د نږدې پنځه لسیزې بېثباتۍ، بهرنۍ لاسوهنې، او کورنۍ جګړې وروسته بالاخره هغه څه پیښ شول چې ډېرو خلک ناممکن باله: په ۲۰۲۱ کال کې د افغان حکومت سقوط او د طالبانو بېرته راتګ. د نړۍ لپاره دا یوه حیرانوونکې او له باوره لرې خبره و، خو د افغانانو لپاره دا یوازې د یوې اوږدې او دردناکې سلسلې او تاریخ یو بل فصل و — داسې دورې چې له بهرني رژیمونو، ناکامو مداخلې، او ناتطبیق شويوو ژمنو نه ډکې دي. د افغانستان معاصر تاریخ د داسې پېښو څخه ډک دی چې یو بل منعکس کوي — بهرني یرغلونه، ایډیالوژیکي تجربې، او کورنۍ سیالیوو نه یوازې د دولت بنسټونه بدل کړي، بلکې د خلکو پر رواني حالت یې هم ژور اغېز کړی دی. د دې اوږدمهاله بېثباتۍ ریښې د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر د شوروي یرغل پورې رسیږي، خو تر هغې وړاندې هم د جګړې تخمونه کرل شوي وو.
له شاهي نظامه تر کودتا: د شوروي یرغل په لور
په ۱۹۷۳ کال کې، کله چې پاچا ظاهر شاه د درملنې لپاره ایټالیا ته لاړ، د هغه وراره او پخوانی صدراعظم محمد داوود خان یوه بېوینې یا سپینه کودتا وکړه، شاهي نظام یې لغوه کړ او جمهوري نظام یې اعلان کړ. خو د داوود لیدلوری له تضادونو خالي نه و — د هغه ملتپاله او عصريت هڅې د چپ اړخو، په ځانګړي ډول د افغانستان د خلق دیموکرات ګوند (PDPA) له سخت دریځه ډلو سره ټکر وکړ. دا ایډیالوژیک ټکر بالاخره د هغه د مرګ لامل شو. په ۱۹۷۸ کال کې، خلق ګوند د پوځ په ملاتړ قدرت ونیوه — چې دا پیښه د ثور انقلاب په نامه پېژندل کېږي — اویو چټک پراختیايي او عصري کولو بهیر یې پیل کړ، چې د پخوانیو پاچاهانو (د ظاهر شاه او امان الله خان په څېر پاچاهانو) له اصلاحاتو څخه هم ډېر ژور او چټک و. که څه هم دې کمونیستانو د یو عصري دولت تصور درلود، خو هغوی د افغان ټولنې له ژور مذهبي او ټولنیز جوړښت څخه بې خبره و. د ځمکو اصلاحات، سیکولر تعلیم، او ستر دولتي بدلونونه، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې، د خلکو د کرکې سبب شول. هغه څه چې خلق ګوند پرمختګ باله، ډېرو افغانانو ته د دودونو او ارزښتونو پر ضد یرغل ښکارېده. دې داخلي نارضایتي د بهرنیو لاسوهنو لپاره یو مناسب فرصت برابر کړ، څو روانه جګړه د خپلو ګټو لپاره ور وڅرخوي.

د ۱۹۸۰ لسیزې پر مهال، افغان مهاجرین له جګړې څخه د تیښتې لپاره پیښور، پاکستان ته د اوښتو پر مهال. اې پي فوټو
افغانستان د سړې جګړې ډګر: ایمان د کمونیزم پر وړاندې
په ۱۹۷۹ کال کې، شوروي اتحاد د خلق ګوند د لړزیدلي رژيم د ملاتړ په موخه پر افغانستان یرغل وکړ، څو خپل ایډیالوژیک نفوذ وساتي. متحده ایالاتو، چې لا هم د ویتنام د جګړې له زخمونو کړیده، د نیابتي جګړې لار خپله کړه او راټوکېدونکې مقاومت جبهې — مجاهدینو — ته یې وسلې او منابع برابرې کړې. خو دا یوازې یو جیوپولیتیک شطرنج نه و. امریکا خپل ملاتړ یوازې د ستراتیژیکو دلیلونو له مخې نه، بلکې د مذهبي او مدنیت ژبې له لارې هم توجیه کړ. زبیګنیف برژینسکي، چې د ولسمشر کارټر د ملي امنیت سلاکار و، له مجاهدینو سره ولیدل او یوه مشهوره خبره یې وکړه:
“موږ ستاسو پر ژور ایمان باور لرو او ډاډه یو چې ستاسو مبارزه به بریالۍ وي… ستاسو لاره حقه ده او خدای ستاسو په طرف دی.”
