د افغانستان د تروریزم او ډیموکراسۍ مطالعاتو مرکز
د ټولنو د اتحاد مصدر
د افغانستان د تروریزم او ډیموکراسۍ مطالعاتو مرکز له تروریزم سره د مبارزې او ډیموکراسۍ رایجولو علمي او پالیسي جوړونکی بنسټ دی.
ماموریت
موږ په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ او ډیموکراتیزه کیدو په څیر د مهمو مسایلو په برخه کې د ژورې څېړنې او پالیسۍ مشورې، ستراتیژیک تعامل او ظرفیت لوړونې، او رغنده ډیالوګ او بحثونو ځانګړی او مخکښ بنسټ یو. موږ له اکاډمیکو، پالیسي جوړونکو، او مدني ټولنو سره همکاري کوو څو د شواهدو پر بنسټ حل لارې رامنځته، او د اوږدمهاله، اغیزناک بدلون لپاره په ځانګړې توګه په افغانستان او سیمه کې، سیمه ایز او نړیوال همکاران/لوبغاړي ځواکمن کړو.
لرلید
د داسې یوې راتلونکي لپاره رغنده رول لوبول چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې د یو سوله ایز، پرمختللي، ډیموکراتیک هیواد په توګه له تروریزم او افراطیت څخه پاک، د ځواکمنو اتباعو او بامقاومته بنسټونو په مټ خپل مناسب او حقداره مقام ترلاسه کړي.
زموږ پیغام
نن ورځ افغانستان په یو مهم او خطرناک پړاو کې واقع دی او د خپلې راتلونکې لپاره د دوو متضادو لیدلورو تر منځ راګیر دی. له یوې خوا، له تاوتریخوالي ډک افراطیت، استبداد، او د مدني ازادیوو نابودي ورځ تر بلې پراخیږي. له بلې خوا، د افغانانو ځپل شوی ولې مقاومه نسل چې د ولسواکۍ، تنوع، او فرصتونو پر ارزښتونو باورمند دی، لا هم هیله لري څو خپل غږ او حق بېرته ترلاسه کړي. له همدې امله، د هېواد سیاسي-ټولنیز جوړښت تر بل هر وخت زیات مات شوی بریښي. خو دغه درز یا اختلاف تصادفي نه دی؛ دا د څو لسیزو داخلي جګړو او بهرنۍ مداخلې پایله ده چې سختدریځي یا سخت دریځ فکرونه، کور دننه نارضایتي، وسلوال بغاوت، سیاسي محرومیت او غچ اخیستنه یې له مهمو فکټورونو څخه دي.
موږ دې ایدیالوژیک درز ته یوازې د یو سیاسي اختلاف نه، بلکې د هویت، مسیر، او د ژوند د هدف لپاره د یوې ژورې مبارزې په سترګه ګورو. زموږ نوم — “تروریزم او ډیموکراسي” — پخپله دا دردناکه دوهقطبي فضا او نړۍ منعکسوي، خو له دې هم مهم دا چې دا نوم زموږ تعهد څرګندوي: موږ هوډ لرو څو دا درز راکم او له منځه یوسو.
د دې بنسټ مشري افغانان کوي، خپلواک او اینده نګر دی او د وخت غوښتنو سره سم د روانو برخلیک ټاکوونکو بحرانونو پر وړاندې یوه نوې، عملمحوره حل لاره وړاندې کوي. دا چې افراطي نظریات د بنسټیز کیدو او ټینګیدو په حال کې دي او د ولسواکۍ فضا ورځ تر بلې تنګېږي، موږ— دریمه لار— نښلوونکي لوبغاړي یو او زموږ تګلاره پر سمو څېړنو، واقعي پالیسي محوره مشورو، ستراتیژیک تعامل او معنی لرونکو محلي او نړیوالو همکاریو ولاړه ده.
موږ ارادتآ یو خپلواک بنسټ یو— چې رهبري یې د افغانانو نوی نسل پر غاړه لري؛ هغه نسل چې په عمل او فکر کې یې هیڅ ډول سیاسي تړاو او پخواني اختلافات ځای نلري. په داسې یو وېشلي افغانستان کې، موږ د ګډو ارزښتونو د رامنځته کولو لپاره دا بیړنۍ اړتیا درک کوو. موږ د طرف او خوا نه، بلکې د حللارو په لټه کې یو.
