شبکې تاریخي اړیکې له القاعدې سره، او دا چې اوس د طالبانو حکومت برخه ده، دا توپیر ستونزمن کړي چې کومې ډلې خپلواکه دي او کومې د طالبانو تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي. همداراز، نورې ډلې لکه لشکر طیبه او جیش محمد، چې پخوا یې تمرکز پر کشمیر و، اوس هم له افغانستانه فعالیتونه کوي.
د طالبانو حاکمیت دې ډلو ته د نشهيي توکو قاچاق، د طبیعي سرچینو استخراج، او مالي شبکو له لارې د عوایدو زمینه هم برابره کړې ده. راپورونه وايي چې ګڼې ډلې خپل نومونه بدلوي څو د نړیوالو پام ځانته راکم کړي، او خپلې موخې دوامدارې وساتي، لکه IMU او ETIM چې داخلي جوړښتونه یې بدل کړل، او نوې څانګې یې راوتلي دي. تر ټولو اندېښمنوونکی پرمختګ دا دی چې د طالبانو بریا د جهادي خوځښتونو لپاره یو اخلاقي او ستراتیژیک قوت ګرځېدلی. د طالبانو د بریا کیسه نورو ډلو ته دا پیغام ورکوي چې زغم او دوام بالاخره بریا تضمینوي. افغانستان اوس د دوی لپاره د مقاومت یوه نمونه ګرځېدلې، چیرې چې کولی شي روزنه، بیا منسجمېدل، او فکري مبارزه پرته له کوم فشاره پر مخ یوسي.
سره له دې چې طالبان له داعش-خراسان سره په جګړه اوښتي، خو د نورو جهادي ډلو سره یې چلند زیاتره زغمناک یا غیرفعال دی. د ترهګرو پناهځایونو بیا راښکاره کېدل ښيي چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ د عملیاتو لپاره د بیا راټوکیدو هسته کېدلی شي— داسې یو حالت چې سیمې او نړیوال امنیت ته ستر ګواښ پېښوي.