دا بیان یوازې یو دیپلوماتیک شعار نه و — دې د امریکا کمونیزم ضد دریځ او د مجاهدینو د مذهبي جذبې ترمنځ یو ډول ایډیالوژیک اتحاد ته اشاره کوله. همدغه شېبه د هغه څه پیل و چې وروسته د لوېدیځ لپاره په یو ستر سرخوږي بدل شو: د کمونیزم پر وړاندې د یوې متقابلې ایډیالوژۍ په توګه د جهاد کارول. په هماغه وخت کې، په واشنګټن کې ډېرو لږو خلکو دا اټکل کولای شو چې همدغه شبکې به وروسته په فراملي وسلوالو ډلو واوړي، چې هدفونه به یې د افغان جګړې له پولې ډېر هاخوا وي.

۱۹۸۰ لسیزه، د شوروي پوځیانو کاروانونه په افغانستان کې د تحرک په حال کې. جورجی نادژدین، گیتی امیجیز
د نیابتي سیاستونو سیوری: له کارمله تر نجیبه
په ۱۹۸۰ کال کې د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د واکمن په توګه د ببرک کارمل ټاکنه یوه ښکاره نښه وه چې افغانستان د سړې جګړې په نړیوال ډګر کې یو فعال جنګي میدان ګرځېدلی و. د حفیظالله امین لېرې کول او اعدام — چې ځینو بېواکه یا حتی لوېدیځ ملاتړی باله — مسکو ته دا زمینه برابره کړه چې یو وفادار او د باور وړ کس واک ته ورسوي. خو وفادارۍ، مشروعیت نه شو تضمینولای. که څه هم کارمل له خپلو پخوانیو رهبرانو ډېر باوقاره او د خبرو اترو وړ شخصیت و، خو هېڅکله یې د افغان ولس باور و نه ګاټه. سره له دې چې د سور پوځ بشپړ ملاتړ ورسره و، د هغه حکومت په یوه وخت کې له درېیو لورو له ګواښ سره مخ و: لوېدیځ بلاک، اسلامي ډلې، او کله ناکله د ختیځ بلاک مرورې څېرې. د بغاوت په ځپلو کې د کارمل پاتې راتلل د مارکسیستي اصلاحاتو او د افغاني ټولنې د واقعي جوړښت ترمنځ ژور واټن څرګند کړ. شورويسټایل عصريکول، چې اکثره وختونه پرته له بدلون څخه له شوروي نه کاپي کېدل، د افغانستان له قبیلوي، مذهبي او کلیوال جوړښتونو سره سخت ټکر درلود. په ورته وخت کې، متحده ایالات، سعودي عربستان، او پاکستان خاموش ناظران نه وو. دوی له دې ګډوډۍ ګټه واخیسته او افغانستان یې د نیابتي جګړو د تجربې په ډګر تبدیل کړ. د امریکا د CIA له خوا نظامي مرسته، د سعودي عربستان پیسې چې د پاکستان د ISI له لارې توزیع کیدلې، او له دې سره مل جهادي مشروعیت مجاهدین په یوه ایډیالوژیکه وسلهواله ځواک بدل کړل. په ۱۹۸۶ کال کې د سټینګر توغندیو د د جګړې توازن بدل کړ او د شوروي هوايي برتري یې له منځه یووړه. خو تر ټولو دوامداره صادر شوی شی ایډیالوژي وه: د جهاد مشروعیت، چې د کمونیزم پر وړاندې د نړیوال مقاومت په توګه تعبیر شو. په ۱۹۸۳ کال کې، ولسمشر رونالډ ریګن په سپینه ماڼۍ کې د مجاهدینو هرکلی وکړ او هغوی یې “د امریکا د بنسټایښودونکو اخلاقي معادل” وبلل. دا ګام که څه هم د سړې جګړې له ارزښتونو سره سم و، خو د مقاومت او افراطیت ترمنځ توپیر یې ګډوډ او له منځه یوړ. په همدې موده کې، یو بهرنی مجاهد، اسامه بن لادن، چې یې لا پوره شهرت نه درلود هم د دې جګړې برخه وګرځید. هغه څه چې د سړې جګړې یو ستراتیژیک اتحاد و، دوه لسیزې وروسته د نړیوال امنیت او ترهګرۍ بڼه داسې بدله کړه چې نړۍ یې تر ننه له اغېزې کړیږي.

