د تعریف له مخې، افراط یا افراطیت پدې معنی چې یو څوک له معقولو حدونو څخه تېر شي یا په یو څه کې زیاتوالی وکړي. په عمل کې، افراطیت د اعتدال او عقل له لارې منحرفېدل دي. افراطیت یوازې په دې معنی نه ده چې یو څوک دې پر خپلو باورونو ټینګ پاتې شي، بلکې په دې فلسفه کې د نورو نظریات او افکار ناسم او بې اعتباره ګڼل هم پکې شامل دي — او تر دې وراخوا، پر نورو خپل باورونه، هر څه چې وي، تحمیلول هم پکې راځي.
واقیعي عقلګرایي او فکري روڼتیا باید پر حقیقت ولاړه وي. په دې معنی چې یوازې هغه نظریات باید ومنل شي چې د منطق او ثبوت پر بنسټ ولاړ وي. خو افراطیت معمولاً ځانمحوره وي. پدې فلسفه کې یو څوک خپل نظریات د حق یوازینی معیار ګڼي. د نورو لیدلوري بېارزښته بولي او د فکر یا بیا کتنې لپاره هېڅ فرصت نه پرېږدي. په داسې ذهنیت کې عقل او منطقي فکر له نظره غورځول کیږي، او پر ځای یې شخصي خواهشات او ویجاړونکي نیتونه غالبېږي.
افراطیت مختلف بڼې لرلای شي — کیدای شي د قوم، نژاد، سیاسي مفکورې، ډلې یا دین پر بنسټ وي. خو هره بڼه چې وي، افراطیت عموماً د تعصب، د اعتدال او عقل څخه د انحراف، او د دیني حقایقو څخه د لرېوالي پر بنسټ ولاړ وي.
په افغانستان کې د افراطیت تاریخ
له شلو څخه ډېر تندروې ډلې، چې د دین په نامه فعالیت کوي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې فعالې وې او لا هم دي. دا وضعیت څو مهمې او پېچلې پوښتنې راپورته کوي: دا ډلې څنګه رامنځته شوې؟ کوم عوامل د دوی پر دوام اغېز لري؟ دا ډلې د افغانستان د داخلي ستونزو زېږنده دي، که بهرني قدرتونه یې د جوړېدو او ملاتړ تر شا ولاړ دي؟ که بهرني لوري پکې ښکېل وي، نو ولې افغانستان د دوی د فعالیت لپاره غوره شوی؟ آیا د هېواد داخلي کمزورتیاوې د افراطي فکرونو لپاره مناسبه فضا برابره کړه، که د افغانستان ستراتیژیک جیوپوليټیک موقعیت دوی ته جالب و؟
کله هم چې په افغانستان کې د افراطیت او تندروۍ خبره کېږي، زموږ په ذهنونو کې ګڼې راپورته کیږي. خو د دغو ټولو پوښتنو تر شا یوه بنسټیزه اندېښنه شته ده: آیا افغاني ټولنه—په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ترلاسه کړ او افراطیت خپل اوج ته ورسېد—واقعاً کولای شي د اقتصادي پرمختګ، ټولنیز ثبات او یو ښه راتلونکي پر لور پرمختګ وکړي؟
د دې ستونزو د حل لپاره پراخې څېړنې، معلوماتي شننو، او د متخصصینو، پالیسي جوړوونکو، او مدني ټولنو ګډو هڅو ته اړتیا ده. همدا یوازینۍ لاره ده چې افغانستان کولای شي د افراطیت او تندروۍ له دغه ځنځیر څخه ځان خلاص کړي، هغه کړۍ چې لا هم د هېواد د پرمختګ مخه نیسي.
په افغانستان کې د افراطي حرکتونو د ترویج او راپورته کولو لپاره له دین څخه د یوې الې په توګه استفاده تقریبآ تر یوې پېړۍ پخوانی تاریخ لري. کله چې افغانستان په درېیمه انګلو-افغاني جګړه کې بریالی شو او انګریزانو د هېواد بشپړه خپلواکي ومنله، د افغانستان سیمهییز اهمیت تر بل هر وخت ډېر شو. له خپلواکۍ سره سم، په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره یو عصري ملي حکومت جوړ شو—هغه حکومت چې بنسټ یې د لویې جرګې له لوري تصویب شوي اساسي قانون باندې ولاړ و. همداراز، د افغانستان د نړیوالو اړیکو پیل د نویو لارو پرانیستې لامل شو او د پرمختګ لپاره یې زمینه برابره کړه.
