تروریزم او تاوتریخوالی

تروریزم له ډېر پخوا څخه د استبدادي رژیمونو، سختدریځو ډلو او استخباراتي ادارو له ‌خوا د سیاسي او ستراتیژیکو موخو ترلاسه کولو لپاره یو ظالمانه وسیله پاتې شوې ده. دا پدیده د وېرې، زورزیاتي او د مخالفینو ځپلو پر عقیدې باور لري، او اکثره وخت هغه کسان په نښه کوي چې د حاکم حالت یا موجود نظم پر وړاندې دریږي. که څه هم ډېر خلک تروریزم له ناقانونه یا غیر دولتي ډلو سره تړي، خو تاریخ ښيي چې ځواکمنو هېوادونو او د دوی ادارو هم د خپلو دښمنانو د لمنځه وړلو او خپل نفوذ ساتلو لپاره له همدې تاکتیکونو کار اخیستی دی. د سړې جګړې په موده کې، د متحده ایالاتو او د هغوی متحدینو، او همداراز د پخواني شوروي اتحاد له‌خوا داسې پټ عملیات ترسره کېدل چې د جګړې، جاسوسۍ او ښکاره سیاسي تاوتریخوالي ترمنځ توپیر یې له منځه وړی و. یو له ډېرو پارونکو بحثونو څخه د امریکا د ولسمشر جان ایف. کینډي ترور دی، چې هغه مهال په خاصه توګه د شوروي اتحاد او کیوبا په اړه له یو پیچلي جیوپولیټیکل وضعیت سره لاس او ګریوان و. که څه هم د هغه ترور ته تر اوسه د شک او توطیې په سترګه کتل کیږي، خو دا پېښه ښيي چې د لوړې کچې سیاستونه ډېر کله له تاوتریخوالي سره تړلي وي. کله چې سوړ جنګ د اتمام په لوري روان و، واشنګټن خپله بهرنۍ تګلاره بدله کړه، چې په دې کې د تروریزم او اسلامي بنسټپالنې په اړه دریځ هم شامل و— دوه هغه عناصر چې مخکې یې د ستراتیژیکو ګټو لپاره کارولي وو. د پاکستان د نظامي واکمن جنرال ضیاءالحق ناڅاپي مړینه، چې د شوروي اتحاد پر ضد د افغان جهاد پر مهال د امریکا مهم متحد و، لا هم د رازونو څخه ډکه پاتې ده. هغه په داسې یو زمان کې له منځه یوړل شو چې په سیمه ایېزه کچه د امریکا په سیاستونو او پالیسیو کې بدلونونه رامنځته کیدل،  او داسې فکر یې لا پیاوړی کړ چې ستر ځواکونه ډېر وخت د خپلو بدلېدونکو ګټو لپاره تروریزم کاروي او کنټرولوي.