رییسجمهور ریګن له افغان مجاهدینو سره د لیدو او د شوروي ظلمونو لکه د ۱۹۸۲ کال د لوګر د ۱۰۵ کسانو قتلعام په اړه د خبرو پر مهال. د ریګن جمهوري ریاست کتابخانه
نجیبالله: د یو متحد او عصري دولت په لور وروستۍ هڅه
د ببرک کارمل له سقوط وروسته، ډاکټر محمد نجیبالله واک ته ورسېد — یوه داسې څېره چې هم پیچده وه او هم لانجمنه. یو کلک کمونیست او د افغان استخباراتو (خاد) مشر، چې د سختدریځه او ظالمانه چلند له امله مشهور و، نجیبالله وروسته “د کابل قصاب” ونومول شو. خو له بلې خوا دا هم یو واقعیت دی چې هغه د افغانستان د یو موټي دولت د جوړېدو لپاره وروستی مشر و چې یو روښانه لید یې درلود. د خاد مشر په توګه، د هغه دوره د شکنجې، له غیرقانوني وژنو، او سیاسي سرکوبۍ له پېښو ډکه وه. د پلچرخي پولیګون په څیر ځایونه د دولت د ظلم مرکزونه وګڼل شول. هغه د داسې تکتیکونو له امله بدنامه شو، خو دا ټکی ډېری وخت له پامه غورځول کېږي چې نوموړي هممهاله د فساد، کورني انډوخر، او مذهبي افراطیت زیاتېدو پر ضد مبارزه هم پیل کړې وه. نجیبالله د پاکستان تر ملاتړ لاندې د یاغیانو خطر په اړه ژور درک درلود او د مبارزې لپاره یې هم پوځي اقدامات وکړل او هم یې د دولت جوړونې هڅې وکړې. د هغه “ملي پخلاينې” پروژه، چې د ولسمشرۍ وروستیو کلونو کې پیل شوه، ښايي د افغانستان د ویشل شوي سیاسي ډګر د یووالي تر ټولو رښتیني هڅه وه. خو هغه وخت تر ډیره ناوخته شوې وه. مجاهدین نور یواځې یاغیان نه وو — هغوی داسې بریالي ځواکونه وو چې د بهرنیو ملاتړو په مټ پیاوړي شوي او ایډیالوژیک تعهد یې دومره ژور و چې د سیاسي جوړجاړي منل ورته ناشوني ښکاره کېدل. نجیبالله دا حقیقت هم درک کړی و چې ډېرو نه غوښتل وایې وري: افغانستان پرته له یو قوي مرکزي حکومت نه شي ژوندي پاتې کېدلی. د هغه د ملي یووالي غږ، چې د رضا شاه په ایران او د اتاترک په ترکیه کې د دولت جوړونې له تاریخي تجربو سره ورته والی درلود، یوه هڅه وه چې له قبیلوي تجزیې او بهرني مداخلې څخه راوتلی هېواد یو موټی کړي. خو افغانستان د بریا لپاره اساسي شرایط نه لرل — لکه قانوني او بنسټیز یووالی یا انسجام، اقتصادي خپلواکي، او یو وفادار ملي پوځ. تر ټولو مهمه دا چې دې هېواد هغه سیاسي فضا نه لرله څو اختلافات د سیاسي جوړجاړي له لارې، نه د تاوتریخوالي له لارې، حل کړي.
یو بېمرکزه ملت
تر ۱۹۸۷ کال پورې، افغانستان له یوې لسیزې ډېره موده کې څلور کودتاګانې تجربه کړې وې. د قدرت داسې نظامې لیږد د افغان دولت نازکوالي او کمزورۍ ته اشاره کوي. د فعالو مدني ټولنو او دموکراتیکو بنسټونو نهشتون، په دې معنی چې واک د خلکو د رایې یا اساسي قانون پر بنسټ نه، بلکې د اشخاصو، ډلو، او بهرني نفوذ پر محور څرخيده. د دې دورې په پایله کې یو داسې هېواد پاتې شو چې حاکمیت یې یوازې په نوم پاتې و، او اتباع یې د بهرنیو اجنډاوو او داخلي وېش ترمنځ ګیر پاتې شول. په همدې موده کې چې کوم تخمونه وکرل شول — د بهرنیو قوتونو له خوا د افراطیت مشروعیت، د سیاستونو نظاميکول، او د حکومتدارۍ قومي کول — دا ټول بیا وروسته په هغو جګړو واوښتل چې تر نن ورځې افغانستان ورڅخه ځوریږي. حتی نن، کله چې شنونکي د ۲۰۲۱ کال د جمهوریت سقوط او د طالبانو بېرته راتګ ته ګوري، باید دا هېر نه کړو چې دا ناڅاپي پېښې نه وې، بلکې د اوږدې او دوامدارې دورې وروستي فصلونه وو — یوه داسې لړۍ چې ډېره برخه یې د ۱۹۸۰مو کلونو د تصمیمونو زېږنده وه. د افغانستان مبارزه یوازې د جګړې نه، بلکې د هویت مبارزه ده: څوک دا ملت تعریفوي؟ او د چا لپاره؟