له همدې امله، زموږ موخه د افغانستان لپاره د یو نوي روایت جوړول دي — داسې یو روایت چې له وېش او نفرت څخه خالي وي، معنی لرونکي ډیالوګ ته زمینه مساعده کړي، او د ټولو افغانانو راتلونکی، هویت، او فرصت د حل لارو مرکزي تمرکز وګرځي.
اساسي ارزښتونه
صداقت او یکپارچګی
ACSTD اخلاقي معیارونو، شفافیت او حساب دهي ته ژمن بنسټ دی څو له شریکانو، همکارانو، او افغاني ټولنې سره دوامداره باور رامنځته کړي.
همکاري
موږ باور لرو چې د ګډو هلو ځلو په مټ کولای شو پایداره حللارو ته ورسیږو. ACSTD له داخلي، بهر میشته افغاني ټولنو، او نړیوالو شریکانو سره همکاري کوي څو د افغانستان بدلیدونکو او روانو واقعیتونو پر بنسټ اغېزناکه ستراتیژیانې او حل لارې رامنځته کړي.
اغیزه
ACSTD د هدفمحوره بنسټ په توګه څېړنې په عملي وړاندیزونو بدلوي څو پر مټ یې پالیسۍ او کړنو کې تغییر راشي. موږ په داسې پوهه او څیړنه باور لرو څو بدلون واقعي کړي او د ACSTD ستراتیژیک هدف، یعنې سولهییز، عادلانه، او مقاوم افغانستان په تحقق کې مرسته وکړي.
ټول شمولیت او مساوات
ACSTD هڅه کوي ټولنیز – سیاسي درزونه او اختلافات وننګوي او هغه غږونه وهڅوي او حمایت کړي چې خاموش کړای شوي یا له پامه غورځول شوي. موږ هڅه کوو چې ټولنیز، سیاسي او ایډیالوژیک اختلافات راکم او د یو ټولشموله، مساوي او یو موټي افغانستان لپاره کار وکړو.
خپلواکي
ACSTD یو خپلواک بنسټ دی، او فعالیتونه یې بېطرفانه، او له سیاسي، ایډیالوژیک یا مالي اغېزو پاک دي. زموږ تحلیل پر شواهدو، هدفمندۍ، او مثبت بدلون استوار دی.
صداقت او یکپارچګی
د افغانستان د تروریزم او دموکراسۍ د مطالعاتو مرکز د اخلاقي معیارونو پابند دی او په شفافیت او ځواب ویلو ټینګار کوي څو د شریکانو او ټولنې سره اعتماد پیاوړی کړي.
همکاري
د افغانستان د تروریزم او دموکراسۍ د مطالعاتو مرکز له ذینفعانو سره همکاري کوي څو د تروریزم او دموکراتیک بدلون ننګونې حل کړي او د افغانستان او سیمې لپاره بېلابېل حلونه رامنځته کړي.
اغیزه
د افغانستان د تروریزم او دموکراسۍ د مطالعاتو مرکز په دموکراسۍ، تروریزم او شخړو کې عملي څیړنې وړاندې کوي چې د افغانستان په سیاستونو او کړنو کې دوامداره بدلونونه رامنځته کوي.
ټول شمولیت او مساوات
د افغانستان د تروریزم او دموکراسۍ د مطالعاتو مرکز د حاشیهنشینو ټولنو غږ پیاوړی کوي ترڅو یو ټولشموله او ډیموکراتیکه ټولنه رامنځته شي.
خپلواکي
د افغانستان د تروریزم او دموکراسۍ د مطالعاتو مرکز ډاډ ترلاسه کوي چې خپلې چارې بې طرفه او د شواهدو پر بنسټ دي او له بهرنیو اغیزو څخه پاکې دي.