د دولت له‌خوا تمویلېدونکی تروریزم د معاصر نړیوالو جیوپولیټیکي جګړو تر ټولو ویرونکو او اندیښنې وړ اړخونو څخه دی. د ستالین له‌خوا د خپلو سیاسي سیالانو بې‌رحمانه له منځه وړلو نیولې، چې په دې کې د لېون ټراټسکي وژنه هم شامله ده چې د مکسیکو په هیواد کې پیښه شوه، تر اسرائیلي موساد، د امریکا CIA، او د پاکستان ISI استخباراتي ادارو پورې، پټ او تاوتریخجن عملیاتو د نړیوالو قدرتونو د جګړو بڼه بدله کړې ده. د بېلګې په توګه، اسرائیل د تروریزم ضد مبارزې په ستراتیژۍ کې له هدفي وژنو کار اخیستی دی، لکه د حماس د مشر شیخ احمد یاسین وژل، چې د سهار لمانځه وروسته د هوایي برید په ترڅ کې ووژل شو. د تروریزم، استخباراتي عملیاتو، او سیاسي اهدافو ترمنځ اړیکې لا هم د نړۍ په کچه جګړو باندې اغیز لري. په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو، بهرنۍ مداخلو، او داخلي سیالیوو دا هېواد د محلي یاغیانو او نړیوالو استخباراتي عملیاتو لپاره د جګړې ډګر ګرځولی دی. د دغو پېچلو دینامیکونو درک کول اړین دي، څو تروریزم یوازې د ظاهري بڼې له مخې ونه ارزول شي، بلکې د دې پدیدې ژور سیاسي او ستراتیژیک محرکونه وپېژندل شي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله وژل، د دولتونو لخوا د ترهګرۍ کارول روښانه بېلګه ده. د هغه ظالمانه اعدام، چې ډېری خلک باور لري د پاکستان د استخباراتو ادارې (ISI) جنرال حمید ګل په مشرۍ تنظیم شوی و، دا ښيي چې استخباراتي ادارو له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان د سیاسي صحنې په جوړښت کې مهم رول لوبولی دی. د هغه وژنه یوازې د انتقام عمل نه و، بلکې یوه محاسبه شوې هڅه وه چې یو داسې شخصیت له منځه یوسي چې د سیمې د قدرت په بدلېدونکو معادلو کې یې خنډ جوړولی شو.

هغه پالیسي جوړوونکي او سیاسیون چې د جګړې او اشغال ملاتړ کوي، ډېری وخت هڅه کوي ترهګري یوازې له مظلومو خلکو سره وتړي، څو د هغو هېوادونو له رول څخه پام واړوي چې د خپلو سیاسي ګټو لپاره تاوتریخوالي ته لمن وهي. په متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هېوادونو کې شنونکي ترهګري اکثره د ټولنیزو ستونزو لکه بېوزلۍ، پردیپالنې او بې‌روزګارۍ پایله ګڼي. خو تاریخ یو بل پېچلي حقیقت ته اشاره کوي. تر شلمې پېړۍ پورې، امریکې مختلفې وسله‌والې ډلې “د ازادۍ مبارزین” بللې، په ځانګړي ډول هغه مهال کله به چې د د دغو ډلو کړنې د امریکا له جیوپولیټیکي ګټو سره سمون درلود. له دې ډلو څخه یې ځینې، چې د “اسلامي بیدارۍ” تر نامه لاندې ملاتړ کېده، وروسته بیا چې کله د هغوی اجنډا د امریکا له اهدافو او ګټو سره ټکر پیدا کړ د ترهګرو ډلو په توګه ونومول شوې.

دا یوازې د یو ساده ایډیالوژیک افراطیت محصول نه و، بلکې د امریکې تر مشرۍ لاندې پټ عملیات اکثراً د حکومت د لوړو کچو قصدي او سنجیده پالیسۍ په توګه ترسره شوي دي. ځینې وختونه، د امریکا ولسمشرانو شخصاً استخباراتي ادارو ته امر کړی چې ترورونه او پټ اقدامات ترسره کړي. په “” (Ghost Wars)  کتاب کې خبریال سټیو کول بیانوي چې ولسمشر بِل کلنټن د سي آی اې د عملیاتو په مؤثریت شک درلود، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې دې ادارې په ۱۹۹۶ کې د صدام حسین د وژلو هڅه وکړه، خو ناکامه او د سپینې ماڼۍ لپاره شرموونکې پایله یې درلوده. همدا ډول، چارلس ډبلیو. کیګلي او یوجین آر. وټکاف، په خپل کتاب “د امریکا بهرنۍ پالیسي” کې لیکي چې د ۱۹۷۰مو کلونو په منځ کې د پټو عملیاتو په اړه اندېښنې ډېرې شوې، کله چې د امریکا د سنا مجلس اورېدنو، چې د فرانک چرچ په مشرۍ ترسره شوې، د سي آی اې لخوا د بهرنیو مشرانو د وژلو دسیسې افشا کړې. دې افشاګري دا روښانه کړه چې سیاسي تاوتریخوالی یوازې د یاغیانو ځانګړتیا نه ده، بلکې ځواکمنو دولتونو هم فعاله کارولی دی.