د جینوا تړونونه او د سولې خیال: ۱۹۸۸–۱۹۸۹
په اپرېل ۱۹۸۸ کې، د افغانستان، شوروي اتحاد، متحده ایالاتو او پاکستان تر منځ د جینوا د سولې تړونونه د یوه مهم دیپلوماټیک پرمختګ په توګه معرفي شول. د دې تړونونه له امله د شوروي ځواکونو د وتلو رسمي اعلان وشو، چې دا کار د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ تر ۱۵مې بشپړ شو، او دا د شاوخوا لس کلن یرغل پای و. د ډېرو نړیوالو کتونکو لپاره، دا د سیمې د سړې جګړې د کړکېچونو یو سمبولیک پای و. خو د افغانانو لپاره، دا یوازې د لا ژور وېش پیل و. که څه هم د ډاکټر نجیبالله “ملي پخلاينې” تګلارې موخه دا وه څو قومي، سیاسي او مذهبي ډلې د یو ملي هویت تر چتر لاندې راټولې شي، خو هغه ځواکونه چې د هغه په مقابل کې ولاړ وو — دننه او بهر دواړه — خورا پیاوړي او پخپلو موخو کې هوډمن وو. مجاهدین، که څه هم له یو بل سره وېشل شوي وو، خو وسلوال او له بهرنیو ملاتړو لکه پاکستان او سعودي عربستان سره تړلي وو. د دوی لپاره پخلاينه سیاسي جوړجاړی نه، بلکې ماتې وه. د شوروي له وتلو وروسته، که څه هم د نجیبالله حکومت منزوي و، خو لا هم یې مقاومت کاوه. دا یوه له لاسه ورکړل شوې موقع وه څو خبرې اترې وشي، په ځانګړي ډول ځکه چې نجیبالله پر لهپسې خبرداری ورکاوه چې له همغږۍ پرته د واک انتقال به خونړۍ پایلې ولري. د هغه دا وینا — “که قدرت یوه داسې حکومت ته انتقال نه شي چې د ټولو افغانانو لخوا ومنل شي، نو قتلعام به رامنځته شي” — یوازې یوه تشه بیانیه نه وه، بلکې د افغانستان د ویشل شوي سیاسي وضعیت یوه دقیقه، روڼ انده ارزونه وه. خو نړۍ دا خبرداری له پامه وغورځاوه.

د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۷مه، د شوروي پوځ یو کاروان له کابل نه حیرتان ته روانېږي، څو افغانستان پرېږدي. اې پي فوټو
د شوروي له وتلو وروسته خلا او د کورنۍ جګړې ژوروالی
کله چې په ۱۹۹۱ کال کې شوروي اتحاد ړنګ شو، د ډاکټر نجیبالله حکومت خپل وروستی بهرنی ملاتړی له لاسه ورکړ. تر ۱۹۹۲ کال پورې، نجیبالله هڅه وکړه چې له هېواده ووځي، خو د جنرال دوستم ځواکونو یې مخه ونیوله، او نوموړي د کابل په ملګرو ملتونو کمپ کې پناه واخیسته، چیرې چې هغه تر ۱۹۹۶ کال پورې پاتې شو، او په نهایت کې په بې رحمانه توګه ووژل شو. مجاهدین، چې د بریا په نشه کې ډوب و او د یو مشترک لید له نشتوالي سره مخ وو، کابل ته ننوتل — خو ډېر ژر یې وسله یو پر بل راواړوله. هغه څه چې باید ازادي وای، په یوې ویجاړوونکې کورنۍ جګړه بدله شوه. کابل، چې د شوروي د یرغل پرمهال تر ډېره سالم پاتې و، په کنډوالو بدل شو. یوازې په کابل کې له ۵۰،۰۰۰ زیات ملکي وګړي ووژل شول. کلتوري آثار چور او له منځه یووړل شول، او د افغان ملتـدولت مفکوره له بنسټه وښویېده. د ګلبدین حکمتیار راپورته کېدل — هغه کس چې لوېدیځ او پاکستان وسلهوال کړی و — د کابل ویجاړي لا چټکه کړه. د هغه راکټي بریدونو دا ښکاره کړه چې د کمونیزم له سقوط وروسته دور به نه دیموکراسي وي، نه سوله، بلکې د ملیشو سیاست، قومي سیالي، او بهرنۍ لاسوهنې.