خو همدغه مهم تاریخي پړاو د افغانستان پر وړاندې د استعماري قدرتونو د نویو دسیسو پیل هم و. له یوې خوا دوی هڅه کوله چې د غازي امانالله خان اصلاحات شنډ کړي، او له بلې خوا یې دا هڅه هم کوله چې د افغانستان د ازادۍ غورځنګ د هغو خلکو لپاره الهامبښونکی نه شي چې لا هم د استعمار تر ولکې لاندې وو. د دې لپاره دوی د تخریب او تبلیغاتو یوه نوې څپه پیل کړه. په ۱۹۲۳ کال کې، یو دیني عالم ملا عبدالله چې د “ملا لنگ” په نوم مشهور و، د حکومت د نوي جزایي قانون مخالفت وکړ. هغه د “شریعت د پلي کېدو” شعار پورته کړ او په پکتیا کې یې پاڅون رامنځته کړ. ملا لنگ به ډېر کله په ولسي غونډو کې په یوه لاس کې قرآن او په بل لاس کې اساسي قانون نیولی و، او له خلکو به یې پوښتنه کوله: “تاسې کوم یو غوره کوئ؟” له دې پاڅون وروسته، د انګریز استخباراتو د ځینو مذهبي مشرانو له لارې، او د قادیاني، سلفي او دیوبندي عالمانو په ګمارلو سره، د افغان دولت پر ضد د افراطي فعالیتونو تنظیم پیل کړ. جواهر لعل نهرو په خپل کتاب (Glimpses of World History) کې د دې مداخلې یادونه کړې، او وایي چې د امانالله خان پر ضد د تبلیغاتو لپاره ستر مالي لګښتونه وشول. نهرو زیاتوي، چې هېچا ته مالومه نه وه چې دا پیسې له کومه خوا راتللي، خو په منځني ختیځ او اروپا کې عام باور دا و چې د دې ټولو تر شا د انګریز استخباراتو لاس و.
له دې امله، سره له دې چې غازي امانالله خان په بهر کې—په اسلامي هېوادونو کې د یو ستر مجاهد او په اروپا کې د انګریزي استعمار د ماتونکي اتل په توګه وستایل شو—خو په کور دننه د انګریزانو له زهرجنو تبلیغاتو سره مخ شو. بالاخره، دا تبلیغاتي کمپاین بریالی شو او د هغه حکومت یې نسکور کړ. هغه اساسي مشروطه سلطنت چې د بېشمېره افغان وطنپالو د قربانیو پر بنسټ جوړ شوې و، نسکوره شو.
د امانالله خان سقوط نه یوازې دا چې د استعماري قدرتونو لنډمهاله هدفونه ترلاسه کړل، بلکې اوږدمهاله تاوانونه یې هم پرېښودل. افغانستان له هغې وروسته د کلونو لپاره د فشار، ځپنې او شاتګ په یو ناورین دور کې بند پاتې شو. تر هغه مهاله چې د ملي شورا په اوومه غونډه کې لومړي وزیر شاه محمود خان د ځینو بنسټیزو آزادیو د معرفي کولو هوډ وکړ، هېڅ بدلون ونه لیدل شو. خو دې محدودې آزادۍ هم ډېر دوام ونه کړ. له ډېرې مودې نه وروسته، هغه کسان چې د وخت له درنو او نوښتګرو فعالینو څخه ګڼل کیدل او د بدلون غږ یې پورته کړ، ونیول شول او وځپل شول. د ۱۹۲۹ نه تر ۱۹۶۵ کلونو پورې موده د معتدل او اصلاحپالو فکرونو لپاره د بدبختۍ او ځورورنو دوره وه. د مشروطیت هغه خوځښت چې پیاوړی شالید یې درلود، ټکنی شو. او له همدې امله، کله چې د “د مشروطیت یا دیموکراسۍ لسیزې” پر مهال نوی فکري او سیاسي خوځښت بیا راڅرګند شو، نو دې خوځښتونو ژور فکر، تجربې او سیاسي پوهه نه درلوده، نو ځکه یې دوامداره اغېز نه درلود.
د ۱۹۶۰ لسیزې تر پایه، له درېیو لسیزو مطلق واکمنۍ وروسته، حکومت پخپله د مشروطه سلطنت پر لور د بدلون نیت وکړ. خو دا بدلون یوازې د دیموکراتیکو ارزښتونو پر بنسټ نه و. واکمنو اشرافو دوه ستر هدفونه درلودل: یو دا چې د نړۍ له سیاسي بدلونونو سره ځان عیار کړي، او بل دا چې د شاهي کورنۍ دننه سیالان منزوي کړي. په همدې انتقالي پړاو کې، افراطي ډلې یو ځل بیا فعالې شوې. دوی د هېواد په بېلابېلو برخو کې راڅرګندې شوې، خو د دوی تمرکز په ځانګړی ډول په کابل باندې و. دا ډلې د دوه متضادو اړخونو استازې وې—یوه برخه کیڼ اړخي او بله ښي اړخي. خو سره له دې ټولو اختلافونو، دواړو اړخونو د افغانستان د واقعي ستونزو او اړتیاوو پر وړاندې چوپتیا غوره کړې وه.