په ختیځ کې هم، پاچاهان او سیاسي شخصیتونه د قدرتي سیالیو په نتیجه کې د پټو وسیلو له لارې نسکور شوي یا وژل شوي دي، چې اکثره یې د شاهي ماڼیو د داخلي سیالیو محصول و. افغانستان، چې د سیالو امپراتوریو د جګړې ډګر پاتې شوی، له ډېرې مودې راهیسې د بهرنیو قدرتونو لخوا د سیاسي تاوتریخوالي ښکار شوی دی. د بریتانیې د استعماري پراختیا له وخته په هند کې، ترهګري او هدفي وژنې د استعمار ضد مقاومت د ځپلو لپاره په سیسټماتیک ډول کارول شوې دي. کله چې برتانویانو ونشو کړای څو د افغان ازادۍ غوښتونکو سره په مستقیمه جګړه کې بریالي شي، نو ترور او فریب ته یې مخه کړه. تاریخي اسناد ښيي چې د بریتانیې لخوا د تنظیم شوو وژنو بېلابېل مثالونه شته. عبدالله خان اڅکزی، چې یو مهم استعماري ضد مشر و، هدف وګرځول شو او ووژل شو. په کابل کې د بریتانوي ویلیم مک‌ناټن لخوا د وزیر محمد اکبر خان د له منځه وړلو دسیسه وشوه؛ لومړی د مستقیمې مقابلې ناکامې هڅې په شکل، او وروسته بیا د زهر ورکولو هڅه وشوه. ویل کېږي چې بریتانوي جنرال سال، خپل یو خادم ته یوازې ۱۰۰۰ روپۍ ورکړې (چې اوس مهال د ۳ پونډو نه کم ارزښت لري)، څو اکبر خان ووژني، خو په پایله کې هغه ټپي شو. وروسته بیا یو هندي ډاکټر هغه ته زهر ورکړل، او بالاخره یې یو داسې مشر له منځه یووړ، چې د استعماري واک پر ضد یې سرسخته مقاومت کړی و. دا تاریخي پېښې ښيي چې ترهګري نه یوازې د غیر دولتي عناصرو لخوا، بلکې د ځواکمنو دولتونو او د هغوی د استخباراتي ادارو له‌خوا هم کارول شوې ده. که دا د پټو وژنو په بڼه وي، او یا هم د دولت لخوا ملاتړ شوو وسله‌والو ډلو، سیاسي تاوتریخوالی تل د واک ساتلو وسیله پاتې شوې، چې د افغانستان تاریخ او د حاکمیت لپاره روانې مبارزې ته یې بڼه ورکړې ده.

د افغانستان په تاریخ کې، سیاسي ترورونو تل د مشرتابه د سیالیو او واکمنۍ په جوړښت کې مرکزي رول لوبولی، چې دا کار کله د کورنیو اجنټانو او کله هم د بهرنيو استخباراتي ادارو له‌خوا ترسره شوی دی. تاریخي اسناد یو شمېر بدنام شخصیتونه یادوي چې د استعماري او اشغالګرو ځواکونو لپاره یې د اجنټانو په توګه کار کاوه او خپل ولس یې په دې لاره کې غدر کړی دی. په دغو کسانو کې عبدالعزیز یادېږي، چې عبدالله خان اڅکزی یې وواژه، او د هغه وراره محمدالله، چې میر مسجدی خان ته یې زهر ورکړل—دواړه د انګرېز ضد مبارزې ستایل شوي مشران وو. بل اجنټ پاینده و، چې وزیر محمد اکبر خان یې ویشتی و. دا ټول کسان د بریتانیې د ختیځ هند کمپنۍ لخوا د اجنټانو په توګه ګمارل شوي وو، چې دا ښيي څنګه بهرنيو قدرتونو د افغان مقاومت کمزوري کولو لپاره ځايي همکاران کارول.