د طالبانو راتګ: له حاشیې تر واکه
په دې ګډوډۍ کې، طالبان د کندهار له خوا راپورته شول — هغه ډله چې ډېری غړي یې د افغان او پاکستاني مدرسو زدهکوونکي وو، او ډېرو یې د مجاهدینو په لیکو کې پیاده سرتېري پاتې شوي وو. هغوی د نظم او عدالت ژمنه وکړه، او ژر یې د جګړې ستړي ولس لهخوا پراخ ملاتړ وموند، یو ولس چې له کلونو ګډوډۍ وروسته د ثبات تږي و. تر ۱۹۹۶ کال پورې، طالبانو کابل ونیوه او د شریعت یوه سختدریځانه تعبیر تطبیق یې پیل کړ. د دوی ظلم یوازې فزیکي نه و، بلکې ژور سمبولیک بُعد یې هم درلود: هغوی نجیبالله او د هغه ورور په عام محضر کې په وحشیانه ډول اعدام کړل او مړي یې د آریانا څلور لارې کې راځوړند کړل. دا د طالبانو هغه پیغام و چې د جمهوري نظام مرګ او د یوه نوي دینيـاستبدادي رژیم پیل اعلانوي. خو هغه څه چې اکثره یې له پامه غورځي، دا ده چې دا “نوی نظم” طبیعي یا اصلاً افغاني نه و. طالبان د پاکستان د استخباراتو، پوځ، او سیاسي ادارو لهخوا روزل شوي، او سمبال شوي و او د هغوی له مشورو سره سم مخته تللي وو. هغوی داسې ډلې وې چې د کورني ناجي په بڼه یې ځانونه معرفي کړل، خو په حقیقت کې د بهرنیو اجنډاوو استازي وو. د دوی ظهور نه یوازې د واک بدلون و، بلکې د افغانستان د عصري نړیوالې ټولنې څخه د تدریجي انزوا پیل هم و.

یوه افغانه ښځه چې په چادرې کې پټه ده له یو کوچني هلک سره په خره سپره ده. د طالبانو په وخت کې، ښځو ته اجازه نه وه چې یوازې له کوره ووځي؛ باید سر تر پښو په چادري کې له محرم سره ووځي.
د ۹/۱۱ بریدونو وړاندې دوره: دولتي ترور او نړیواله بېپروايي
د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ تر منځ، د طالبانو رژیم خپل واک ټینګ کړ. نجونې له ښوونځیو منع شوې، ښځې له عامه ژوند نه ورکې شوې، او عامه اعدامونه، درېوهل، او د غړو پرېکول د ژوند یوه عادي چاره وګرځېده. افغانستان د نړیوالو جهاديګروپونو لپاره په یو خوندي پناهځای بدل شو. یوازې درې هېوادونو — پاکستان، سعودي عربستان، او متحده عربي امارات — د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده. دا محدود رسمیت د مشروعو دیپلوماتیکو اړیکو پایله نه وه، بلکې د جیوپولیتیکي پام څرګند انعکاس و. په ۱۹۹۸ کال کې، د القاعدې له خوا د امریکا پر سفارتونو (په کینیا او تانزانیا کې) د بمي بریدونو په غبرګون کې، امریکا په خوست کې د توغندیو بریدونه وکړل. خو دې بریدونو د طالبانو او نړیوالو جهادي شبکو تر منځ ژورې اړیکې ماتې نشوې کړالای. په ۱۹۹۹ کال کې، د ملګرو ملتونو په ګډون، نړیوالې ټولنې پر طالبانو بندیزونه ولګول، خو طالبان بیا هم سرغړونکي پاتې شول. په ۲۰۰۱ کال کې، د بامیانو د بودا مجسمو له منځه وړلو — سره له دې چې نړیوالو یې مخالفت کاوه — دا څرګنده کړه چې طالبان نه یوازې له عصري نړۍ سره نه جوړېږي، بلکې د فرهنګي میراث او تنوع پر وړاندې ښکاره دښمني لري. طالبانو یواځې افغانستان نه اداره کاوه، بلکې هغوی دا هېواد په یوه تنگ، حذفوونکي، او جګړهپاله تعریف کې را ایساروه.

طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې د بامیانو د بودا لویې مجسمې لهمنځه یوړې. دوی ویل چې دا مجسمې د بتپرستۍ نښې وې او باید لهمنځه لاړې شي.

۱۹۹۶ کال د خزان موسم، وروسته له هغه چې ښار یې له مجاهدینو ونیوه، طالبان د کابل په ارګ کې د لمونځ لپاره چمتو کېږي.
د مسعود ترور او د ۹/۱۱ بریدونو ته نږدې کیدونکي شېبې
په داسې حال کې چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې روان و، احمد شاه مسعود — د شمالي اتحاد مشر — له هغو لږو ملي شخصیتونو څخه و چې د طالبانو پر ضد یې مقاومت کاوه. په ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۹مه، یوازې دوه ورځې مخکې له دې چې د ۹/۱۱ بریدونه وشي، د القاعدې دوو ځانمرګو بریدګرو چې ځانونه یې خبریالان معرفی کړي وو، احمد شاه مسعود په یوه انتحاري برید کې وواژه. د هغه ترور د القاعده او طالبانو لپاره لار پرانیسته، څو لا همغږي شي، او هغه یوازینۍ ملي څېره له منځه لاړه چې ممکن د افراطیت پر ضد یې د افغانانو یووالی رامنځته کړی وای.