الف. د کیڼاړخو ایډیالوژیو افراطیت
لکه څنګه چې په هغه وخت کې ډېری پرمختللي هېوادونه د کیڼاړخي ایډیالوژیو له تبلیغاتو اغېزمن شوي وو، د افغانستان چپي خوځښتونه هم تر ډېره د دوو سترو سوسیالیستي قدرتونو—مسکو او بیجینګ—د نظریاتي تبلیغاتو تر نفوذ لاندې راغلي وو. هغه افغان فعالین چې د چین رهبرۍ ډول یې تعقیبوه، په دې باور وو چې د چین انقلابي ماډل په افغانستان کې هم تطبیقېدای شي. هغوی فکر کاوه چې د افغانستان ټولنیز او اقتصادي شرایط د یوه انقلابي خوځښت لپاره چمتو دي، خو د افغانستان ځانګړي سیاسي او ټولنیز واقعیتونه یې له پامه غورځولي وو. دوی د ماو زې دونګ له ویناوو الهام اخیستی و، د کلیوالو د پاڅون او د ښارونو د محاصرې غږونه به یې پورته کول. دوی سولهییز سیاسي مشارکت وخت ضایع باله او وسلهواله مبارزه یې واک ته رسېدو یوازنۍ لاره ګڼله. د دوی په اند، د پارلمان ټاکنو کې برخه اخیستل بېګټې کار و، ځکه پارلمانونه د دوی په باور یوازې هغه ځایونه وو چې اشراف پکې پر خپلو شخصي ګټو سودا کوي، او کاري طبقه پکې هېڅ ونډه نه لري.
د بهرنۍ تګلارې په برخه کې، دوی د “سولهييز ګډ ژوند” اصل ردوه، او دا یې د شوروي “اجتماعي امپریالیستانو” او امریکايي امپریالیستانو تر منځ یوه پټه معامله بلله. خو دا ډول افراطي چپي شعارونه د افغاني ټولنې پراخ ملاتړ ونشو ترلاسه کړلی. پایله دا شوه چې د دوی سازمانونه ټوټې شول، او د حالاتو له بدلېدو سره ډېرې شبکې ړنګې شوې. افراطیت یوازې د بیجینګ تر پلویانو پورې محدود نه و. د شورويپلوه ډلې (PDPA) په منځ کې هم داسې کسان وو چې پر وسلهوال پاڅون یې باور درلود. یو له مشهورو څېرو څخه حفیظالله امین و، چې د سیاسي بېثباتۍ له فرصت څخه یې استفاده وکړه او د خلق دیموکرات ګوند (PDPA) د مشرتابه له اجازې پرته یې واک تر لاسه کړ.
کله چې میر اکبر خیبر، چې د خلق دیموکرات ګوند (PDPA) د پرچم ډلې له لوړپوړو غړو څخه و، ووژل شو، د هغه جنازه د ځواک یوه ستره مظاهره وګرځېده. رژیم دا کار د خپل واک پر وړاندې ښکاره ګواښ وګاڼه او د د حفیظالله امین په شمول د ګوند د یو شمېر مشرانو د نیولو امر یې وکړ. که څه هم نور ژر ونیول شول، خو د امین نیونه په شکمن ډول وځنډېده. دې ځنډ امین ته دا فرصت ورکړ چې خپلو وفادارو پوځي افسرانو ته پټې لارښوونې واستوي. که څه هم امین د ګوند د رسمي مشرتابه برخه نه وه، خو له وړاندې نور محمد ترهکي هغه ته دنده سپارلې وه چې د PDPA د خلق ډلې لپاره په اردو کې افسران جلب او تنظیم کړي. امین د ګوند او دولت تر منځ د زیاتېدونکي کړکېچ له فرصته چټک ګټه واخیسته. خپلو افسرانو ته یې امر وکړ چې د ګوند په نامه د دولت پر ضد اقدام وکړي. دې کار امین ته دا زمینه برابره کړه چې پر اردو خپله ولکه لا ټینګه کړي او په پای کې د دولت کنټرول ترلاسه کړي. لکه څرنګه چې د امین وفاداران د پوځ مهمو څوکیو ته ورسېدل، د هغه استبدادي واک نور هم پیاوړی شو، او هېواد ژورې ګډوډۍ ته ولوېد. د PDPA د مشرانو یادښتونه او هغه وخت اسناد څرګندوي چې امین قصداً د دولتي بنسټونو د نړولو، او د ملت دننه د نفاق د خپرولو هڅه کوله. د هغه د وحشت دوره د سردار محمد داوود خان او د هغه د کورنۍ له بېرحمانه وژنې سره پیل شوه، چې وروسته دا وژنې ټول هېواد ته خپرې شوې. معتدل صوفي مشران، فکري شخصیتونه، عالمان، ښوونکي، کارګران، او آن د نورو سیاسي ډلو غړي—چې پکې د PDPA ځینې غړي هم شامل وو—ټول هدف وګرځیدل او ووژل شول. اټکل کېږي چې یوازې د امین ډلې له لوري څه باندې څلور زره PDPA غړي ووژل شول، چې تر نیمایي ډېر یې د پرچم ډلې پورې تړلي وو. ګڼ نور کسان بې له کوم جرم نه زنداني شول.