د بریتانیې استعماري چارواکو نه یوازې پر انفرادي اجنټانو تکیه کوله، بلکې ترور  یې د کنټرول د یوې وسیلې په توګه بنسټیز کړی و. هغوی د نائب امین‌الله خان لوګري، چې د افغانستان تر ټولو قدرمن ازادۍ غوښتونکو څخه و، سر باندې انعام ایښی و، چې دا کار د انګریزانو لخوا د استعماري غورځنګونو ځپلو لپاره د سیاسي تاوتریخوالي کارول لا نور روښانوي. په هغه وخت کې، ترهګري د دولت یوه مشروع وسیله ګڼل کېده، تر څو هغه کسان له منځه یوسي چې د امپراتورۍ پر ضد ودرېدل. د دولت تر ملاتړ لاندې دا ډول تاوتریخوالی یوازې تر استعماري ځواکونو پورې محدود نه و. امیر عبدالرحمن خان، چې د “آهنین امیر” په نوم پېژندل کېږي، د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ظالمه استخباراتي شبکه جوړه کړې وه، چې احتمالاً د انګرېزانو له ملاتړه برخمنه وه. د هغه واکمني د منظمې پاک‌کارۍ (purges) له امله هم مشهوره ده، چې نه یوازې د انګرېز ضد مقاومت کوونکي یې هدف ګرځولي وو، بلکې خپل سیاسي مخالفین یې هم له منځه وړي وو. د هغه واک دا ښيي چې استبدادي واکمنان څنګه تل د سیاسي ترور څخه د خپل قدرت د ټینګښت لپاره کار اخیستی دی.

کله چې د مطلقه واکمنۍ لخوا منظم سیاسي مخالفتونه وځپل شول، نو هغو کسانو ته چې د بدلون غوښتونکي وو، ډېر کم انتخابونه پاتې شول. لکه څنګه چې تاریخ ښيي، ځپل تل مقاومت زیږوي، او په افغانستان کې هدفي وژنې د هغو کسانو لپاره د وروستي اقدام وسیله وګرځېده، چې نور یې د استبداد پر وړاندې د مبارزې بله لاره نه درلوده. یو روښانه مثال یې د امیر حبیب‌الله خان وژنه ده؛ هغه کس چې د مشروطه‌ غوښتونکي او روڼ اندانو سخت ځپلو، او د دربار دنني سیالیو له امله د خوب پر مهال ووژل شو. همدا شان، د محمد نادر شاه د استبدادي واک په راپورته کیدو سره، مخالفین، په ځانګړي ډول د روڼ اندان، ښوونکي او د استعمار ضد فعالین په منظم ډول وځپل شول. د هغه د حکومت ظلم دا زمینه برابره کړه چې هدفي بریدونه ترسره شي، څو د هغه د ظالمانه واک پر وړاندې مقاومت وښيي او دا پیغام ورکړي چې د افغانستان ځوانان لا هم تسلیم نه دي. افغان زده‌کوونکي او روڼ اندي—چې د سیاسي ګډوډۍ له امله افراطي شوي وو— پر وسلو لاس پورې کړ. سید کمال، چې په جرمني کې زده‌کوونکی و، د نادر خان ورور سردار عبدالعزیز وواژه. محمد نظیر منشي‌زاده، چې د نجات ښوونځي ښوونکی و، هڅه وکړه د بریتانیا سفیر ووژني، خو د برید پر مهال یې د سفارت څو کارکوونکي ووژل. بالاخره، عبدالخالق، چې یو زده‌کوونکی و، د نادر خان په ترور کې بریالی شو.