له افغان بحرانه تر نړیوال افته: ۹/۱۱ بریدونه او د امریکا غبرګون
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې بریدونو نه یوازې د امریکا، بلکې د ټولې نړۍ اړیکې له افغانستان سره له سره تعریف کړې. د القاعدې بریدونو دا وښودله چې د کلونو ستراتیژیکه بېپروايي، لنډمهاله اتحادونه، او د ایډیالوژیو صادرول څه ناورینونه نشي زېږولای. د طالبانو له خوا د اسامه بن لادن نه سپارل د امریکا د “تلپاتې آزادۍ عملیات” پیل ته لاره پرانسته، چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه پیل شول. په څو اونیو کې، د طالبانو رژیم سقوط وکړ. د شمالي اتحاد ځواکونو، چې هغه مهال د امریکا د هوايي ځواک او ځانګړو ځواکونو له ملاتړه برخمن وو، کابل ونیوه. د بن د تړون له مخې، یو موقت حکومت د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې جوړ شو. خو دا نوی حکومت له پیله له ستونزو سره مخ و. ډېری کسان چې واک ته ورسول شول، پخواني جنګسالاران وو، هغه کسان چې ماضي یې له وینو سره خړوبه وه. دوی د مشروعیت له مخې نه، بلکې د سیاسي سهولیت له مخې بېرته واک ته راوستل شول. دا یو ځل بیا د یوې داسې دورې پیل و، چې بیا بیا به تکرارېږي: لنډمهاله ثبات، چې پر کمزورو بنسټونو ولاړ وي.

یو امریکايي سرتېری، د هاوان پرسونل لخوا د وژل شویو کسانو شمېر پر یوه ډبره لیکي. دا کار د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۹مه د شیرخانخېل، مرزک او بوبلکیل کلیو ته نږدې شوی. رویټرز، پول، جویدل
د دموکراسۍ خیال او د سیوریو بیا راټوکېدل : ۲۰۰۴–۲۰۲۱
د ۲۰۰۴ کال ولسمشریزې ټاکنې د نړیوالو لخوا په افغانستان کې د دموکراتیک سفر یو تاریخي ګام وبلل شو. حامد کرزی، چې یوه مهال د یووالي سمبول او د نړیوال ملاتړ لرونکی و، له موقتي ولسمشرۍ څخه منتخب ولسمشر شو. خو د دې بهیر تر شا درزونه لا له وړاندې څرګندېدل. تر ۲۰۰۵ پورې، چې پارلمان بیا پرانیستل شو، دا بنسټ له اصلاحطلبو استازو نه، بلکې له جنګسالارانو، حزبي مشرانو او د قدرت د پخوانیو منځګړو ډک و—یوه نوې جامه، خو له زړو پېژندګلویو سره. هغه څه چې د دموکراسۍ په نوم وړاندې کېدل، په حقیقت کې د ملیشو د دورې د واکمنۍ بیا مشروع کول و — دا ځل د مرمیو پر ځای د رایو د صندوقونو له لارې. هغه اشخاص چې پخوا یې افغانستان ټوټه کړی و، اوس ورته رسمي څوکۍ، واک، او خوندیتوب ورکړل شو، او دا حالت د داسې یو نخبهمحوره سیاست زمینه برابره کړه چې له ولس څخه جلا و.
د طالبانو بېرته راتګ او د ناټو ستراتیژیکه ناکامي: ۲۰۰۶–۲۰۱۴
تر ۲۰۰۶ کال پورې، طالبانو لا دمخه د افغانستان په جنوب کې خاوره بېرته نیولې وه. هغه باور چې جګړه ګټل شوې، ډېر ژر ناسم ثابت شو. د ناټو ISAF ځواکونه د امریکا له خوا د افغانستان په جنوب کې د امنیت مسؤلیت اخیستو ته وروبلل شول، او دا ماموریت د ناټو د چارواکو له خوا د تاریخ تر ټولو سختو عملیاتو له ډلې وګڼل شو. لوېدیځ په بېلابېلو ستراتیژیو کې بوخت و، خو طالبانو خپل ځانونه په کلیوالو شبکو کې دننه ځای پر ځای او ټینګ کړل، د خلکو له نارضایتیوو یې ناوړه ګټه پورته کړه، او نه یوازې د یوې وسلهوالې ډلې بلکې د یو پراخ تبليغاتي ماشین په بڼه هم راڅرګند شول. د دې په غبرګون کې، د عسکرو شمېر زیات شو — په ځانګړې توګه د ولسمشر اوباما تر مشرۍ لاندې، چې د ۲۰۱۱ کال د وتلو ژمنه یې هم وکړه. خو عملي پایله دا وه چې د اوباما د دورې د ځواکونو زیاتوالي افغانستان بهرنیو ځواکونو ته لا نور محتاجه کړ، پرته له دې چې سیاسي، اداري یا مشروعیتي ستونزې حل شي. په ۲۰۱۳ کال کې، افغان ځواکونو ته په رسمي ډول امنیتي مسؤلیتونو وسپارل شول، خو دې سپارنې ډېره سمبولیکه بڼه درلوده. د باثباته ادارو، او د خلکو د اعتماد نشتوالي له امله، ملي اردو یا ځواکونه له ډېرو ستونزو سره مخ وو. دا هر څه په داسې حال کې مخته روان و چې د اوباما حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته اشاره هم کړې وه.