لکه څرنګه چې د امین ظلمونه زیاتېدل، د ګوند دننه ډېرو غړو د هغه د لیرې کولو غوښتنه وکړه. خو امین د نامعلومو، خو پیاوړو بهرنیو ځواکونو له خوا خوندي ساتل کېده. یواځې وروسته له هغې چې امین خپل استاد نور محمد ترهکی وواژه، د هغه بهرني ملاتړو او د رژیم دننه مخالفینو نور ونه شو کولای د هغه اصلي څېره پټه وساتي. کله یې چې ملاتړو ترې ملاتړ واخیست، د هغه د ساتنې شال نور مات شو. شوروي ځواکونو چټک اقدام وکړ، امین یې په څو ساعتونو کې له منځه یووړ او PDPA مشرتابه ته یې د بیا کنټرول زمینه برابره کړه.
کله چې حفیظالله امین له منځه یووړل شو، پراخ توافق موجود و او هغه دا چې باید هغه زیان چې ده دولت ته رسولی و، ژر تر ژره جبران شي. د هغه تر وژل کېدو یوه ورځ وروسته، د زندانونو دروازې پرانیستل شوې، او زرګونه بندیان خوشې او خپل عادي ژوند ته را وګرځیدل. هغه مهال شوروي ځواکونو، چې لا له وړاندې یې د افغانستان مهم ستراتیژیک موقعیتونه نیولي وو، نوي مشرتابه ته بشپړ ملاتړ فراهم کړ. که څه هم دې مرستې تر یوه حده د افغان پوځ بڼه بېرته را جوړوله، خو له بلې خوا یې پاکستان او د هغه لوېدیځ متحدینو ته پلمه جوړه کړه، څو د خپلو خوښې وسلهوالو ډلو ملاتړ لا زیات کړي او هغوی ته پرمختللې وسلې ورکړي. د امین د ظلمونو په اړه ګڼ اسناد او راپورونه لیکل شوي دي. د ترهکي تر ترور وروسته، امین د کورنیو چارو وزارت پر دیوالونو د هغو ۱۳۰۰۰ کسانو نوملړ راځړاوه چې اعدام شوي وو، او هڅه یې وکړه چې ټولې وژنې په ترهکي وتپي. خو دې چل او فریب باندی هیڅوک ونه غولیدل. خلک ښه پوهېدل چې د دغو جرمونو اصلي طراح او مسؤل، پخپله امین و. او دا یوازې د لیست نومونه نه وو—بلکې زرګونه نور بېګناه انسانان هم د امین د وحشت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ب. د اسلام تر نامه لاندې افراطیت
د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې، په افغانستان کې د اخوانالمسلمین (Muslim Brotherhood) پورې تړلو شبکو جوړېدل پیل شو. د دوی له کړنو او ایډیالوژۍ څخه معلومیده چې دا ډلې د ښي اړخي تندلارو افراطي جریان برخه دي. له پیله، دغو ډلو نه کوم واضح لیدلوري وړاندې کړ، نه کوم عملي برنامه. برعکس، هغوی سمدستي د ټولنو د ګډوډولو او امنیت خرابولو هڅې پیل کړې. په ډېرو برخو کې دا ډلې د هغو مذهبي مقاومتي او مخالفو کسانو په څېر وې چې یو قرن وړاندې را څرګندې شوي وې—د عصري ژوند مخالفت یې کاوه، مدني ازادۍ یې ردولې، او افغانې ټولنه یې جهالت ته ټیل وهله. د دوی یو له لومړنیو هدفونو څخه د ښځو ازادي وه. لکه څنګه چې مرحوم حسن کاکړ یادونه کړې، دغه مذهبي افراطیان به د پوهنتونونو مخې ته ولاړ وو او پر هغو ښځو به یې برید کاوه چې د دوی په اند “ناسمې” وې. هغه ښځې چې حجاب یې نه و اغوستی، د تېزابو بریدونو سره مخامخ شوې وي. د دوی د بربریت له امله شاوخوا دوه سوه ښځې له ژورو او مرګونو سوځیدونو سره تر روغتونونو ورسول شوې.