په زړه پورې دا ده چې نادر خان خپله د ترور له سیاست سره نابلده نه و. تاریخي روایتونه ښيي چې هغه یو وخت هڅه کړې وه تر څو پخوانی پاچا امان‌الله خان، چې حج ته تللی و، ووژني. د “په سټالن د دورې کې د افغان مبارزه” په نوم کتاب کې راغلي، چې د شوروي د بهرنیو چارو کمیسار امان‌الله خان ته خبرداری ورکړی و، چې د وژنې هڅه پرې روانه ده. ویل کېږي دا پلان د نادر خان نږدې کس، الله نواز خان، چې د مولتان یو پېژندل شوی انګرېز اجنټ و، ترتیب کړی و؛ هغه ته دا دنده ورکړل شوې وه چې امان‌الله خان له منځه یوسي. حتی کله چې نادر خان په کابل کې د تاج پر سر کېناست، د هغه واک لا هم د سازشونو او پټو سیالیو ښکار و.

کله چې افغانستان د “ډیموکراسۍ لسیزه” (۱۹۶۳–۱۹۷۳) په نوم دورې ته داخل شو، سیاسي انځور بدل شو. چپي پرمختیایي غورځنګونه، په ځانګړي ډول د زده‌کوونکو، روڼ اندو او مزدورانو تر منځ، د پوهنتونونو، فابریکو او صنعتي برخو کې پراخ شول. خو څنګه چې دا خوځښتونه پراخېدل، همداسې متقابلې قواوې هم بېرته راپورته شوې، چې د دیني بنسټ‌پالنې او سیاسي تاوتریخوالي له لوري پرمخ وړل کېدې. دا قواوې، چې د بنسټ‌پال سقاوي رژیم له نسکورېدو وروسته کمزورې شوې وې، د لویدیځو او پاکستاني استخباراتي ادارو په ملاتړ بېرته پیاوړې شوې. په همدې دوره کې د ګلبدین حکمتیار په څېر څېرې راپورته شوې، چې د تاوتریخوالي له امله یې بدنام شهرت درلود. حکمتیار، چې د بې‌رحمۍ له امله پېژندل کېده، په مکرر ډول د خپلو سیالانو د له منځه وړلو لپاره د چاقو او تمانچې کار اخیسته—حتی کله چې کابل پوهنتون کې محصل و.

تر ۱۹۷۱ کال پورې، کله چې د افغانستان حکومت هڅه وکړه د پرمختګ‌پالو زده‌کوونکو د خوځښتونو د اغېز د محدودولو لپاره تحصیلي قوانین وضع کړي، په ټول هېواد کې پراخې مظاهرې پیل شوې. کابل پوهنتون د سیاسي فعالې مبارزې مرکز وګرځېد، چیرې چې استادانو او محصلینو د حکومت ضد مظاهرو رهبره کوله، څو د هغوی د مخالفتونو د خاموشه کولو هڅې شنډې کړي. په دې دوره کې سیاسي تاوتریخوالی تصادفي نه و؛ دا د هغو لسیزو ځپنو، بهرنۍ مداخلې، او ایډیالوژیکو جګړو مستقیمه پایله وه چې افغانستان یې د سیالو ګټو د جګړې ډګر ګرځولی و.

