څېړنه د ACSTD د ماموریت اساسي برخه ده. موږ باور لرو چې څېړنه او د پوهې تولید باید په مسئولانه ډول او د ګډونوالو او ټولنو په بشپړ درناوي سره ترسره شي.
زموږ څېړنز اخلاقي اصول په لاندې ډول دي:
• باخبره رضایت: ټول ګډونوال باید د څېړنې په موخه، له دوی څخه د غوښتل کېدونکو معلوماتو او د معلوماتو د کارولو په څرنګوالي واضح پوه شي او په خپله خوښه په څېړنه کې ګډون وکړي.
• محرمیت: د ګډونوالو هویت او حساس معلومات خوندي ساتل کېږي، په ځانګړي ډول په جګړه ځپلو سیمو او هغو ځایونو کې چې امنیتي خطرونه پکې زیات وي.
• زیان نه رسول: د څېړنو د طرحې او عملي کولو پر مهال د ګډونوالو خوندیتوب، عزت او هوساینه لومړیتوب لري.
• روڼتیا: موږ د خپلو څېړنو میتودونه او موندنې په صادقانه ډول وړاندې کوو، د څېړنې محدودیتونه په ډاګه کوو او د معلوماتو او موندنو له ناسم وړاندې کولو څخه ډډه کوو.
• د سیمهییزو نظرونو درناوی: د افغانانو نظرونه، روایتونه او واقعي تجربې زموږ د څېړنو په محور کې ځای لري.
دا پالیسي مرسته کوي چې د ACSTD څېړنې نه یوازې د څېړنو له نړیوالو اخلاقي معیارونو سره برابرې وي، بلکې د مسئولانه پوهې او عملي کار له لارې د افغان ټولنو د ملاتړ لپاره زموږ ژمنتیا هم څرګنده کړي.
لاسرسی
دا یو رسمي او
عامه سند دی چې د رئیس له خوا لاسلیک شوی او د ACSTD په رسمي وېبسایټ کې د لاسرسي وړ دی.
طارق جهان
رئیس
نېټه: ۵ جنوري ۲۰۲۵