خو تاوتریخوالي بیا هم هلته تر پایه ونه رسید. دغو ډلو هغه پوهان او سیاسي غونډې هم تر هدف لاندې راوستلې چې د دوی له سختدریځ فکر سره همغږې نه وې. سره له دې چې افغانستان پارلمان درلود او د قانوني سیاسي فعالیت لپاره ازادي وه، خو بیا هم دغو ډلو تاوتریخوالی او غیرقانوني لارې غوره کړې. د دوی ډېری فکر د هغو علماوو تر اغېز لاندې و چې د پاکستان له استخباراتي ادارو سره یې نږدې کار کاوه. دې ملایانو به د دیني شعارونو تر نامه لاندې خپلې لاسوهنې توجیه کولې—که هغه په افغانستان کې وه، که په کشمیر، او که د پاکستان دننه پر پښتنو او بلوڅو باندې. په ۱۹۷۲ کال کې، له دغو ډلو څخه یوه، “جمعیت اسلامي”، په پټه توګه خپل موجودیت اعلان کړ. ډېر ژر، له دې ډلې نه بیلې شوي نورې ډلې هم را څرګندې شوې، چې هرې یوې یې ځانته جدا اجنډا لرله. کله چې په ۱۹۷۳ کال کې کودتا وشوه، د جمعیت اسلامي اصلي مشران ونیول شول، او نور ډېر غړي یې پاکستان ته وتښتېدل. هماغلته، د دغو تبعید شویو کسانو په همکارۍ، د محمد داوود خان د جمهوریت پر ضد ګڼې ناکامې دسیسې جوړې شوې.
کله چې د دغو اسلامپالو وسلهوال پاڅونونه او دسیسې ناکامې شوې، ډېرو یې درک کړه چې د افغان ولس پراخ ملاتړ نه لري. له همدې امله نور هم پاکستان ته لاړل، او هلته د دغه هېواد د پوځي استخباراتو تر سیوري لاندې راغلل. له دې وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې، او دا وضعیت په نهایت کې د همدغو افراطیانو په ګټه تمام شو. لکه څنګه چې د دواړو حکومتونو ترمنځ اړیکې خرابېدې، دغو ډلو ته د پاکستان له لوري لا ډېر مشروعیت او نفوذ ورکړل شو. لدې وروسته ډیر ژر، پاکستان د دوی لپاره نظامي روزنیز کمپونه جوړ کړل. زرګونه کسان چټک وروزل شول څو په افغانستان کې جګړه وکړي. کله چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوه، د سړې جګړې ستر قدرتونه هم ښکېل شول. پاکستان، چې له لوېدیځ سره ملګرتیا درلوده، د اپوزیسیون او مخالفو ډلو په ملاتړ کې لا ډېره نړیواله مرسته ترلاسه کړه؛ بلخوا، شوروي اتحاد د افغان حکومت ملاتړ پیاوړی کړ. افغانستان، چې پخوا یې د بېطرفۍ سیاست باندې ویاړ کاوه، ورو-ورو د سیمې ژور کړکېچ ته وغورځید.
کله چې د سردار محمد داوود خان جمهوریت سقوط وکړ، افراطي ډلو ته لا زیات ملاتړ ورکړل شو. د وسلو، پیسو، او سیاسي ملاتړ سیلاب پرې راغی. د دوی تاوتریخوالD ته نوی نوم ورکړل شو: “اسلامي مأموریت”، چې د جهاد تر بیرغ لاندې پر مخ وړل کیده. د دوی بهرنیو ملاتړو—په ځانګړي ډول په عربي نړۍ کې—غوره وبلله چې دا ډلې په کوچنیوو، بېلابېلو برخو وویشي، څو په اسانۍ سره یې اداره او کنټرول کړای شي. شتمنو عربو شیخانو پر دغو ډلو پیسې وبهولې، او ځینې سیمې چې د دوی تر نفوذ لاندې وې، د نړیوالو افراطیانو لپاره خوندي پټنځایونه او روزنیز مرکزونه وګرځېدل.
الجزایري ټولنپوه، محفوظ بنون، په ۱۹۹۶ کال کې خبرداری ورکړ چې دا جنګیالي یوه نړیواله خطرناکه څپه جوړوي. هغه د لاس انجلس ټایمز سره په یوه مرکه کې وویل:
“د دې افراطیانو مرکز په پاکستان کې د افغانستان د جګړې لپاره جوړ شو… او اوس دا ویره الجزائر او نورو هېوادونو ته خپره شوې. ۱۶۰۰۰ عرب جنګیالي چې د افغانستان لپاره وروزل شول، پر یو وژونکي ماشین بدل شویدي.”
تر ۱۹۹۲ کال پورې، راپورونه ښيي چې نږدې ۴۸،۰۰۰ عرب جنګیالیو یا خو په افغانستان کې جګړه کړې وه، یا یې هلته نظامي روزنه ترلاسه کړې وه. کله چې دوی خپلو هېوادونو ته بېرته ستانه شول، د “افغانانو” په نوم یادېدل، او په ډېرو ځایونو کې د افراطي ایډیالوژیو په خپرولو سره په یوه ستره ستونزه بدل شوي وو. په پاکستان کې فعالې اووه ډلې او په ایران کې اته ډلې (چې وروسته د حزبوحدت تر نوم لاندې سره متحدې شوې) یوه ګډه ځانګړنه لرله: د نړۍ په اړه افراطي لید. دا خبره هغه وخت ښه څرګنده شوه کله چې دوی یو بل ونه زغمل. کله چې دوی بېرته افغانستان ته راستانه شول، پر ځای د دې چې سره همکار شي، په خپلو کې یې خونړۍ جګړې کړې، او د دغو نښتو قربانیان بیا عادي افغانان وو چې د منځګړیتوب له امله قربانی شول.