په افغانستان کې د ترهګرۍ کارول د سیاسي کنټرول او د سیالانو له منځه وړلو لپاره یوه دوامداره موضوع پاتې شوې ده. د ۱۹۷۰مې لسیزې په لومړیو کې، کله چې د اسلام‌پالو او چپي غورځنګونو ترمنځ ایډیالوژیکې جګړې شدیدې شوې، سیاسي تاوتریخوالی هم زیات شو. په دې دوره کې یو له بدنامه شخصیتونو څخه ګلبدین حکمتیار و، چې د خپلې بې‌رحمۍ له امله پېژندل کېده. د همدې دورې په ژمي کې، د کابل پوهنتون د سید جمال‌الدین افغان کتابتون تالار کې یو لړ ویناوې ترسره شوې. مشهور عالم او استاد علي محمد زهما د کلتور او پرمختګ اړتيا په اړه وینا وکړه. کله چې له تالاره ووت، حکمتیار ورسره مخ شو او هغه یې تورن کړ چې د افغان کلتور پر ضد خبرې یې کړې دي. زهما پرته له وېرې ورته وویل: “لرې شه، هلکه! زه پوهېږم چې ته چاقو او تمانچه لرې، خو زه له خپله ځانه دفاع کولی شم.” دا خبرې د هماغې دورې د ژورو ایډیالوژیکو او تاوتریخجنو شخړو یوه څرګنده نښه وه.

تر ۱۹۷۲ کال پورې، د حکمتیار تاوتریخجنې کړنې نورې هم څرګندې شوې. د اختر د لمانځه پر مهال په پلخمري کې، هغه هڅه وکړه چې سليمان لايق ووژني، خو بشیر ریګار—چې وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شو—د لایق د ژغورلو پر مهال ټپي شو. هماغه کال، د کابل پوهنتون په یوې مظاهره کې، حکمتیار سیدال سوخندان، چې د شعله‌ جاوید (نوې دیموکراتیک خوځښت) مخکښ غړی و، وواژه. که څه هم ونیول شو، خو وروسته خوشې شو کله چې محمد موسی شفیق، چې د اسلامي خوځښتونو پلوی و، صدراعظم شو. کله چې سردار محمد داوود کودتا وکړه، حکمتیار پاکستان ته وتښتېد، هلته یې خپلو وسله‌والو فعالیتونو ته دوام ورکړ. د هغه په خپله خبره، وروسته یې د خلق د ګوند د لوړپوړي مشر میر اکبر خیبر د وژلو طرحه وکړه او عملي یې کړه.

د هغه تاوتریخوالی د مجاهدینو تر دورې هم وغځېده. د BBC خبریال میرویس جلیل وروسته له هغې ترور شو، چې د مجاهدینو د جګړو پر مهال یې د حکمتیار سره په چارسېاب کې مرکه وکړه. بل لور ته، د احمد شاه مسعود ښاري ګوریلایي ځواکونو هم چاودنې او هدفي وژنې کولې. د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال په کابل کې، د ډلو ترمنځ نښتې د لوړپوړو شخصیتونو تر تروره ورسیدې. کریم شادان، چې د سترې محکمې رئیس و، له خپل کوره وتښتول شو او ووژل شو. جنرال جمال‌الدین عمر، چې د نظامي اکاډمۍ استاد و، د خیرخانې له جومات څخه د دې لپاره وتښتول شو چې د مجاهدینو داخلي اختلافونو په اړه یې خبرې کړې وې. څو ساعته وروسته، د هغه کورنۍ ته احوال ورکړل شو څو د هغه جسد د خیرخانې د نهر له غاړې څخه ترلاسه کړي.

ترهګري یوازې د افغانستان تر پولو محدوده پاتې نه شوه. د ډلو ترمنځ د کورنیو جګړو پر مهال، په پېښور کې د افغان سیاسي مشرانو هدفي وژنې د قدرت د سیالیو یوه وسیله وګرځېده. د عبدالاحمد کرزي، عبدالرحیم څنزي، او پروفیسور سید بها‌ءالدین مجروح ترورونه حزب اسلامي او د پاکستان آی‌اېس‌آی ته منسوبېږي، چې دا ښيي څنګه بهرنۍ استخباراتي ادارې د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره افغان مشران کارول.