یو ځوان هلک چې خپله پښه یې له لاسه ورکړې، د ۲۰۰۱ کال د دسمبر په ۸مه د کابل عیدګاه جومات کې د قدم وهلو پر مهال. په همدې ورځ، د خوړو نړیوالې ادارې د جګړهځپلو خلکو لپاره خوراکي مرسته وېشله. رویټرز، پیتر انډریوز
انتقالات او د سیاسي فلج راپورته کیدل: ۲۰۱۴–۲۰۱۹
د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو یو بل کړکېچ وزېږاوه. د ډاکټر عبدالله عبدالله پر وړاندې د اشرف غني بریا ، د درغلیو تورونو او قومي قطبیت لامل شوه. د جنرال پټریوس منځګړیتوب او عبدالله ته د “اجرائیه رئیس” د پوست رامنځته کول حللاره نه وه، بلکې یو سیاسي پټۍ وه — داسیې یو ښکاره اعتراف چې د افغانستان دموکراتیک بنسټونه پرته له بهرنۍ مداخلې د جګړو او اختلافونو د حل وړتیا نه لري. په همدې موده کې، طالبانو یوازې د وسلې له لارې نه، بلکې په کلیوالو سیمو کې د فاسدو ادارو پر وړاندې د بدیل حاکمیت په وړاندې کولو سره هم پرمختګ وکړ. که څه هم ناټو د “قاطع ملاتړ ماموریت” په نوم حضور درلود، خو د افغان ځواکونو مورال کمزوری شو، او طالبانو پر ملکي وګړو، خبریالانو او د امریکا پر هدفونو بریدونه چټک کړل. په قطر کې د سولې خبرې بیا پیل شوې، خو دواړو خواوو کې د وېش، او د دې حقیقت له امله چې طالبان د پرمختګ په حال کې وو او جوړجاړي ته یې هېڅ انګیزه نه لرله، دا خبرې اغېزمنې کړې. د دغو خبرو په منځ کې، طالبانو د ملا عمر مړینه اعلان کړه — دا ښکاره شوه چې هغه له کلونو راهیسې مړ و. د هغه ځای ناستی، ملا اختر منصور، ډیر ژر وروسته په پاکستان کې د امریکا د بېپېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، چې یو ځل بیا یې هغه سرحدي خونديځایونه بربنډ کړل چې له لسیزو راهیسې د یاغیانو او بغاوت د دوام اصلي سرچینه پاتې شوې وه.

په ۲۰۰۳ کال کې، امریکايي پوځیان د کندهار په غرونو کې د طالبانو په لټه کې، ځکه ډېر طالبان یا پاکستان ته تښتېدلي او یا پټ شوي وو.
د کابل له قصابه د سولې تر استازه: د حکمتیار بېرته راتګ ۲۰۱۶
په یو حیرانوونکي تحول کې، د افغانستان حکومت ګلبدین حکمتیار ته، چې د کورنۍ جګړې پر مهال د کابل د ویجاړۍ له امله “د کابل قصاب” نومول شوی و، سیاسي پناه ورکړه. دا اقدام د سولې په لور یو ګام و بلل شو، خو د ډېرو افغانانو لپاره دا د سیاسي بهیر اخلاقي ورستېدو نښه وه — یوه داسې پروسه چیرې چې د جګړهمارو او جنګي مجرمینو بیاارائه د سولې په جامه کې یوازې د سیاسي نندارې لپاره ترسره کېده.