همدغې ګډې افراطیت پالنې دوی له طالبانو سره هم ونښلول. د طالبانو په څیر، دوی هم د خپلو بهرنیو ملاتړو امرونه تعقیبول او افراطي فکرونه یې خپرول. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا جنګیالي نه یوازې په افغانستان کې فعال وو، بلکې مرکزي آسیا ته هم استول کېدل څو هلته ګډوډي خپره کړي. د حزبوحدت مشرانو آن په ویاړ سره اعتراف کړی چې زرګونه افغانان د ایران له خوا د “فاطمیون” لېوا په چوکاټ کې شامل او د سوریې او عراق جګړو ته استول شوي دي. کله چې پاکستان د خپلو نیابتي ډلو او د ایران پلوه ډلې له لارې د افغانستان دولتي بنسټونه او پوځ کمزوری کړ، نو طالبانو ته یې لاره هواره کړه، او هغوی یې د نوې واکمنې ډلې په توګه کابل ته معرفي کړل. طالبانو هلته هغه افراطیت ته دوام ورکړ چې د مخکینیو ډلو له لوري ترویج شوی و، او افراطیت یې بل پړاو ته پورته کړ، او د اعتدالي اسلام اساسي اصول یې له پامه وغورځول. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، نور ډیر عرب او بهرني افراطیان افغانستان کې مېشت شول. سعودي عربستان، په ځانګړي ډول، غوښتل چې خپل مخالفین له هېواده لرې وساتي—نو دا ډول افراطي اشخاص افغانستان کې میشت او افغانستان د دغو مخالفینو لپاره د “ډیران ځای” وګرځېد. طالبانو دغو کسانو ته هرکلی ووایه، او په بدل کې یې له سعودي عربستان او نورو افراطیت پلوه تمویلوونکو څخه مالي مرستې ترلاسه کړې. طالبانو القاعدې ته افغان پوځي اډې وسپارلې، او د دوی کورنیو ته یې سترې اسانتیاوې برابرې کړې. که څه هم طالبانو له دغو معاملو لنډمهاله ګټه واخیسته، خو دا ګټه ډېر ژر د یوه خطرناک بدلون لامل شوه. د سپټمبر ۱۱مې بریدونو، چې د القاعده روزل شوو غړو د افغانستان له خاورې تنظیم کړي وو، هر څه بدل کړل.
دا چې القاعده په افغانستان کې میشت وه، نو امریکا او ناټو پراخ نظامي عملیات پیل کړل، څو هم القاعده او هم طالبان له منځه یوسي. که څه هم طالبان له واکه لرې کړل شول، خو افغانستان هغې سولې او پرمختګ ته و نه رسېد چې ډېری افغانان و ته هیله مند و. برعکس، واک د هغو کسانو لاس ته ولوېد چې له جګړې یې ګټه پورته کړه—جګړهمارو، زورواکو او هغو چارواکو چې له خلکو سره یې هېڅ تړاو نه درلود. دا حالت طالبانو او نورو افراطي ډلو ته یو ځل بیا مساعد چاپېریال برابر کړ، څو ځانونه سره تنظیم کړي او بیا له سره خپل بغاوتګره حرکت پیل کړي. له بهرنیو تمویلوونکو یې مرستې ترلاسه کړې، له ولسي نارضایتۍ څخه یې ګټه پورته کړه، او یو ځل بیا یې پوځي او سیاسي قوت پیدا کړ. وضعیت دومره مخته لاړ چې دا ډلې د امریکا لپاره د خبرو اترو شریکان وګرځېدې. نن ورځ، همدا ډلې هڅه کوي چې خپل افراطي نظریات بېرته پر افغان ټولنه او آن پر نړیوالې ټولنې وتپي.
خواشینوونکې خبره دا ده چې یو ځل بیا د افغانستان د راتلونکي په اړه پریکړې کې له افغان ولس سره هېڅ مشوره ونه شوه. هماغه زړې څېرې، چې پخوا یې افغانستان ته ناورین راوستی و، لا هم د تصمیم نیولو واک لري—خو دا ځل هم د شخصي ګټو لپاره، نه د ملي خیر لپاره. د دوی لپاره، د طالبانو افراطي نظریه او بهرنۍ لاسوهنه یوازې د یوې لوبې برخه ده—یوه لوبه چې قربانیان یې بیا هم افغانان دي.
واک ته د طالبانو بیا راستنیدل او په افغانستان کې د افراطیت پراخېدل
د طالبانو بیا واک ته رسېدل (۲۰۲۱)، نه یوازې په افغانستان کې بلکې د سیمې په کچه هم ژور او ویجاړونکي عواقب درلودل. د دوی بیا راڅرګندېدل افغانستان یو ځل بیا د افراطي ایډیالوژیو د خپرېدو او پیاوړتیا لپاره یوه ګټوره زمینه وګرځوله. که څه هم د دوی بیرته راتګ سمدستي اغېزې درلودې، خو د دې بحران اوږدمهاله پایلې ښايي کلونه نور هم دوام ومومي. شاید تر ټولو اندېښمنوونکې پایله دا وي چې د طالبانو دوهم ځل واک ته رسېدو سره، د افراطي خوځښتونو تحرک—که فکري وي او که عملي—شدید چټکوالی موندلی دی.