د شوروي-افغان جګړې پر مهال، د متحده ایالاتو رول هم د مجاهدینو په لیکو کې د ترهګرې ایډیالوژۍ د خپرېدو سبب شو. په پېښور کې د جهاد فرهنګي مرکز، چې د یوې امریکايي ادارې له خوا تمویلېده، داسې درسي کتابونه وړاندې کړل چې افغان ماشومانو ته یې ریاضیکي فارمولې د شوروي او افغان سرتېرو د وژنې له انځورونو سره ښودلې. د پوهنې دا ډول سیستم یوه داسې ژوره تاوتریخجنه کلتوري فضا رامنځته کړه چې وروسته بیرته د همدوی پر وړاندې راوګرځېده. د احمد شاه مسعود او برهان‌الدین رباني په څیر مشران چې د همدې افراطي چاپېریال محصول و، بالاخره د هغو سختدریځو ډلو له خوا ووژل شول چې د مجاهدینو له دورې راپیدا شوې وې.

په افغانستان کې د ترهګرۍ تکامل یو ځانګړی مسیر تعقیب کړ: د شوروي پر ضد جهاد، د مجاهدینو داخلي جګړې، د طالبانو او القاعده راپورته کېدل، د امریکا نظامي مداخله، د طالبانو بیا راڅرګندېدل، او د داعش ظهور. د هرې مرحلې سره، د افغانستان امنیتي وضعیت نور هم خراب شو، چې له کلیو څخه نیولې تر لویو ښارونو پورې یې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړ.

 

د سپتمبر یوولسمې بریدونه او د تروریزم پر ضد نړیواله جګړه

د سپټمبر د یوولسمې، ۲۰۰۱ کال بریدونه د نړیوال تاریخ یوه مهمه شیبه وه، چې د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت یې له لوی بدلون سره مخ کړ. د دغو بریدونو په غبرګون کې، د متحده ایالاتو په مشرۍ ائتلاف د “تل پاتې ازادۍ عملیات” (Operation Enduring Freedom) پیل کړل، چې هدف یې د القاعدې شبکې له منځه وړل او د طالبانو د واک ختمول وو. د دې مداخلې په لومړیو پړاوونو کې د طالبانو رژیم ژر نسکور شو، او یو نوی افغان حکومت جوړ شو. خو سره له دې هڅو، طالبانو بېرته خپل صفونه منظم کړل او یو اوږدمهاله یاغي‌ګره جګړه یې پیل کړه.

په تېرو کلونو کې، افغانستان د بېلابېلو تاوتریخجنو پړاوونو شاهد پاتې شوی دی، چې پکې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د داعش-خراسان څانګې (ISIS-K) راپورته کېدل شامل دي؛ هغوی په افغانستان او سیمه کې ګڼ بریدونه ترسره کړل. له افغانستانه وتل د امریکایي ځواکونو، چې د طالبانو سره د یوې هوکړې برخه وه، په ۲۰۲۱ کال کې د افغان حکومت چټک سقوط او د طالبانو بیا راستنیدو ته لاره هواره کړه. دې بدلون اندېښنې پیدا کړې چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګریزو ډلو لپاره خوندي پټن‌ځای نه شي.

وروستي راپورونه ښيي چې القاعده شبکه بېرته راپورته کېږي، او ویل کېږي چې د اسامه بن لادن زوی، حمزه بن لادن، د مشرۍ رول پر غاړه لري تر څو د خپل پلار د وژلو غچ واخلي. همدارنګه، داعش ډلې په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو په ګډون د یو شمېر بریدونو مسؤلیت منلی، چې د هغوی د دوامداره شتون او ګواښ څرګندونه کوي. په افغانستان کې د حالاتو بدلونونه دا ښيي چې د سیمه ایزو یاغیانو، یاغي ‌ډلو او نړیوالو ترهګریزو شبکو ترمنځ یوه پېچلې اړیکه شته ده، چې دا کار دوامداره څار، او اړونده ستراتیژیو ته اړتیا لري، څو راټوکېدونکي ګواښونه وڅېړل شي او ورسره مبارزه وشي.