ټرمپ، خلیلزاد، او د دوحې لاره: ۲۰۱۸–۲۰۲۰
د ډونالډ ټرمپ له واک ته رسېدو سره، د امریکا پالیسۍ لوری بدل شو. زلمی خلیلزاد، یو پیژندل شوی افغانـامریکایي ډیپلومات، د طالبانو سره د مستقیمو خبرو دنده په غاړه واخیسته. په دې خبرو اترو کې د افغان حکومت رول ډېر لږ و، ځکه د امریکا تمرکز د یوې دوامدارې سولې پر ځای، پر سرتېرو وباسلو وو. د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ دوحې تړون طالبانو ته نړیوال مشروعیت ورکړ، په داسې حال کې چې دوی یوازې مبهمې ژمنې وکړې: د تاوتریخوالي کمول او د ترهګرو نه پالل. تر ټولو مهمه دا وه چې افغان حکومت د دې تړون برخه نه وه. دا حذف ښيي چې کابل تر کومې کچې د خپل برخلیک په اړه خپلواکي له لاسه ورکړې وه — نهیوازې په عمل کې، بلکې د مشروعیت له پلوه هم.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، او د طالبانو له مخکښو مشرانو څخه ملا عبدالغني برادر، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر، دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون له لاسلیک وروسته.
وروستی سقوط: ۲۰۲۰–۲۰۲۱
که څه هم اشرف غني د ۲۰۱۹ کال له یوه بله لانجمنو ټاکنو وروسته ولسمشر پاتې شو، خو واک ترې مخکې له مخکې له لاسه وتلی و. د داعشـخراسان له خوا په کابل کې پر روغتونونو، ښوونځیو او د بشري حقونو پر مدافعینو بریدونه وشول، خو د حکومت غبرګون بېثباته او غیرکافي و. تاوتریخوالی، ویره، او بېباوري ژوره شوې وه. کله چې ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۱ کال د اپرېل په ۱۴مه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو اعلان وکړ، د سقوط ډګر نور هم برابر شو. په مۍ میاشت کې طالبانو ډیری سیمې بېرته ونیولې او دا لړۍ پیل شوه. تر جولای پورې، امریکایي ځواکونه له بګرام هوايي اډې ووتل. تر اګست پورې، ډېر ولایتونه طالبانو ته پرته له مقاومت نه وسپارل شول — نه ځکه چې هغوی پوځي برتري لرله، بلکې ځکه چې دولت له دننه ویجاړ شوی و. اشرف غني د اګست په ۱۵مه وتښتېد. طالبان بې جګړې کابل ته ننوتل. جمهوریت ونه پرځیده — بلکې په چوپتیا کې ختم شو. د کابل په هوایي ډګر کې، ناامیدي پر ګډوډۍ بدله شوه. د اګست په ۲۶مه، د داعشخراسان له خوا د ځانمرګي برید له امله شاوخوا ۲۰۰ افغانان او ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول. د اګست تر ۳۰مې، وروستۍ امریکایي الوتکه له افغانستانه ووته. طالبانو”بشپړ استقلال” اعلان کړ. خو د عادي افغانانو لپاره دا نه ازادي وه، نه بریا — بلکې دوی یوازې پرېښودل شول، پر میدان شا ته پریښودل شول، یو ستر افت ته.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ کنټرول په لاس کې واخیست.
کرکجن میراث او د راتلونکې لپاره مبارزه
طالبان اوس یو مات هېواد اداره کوي — داسې هېواد چې نه د مشروعیت لپاره نقشه لري، نه د پرمختګ لپاره پلان، او نه هم یوه همغږې ټولنه. د دوی د ټولشموله حکومت، د حقونو، او د منځلاریتوب ژمنې تر اوسه ناتمامه پاتې دي، او د مدني آزادۍ فضا ورځ تر بلې را تنګېږي. د عصري کېدو پر لور د دې هیواد اوږد او پېچلی سفر— چې له امانالله خان څخه پیل شو، او د ۱۹۶۰مو او ۷۰مو کلونو په ترڅ کې نسبتآ وغوړید او وځلید، خو د بهرني جهاد او دوامداره نظاميتوب او وسلوالو لخوا برباد شو — خو دا سفر یو ځل بیا وځنډېد، او یا هم ممکن بیرته پر شا یا ریورس لاړ. اسلامپاله سختدریځیان، چې یوه مهال یې د واک ته رسېدو وسایل نه لرل، په ۱۹۸۰مو کلونو کې د غرب پیسو، د سعودي ایډیولوژۍ، د پاکستان ملاتړ، او بیا وروسته د نړیوالو ستراتیژیکو بېپرواییو له برکته ځواکمن شول. هغه څه چې نن ورځ ورسره مخ یو، یوازې یو بشري ناورین نه دی — دا د څو لسیزو پرلهپسې بیروني امنیت نسخو، رهبرۍ فساد، او د نړیوالو لنډمهاله وتلو تګلارو پایله ده؛ هغه نړیوال سیستم چې اوږدمهاله دولتجوړونې ته ترجيح نه ورکوي. اوس پوښتنه دا نه ده چې افغانستان ولې وپرځید — اصلي پوښتنه دا ده: د دې ملت بیرته راپورته کیدو لپاره باید څه شي، که چیرته اراده موجوده وي چې باید یو څه وشي؟