طالبانو، له واک ترلاسه کولو سره، نه یوازې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ بڼې بیا راژوندۍ کړې، بلکې له یو شمېر افراطي ډلو سره یې خپلې اړیکې نورې هم پیاوړې کړې. دغه ډلې اوس د هېواد په ټولو برخو کې فعالې دي، او د استخدام او تبلیغاتو مرکزونه یې جوړ کړي، چې د ایډیالوژیکې روزنې تر څنګ، نظامي روزنه هم برابروي. دغه جوړښت دوهګونې موخې لري: یو، د طالبانو د واک ټینګښت؛ او بل، د هغو احتمالي ګواښونو پر وړاندې چمتووالی، چې کېدای شي په راتلونکي کې د دوی واک ته خطر جوړ کړي. که څه هم افراطیت په افغانستان کې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې ژورې ریښې لري، خو د طالبانو د بیا واکمنۍ سره دا افراطیت اوس په بېسابقه ډول بنسټیز، او منظم شوی دی. نن ورځ افغانستان د افراطي ایډیالوژیو د نړیوالې شبکې یوه مهمه کړۍ ګرځېدلې ده. هم دولتي او هم غیر دولتي فضاوې—له دیني مؤسسو نیولې تر قومي او ټولنیزو جوړښتونو پورې—د افراطي فکر له ژور نفوذ سره مخ دي. د دې پایله دا ده چې افراطیت د افغانانو د ژوند تقریبآ هرې برخې ته ننووتی دی.
په افغانستان کې د افراطیت دوه عمده ماډلونه لا هم پر ټولو لیدونو او افکارو حاکم دي: یو، د دیني بنیادپالنې سخت دریځانه تفسیر چې له منشا یې له اسلام څخه سخت دریځانه تعبیر دی؛ او بل، د قومي برترۍ پر بنسټ جوړ شوی تعصب، چې له د محرومیت پر بنیاد له هویتمحوره سیاست سره تړاو لري. دا دواړه یوځای داسې یو چاپېریال رامنځته کوي، چې اعتداله او منځلاره غږونه ورځ تر بلې حاشیې ته ټیل وهي. په تېرو کلونو کې، دین تل د قدرتطلبو ډلو له خوا د کنټرول وسیله ګرځېدلې ده. د طالبانو په څېر ډلو د دیني افراطیت کارونه د حکومتولۍ د آلې په توګه تر کماله رسولي دي، ځکه هغوی دا درک کړې چې د خپل رژیم بقا هغه وخت تضمینېدای شي چې افراطي ایډیالوژي د ټولنې ټولو سطحو ته ننوځي. اوسني راپورونه دا بحران لا ژور ښيي. لانګ وار ژورنال د القاعدې د اوسني مشر، سیفالعدل، له خوا یو لیک چاپ کړی، چې پکې نوموړی د القاعده له اړوندو ډلو غواړي چې افغانستان ته کډه شي، د طالبانو له ماډله زده کړه وکړي، او په اصطلاح “نړیوال جهاد” لړۍ ته دوام ورکړي. دا یوازې یو جلا پېښه نه ده. د ملګرو ملتونو امنیت شورا لا له وړاندې دا تأیید کړې چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د القاعده اډې موجودې دي. ورسره، راپورونه دا هم ښيي چې طالبان له یو شمېر نړیوالو تندروه ډلو لکه د تاجکستان “انصارالله” او د ازبکستان “اسلامي تحریک” سره فعاله همکاري لري. باور دا دی چې دغه ډلې د افغانستان پر خاوره روزنه ترلاسه کوي، څو وروسته خپلو سیمو کې بغاوت پیل کړي.
په ورته وخت کې، سلفي ډلې هم په شدت سره خپل نفوذ پراخوي. دغه ډلې، چې له طالبانو سره د پټو اړیکو ملاتړ هم لري، د دیني مدرسو او ښوونیزو بنسټونو کنټرول تر لاسه کړی دی. د دوی رول د مذهبي تعصب او فرقهيي کرکې په زیاتولو کې مستند شوی دی. دوی د ښوونې، تبلیغ او روزنې له لارې دا پیغام ورکوي چې تاوتریخوالی د ایډیالوژیک نفوذ پراخولو یوه مشروع وسیله ده. د طالبانو په څېر ډلې، چې واکمني یې نازکه او له ګواښ سره مخ ده، دا افراطي ایډیالوژي نوره هم د یو ستراتیژیک ضرورت په توګه ګڼي، نه د یوه خطر په توګه. دا حالت د افغانستان د ټولنیز جوړښت لپاره خطرناکې پایلې لري. تر هغو چې افراطي ډلې د طالبانو تر سیوري لاندې خوندي پاتې وي، د تنوع، زغم، او فکري روڼتیا راتلونکې به یا ډېره کمزوري وي او یا به هم په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.