د افغانستان د تروریزم او ډیموکراسۍ مطالعاتو مرکز تعهدونه
په ACSTD کې، موږ خپل فعالیتونه او کارونه د یو پیاوړي تعهد سره چې په اساس یې یو باعزته، ټولشموله، عادلانه او دوامداره چاپیریال رامنځته کیږي ترسره کوو. د نامناسب چلند پالیسۍ له لارې، موږ ډاډ ترلاسه کوو چې موږ د یو خوندي او مسلکي کاري محیط درلودونکي یو چې له ځورونې، ناسم چلند یا غیر اخلاقي کړنو څخه پاک دی. زموږ د ټولشمولیت او د تبعیض ضد پالیسۍ په اساس ټول افراد د مساوات او درناوي مستحق دي، او تنوع د همدې بنسټ د یو اساسي رکن په څیر ګڼل کیږي. برسېره پردې، زموږ د جنسیتي برابرۍ پالیسي په ټولو فعالیتونو کې د متوازن استازیتوب او فرصتونو لپاره زموږ ژمنتیا پیاوړې کوي. زموږ د پایداره چاپیریال پالیسي د چاپیریالي اغیزو راکمولو، دوامدارو کړنو مدغمولو او د چاپیریال ساتنې هڅولو لپاره زموږ ژمنتیا په ګوته کوي. دا پالیسیانې زموږ اساسي ارزښتونه نور هم پیاوړي کوي، او تضمینوي چې ACSTD د اخلاقي رهبرۍ او همکارۍ برخه کې یو بې مثاله بنسټ دی.
تازه خپرونې
تخصص
څېړنه او پاليسۍ مشورې
ACSTD د شواهدو پر بنسټ، عملي څېړنې ترسره کوي څو تصمیم نیوونکي وکړای شي د معلوماتو او شواهدو په رڼا کې د هغو موضوعاتو په اړه چې دا بنسټ پرې متمرکز دی، د افغانستان له حالاتو سره سم پریکړې وکولای شي. زموږ فعالیتونه له محلي پوهاوي او تجربو او نړيوالو لیدونو او بصیرتونو څخه سرچینه اخلي څو له ملي او نړيوالو لوریو او لوبغاړو سره واقعبینانه او ګټور وړاندیزونه شریک کړي. زموږ موخه د داسې اغیزناکو او ټولشموله تګلارو او ستراتیژیو ملاتړ دی څو د افغانستان له بدلیدونکو واقعيتونو سره همغږې وي.
ظرفیت لوړونه او ستراتیژيک تعامل
ACSTD د متمرکزه روزنو، مشورو او مشارکت له لارې، د افغان محصلینو، څېړونکو، مدني فعالانو او بنسټونو مهارتونه، پوهه او باور غښتلی کوي. همداراز، موږ له ملي او نړيوالو شریکانو سره په فعاله توګه کار کوو، څو څېړنیز او تحلیلي لیدونه/بصیرت په عملي اقداماتو بدل کړو—یعنې څېړنه، پالیسي او عمل یو له بل سره ونښلوو. د ستراتیژيکو مشارکتونو او همکاريو له لارې، موږ هڅه کوو د افغانستان جدي ننګونو پر وړاندې ټولشموله او د معلوماتو پر بنسټ حللارې ومومو، څو ډاډمن شو چې د شواهدو پر بنسټ حللارې، عملي، ټولشموله او دوامداره بدلونونه راولي.
رغوونکي ډیالوګونه او مناظرې
موږ پر مهمو ملي او سيمهييزو مسایلو پرانیستي، ټولشموله او رغوونکي ډیالوګونه برابروو. د ځوانانو، مدني ټولنو، پالیسي جوړوونکو، او اکاډميک افرادو په ګډون، موږ د ټولو لپاره داسې فضا برابروو چیرې چې د نظر تبادلې، متقابل درک، او ګډو حللارو ته رسېدل ممکن کیږي. زموږ د ډیالوګونو موخه د افغانستان ننګونو په اړه د ژور پوهاوي، او د سولې او ثبات په لور د عملي حل لارو موندلو لپاره زمینه برابرول دي.
مالي ملاتړي بنسټونه
موږ اوس مهال له احتمالي مرسته کوونکو او تمویلوونکو بنسټونو سره د اړیکو جوړولو په بهیر کې یو. د اړیکو او مشارکت له توافق وروسته، د ملاتړ ستایلو په موخه به د هغوی لوګو دلته څرګنده شي څو د افغانستان د تروریزم او دیموکراسۍ مطالعاتو مرکز د ماموریت په تحقق کې د هغوی ونډه او رول روښانه او قدرداني وشي.
همکاران او مشارکت
د افغانستان د تروریزم او دیموکراسۍ مطالعاتو مرکز له مدني ټولنو، اکاډمیک او پالیسي جوړوونکو بنسټونو سره همکارۍ ته هرکلی وایي. موږ په فعاله توګه د ستراتیژیکو اړیکو او تعامل په لټه کې یو څو خپل اغېز او پایلې پیاوړی کړو او د افغانستان مهمو ننګونو په اړه معنی لرونکې همغږي رامنځته کړو.