د طالبانو د ایډیالوژیکې پروژې یو اساسي ستن د افغانستان پر تعلیمي بنسټونو بشپړ واک دی. اټکل کېږي چې اوس مهال له ۲۱،۰۰۰ زیاتې ديني مدرسې په افغانستان کې فعالې دي—او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغو مدرسو شمېر په چټکۍ سره ډېر شوی دی. هر کال میلیونونه ماشومان—هلکان او نجونې—د افراطي فکرونو د تلقین ښکار کېږي. که دا لړۍ همداسې دوام ومومي، افغانستان ښايي د نړیوال افراطیت یوه لویه سرچینه شي، چې بهرنۍ او سیمهييزې امنیتي ستونزې به ورسره مل وي. د طالبانو له لوري د ملي تعلیمي نصاب بیاکتنه یوازې د پالیسۍ بدلون نه دی، بلکې دا یوه سنجیده ستراتیژي ده چې موخه یې د سخت دریځۍ بنسټیز او رسمي کول دي. د ښوونې او روزنې دننه د “طالبانيکېدو” دا پروسه ښآیي د افغانستان پر اوږدمهاله پرمختګ ډېر ژور منفي اغېز ولري. طالبانو د انتقادي فکر منلو پر ځای ایډیالوژیکي سخت دریځۍ ته مخه کړیده، او دا کار د فکري ودې او روښانتیا لپاره هر فرصت له منځه وړي. دوی په دې ښه پوهېږي چې یو باخبره، لوستی او فکري نسل به د دوی واک ته یو ستر ګواښ پېښ کړي. له همدې امله، طالبانو په پراخه کچه پانګونه کړې څو افراطي فکرونه تولید، خپاره او پیاوړي کړي—او دا یې د قدرت د ټینګښت وسیله ګرځولې ده.
په همدې چوکاټ کې، د افغانستان پوهنتونونه هم د طالبانو له خوا تر نفوذ لاندې راغلي دي. هغه ځایونه چې یو وخت د علم، فکر او بحث مرکزونه بلل کېدل، اوس د دیني تلقینځایونو بڼه غوره کړې. نصابونه نور نه د علمي ودې هڅوونکي دي، او نه هم پر تحلیلي فکر متمرکز پاتې دي. پر ځای یې، زړې او سخت دریځانه نظرونه خپرېږي، او نړۍ یې په دوه مخالفو جبهاتو یعنی “اسلامي نړۍ” او “د کفر نړۍ” باندې وېشلې ده. افغان ماشومان له کوچنیوالي دا زده کوي چې معاصريت، تخنیکي پرمختګ او له نړۍ سره تعامل مردود دي. دوی ته دا ذهنیت ورکول کېږي چې نړۍ ته باید د شک او دښمنۍ له عینکو وګوري. دا ډول تعلیمي پالیسي یوازې ایډیالوژیک هدف نه لري؛ دا د ټولنې د انزوا، تجرید او تنوع د لهمنځه وړلو یوه فعاله لاره ده. نن زرګونه داسې کیسې شته چې افغان ځوانان، د کلونو افراطي زدهکړو له امله، د عصري ژوند ارزښتونه، عادتونه، او ارمانونه ردوي. دا حالات تصادفي نه دي، بلکې د طالبانو د سنجیده هڅې پایله ده—یو دوامداره کوښښ څو د نړۍ په اړه یو افراطي لید او فکر په نسلونو کې ژور او خپور کړي.
په پای کې، که چیرې د طالبانو تر واک لاندې افراطي تلقین دوام ومومي، نو افغانستان به لا پسې شاته ولاړ شي، او دا به د هیواد د وروستهپاتې کېدو لړۍ لا نوره ژوره کړي. د دې هر څه باوجود، لا هم یوه مهمه او حیاتي موقع شته ده، څوو د بدیلو هڅو له لارې د افراطیت دا بهیر ودرول شي. اوس اړتیا ده چې د روښانتیا، مدني مشارکت، او د ښوونې او روزنې د اصلاح لپاره ستراتیژیکې پانګونې وشي. د مدني ټولنې بنسټونه، رسنیز مرکزونه، ښوونکي او ټولنیز فعالین یو تاریخي مسؤلیت لري: دا چې د افراطي افسانو پر وړاندې ودرېږي او د تنوع، زغم او انتقادي فکر ملاتړ وکړي.
د افغانستان راتلونکې په دې پورې تړلې ده چې آیا دا روان افراطي دور باطلېږي او که نه؟ او دا چې آیا د اعتدال او پرمختګ غږونه هغه فضا ترلاسه کولی شي چې پکې وده وکړي او اغېزمن شي؟