د شلو کلونو اوږدې جګړې له امله د افغاني ټولنې په ټولو اقشارو کې د زرګونو خلکو د شهیدیدو سبب شوې. د واټسن انسټیټیوټ د جګړې لګښتونو د پروژې (Costs of War Project) له مخې، نږدې ۴۶,۳۱۹ افغان ملکي وګړي د مستقیم تاوتریخوالي له امله ووژل شول؛ په دې شمېر کې هغه مړینې نه دې شاملې چې د قحطۍ، بې‌ځایه کېدو یا د روغتیايي سیستم د ړنګېدو له امله رامنځته شوې دي. د افغان امنیتي ځواکونو تلفات هم درانه وو، چې ۶۹,۰۹۵ پوځیان پکې وژل شوي دي، او لږ تر لږه ۵۲,۸۹۳ مخالف جنګیالي، چې پکې د طالبانو جنګیالي او نورې وسله‌والې ډلې شاملې دي، په جګړو کې وژل شوي دي. ویل کېږي چې د تلفاتو اصلي شمېر تر راپور شویو هم لوړ دی.

د نړیوال ائتلاف ځواکونو هم د پام وړ تلفات ولیدل. د امریکا متحده ایالاتو ۲,۳۲۵ پوځیان له لاسه ورکړل، او ۲۰,۱۴۹ نور یې په جګړو کې ټپیان شول. د امریکایي قراردادیانو مړینه بیا ۳,۹۱۷ ته رسېږي. د ناټو او نورو متحدینو ۱,۱۴۴ سرتېري وژل شوي، چې دا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د درنو تلفاتو څرګندونه کوي.

د جګړې مالي بوج هم حیرانوونکی و. یوازې متحده ایالاتو د نظامي عملیاتو، امنیتي مرستو، او د پوځیانو د پاملرنې لپاره شاوخوا ۹۷۵ میلیارده ډالر مصرف کړي دي. خو که د اوږدمهاله مکلفیتونو لکه د پخوانیو سرتېرو د روغتیايي خدماتو او نورو امتیازاتو لګښتونه هم پکې شامل کړو، دا شمېر ممکن له ۲ تریلیونو ډالرو هم واوړي. د ناټو نور غړي هېوادونه هم د پام وړ مالي ونډې درلودې. په افغانستان کې د جرمني ونډه د ۱۲.۵ او ۴۷ میلیاردو یورو ترمنځ اټکل شویدی، چې پکې نظامي لګښتونه او د مرستو پروګرامونه شامل دي. دا شمېرې څرګندوي چې د جګړې پر مهال د ائتلاف پر غړو هېوادونو څومره ستر اقتصادي فشار وارد شوی و.​

سره له دې چې د بشري او مالي منابعو پراخې پانګونې وشوې، جګړه د طالبانو د بیا واکمنېدو سره په ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې پای ته ورسېده، وروسته له هغه چې د امریکا او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووتل. د افغان حکومت چټک سقوط د هېواد د ثبات او د ترهګرۍ ضد هڅو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې. د ترهګرۍ د ګواښونو بیا راپورته کېدل لا هم یوه مهمه او دوامداره ستونزه ده.

په دې اوږدې جګړه کې، هر لوري د جګړې بیلابیلې لارې کارولې. طالبانو ځانمرګي بریدونه، د سړک غاړې ماینونه (IEDs)، هدفي وژنې، د ملکي خلکو کورونه د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د سپر په توګه کارول، د حکومتي ودانیو او هغو غیر دولتي ادارو بریدونه چې ګواکې مخرب فعالیتونه یې کول، د ولس ګواښل او زورول، د کورنیو په مخ کې د سرونو پریکول، اعدامونه، له قانوني محاکمې پرته وژنې، او د ښوونځیو، پُلونو، عامه ملکیتونو، روغتونونو او نورو پراختیایي پروژو ویجاړول، کارول. پر افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو هم د زور زیاتي او احتمالي جنګي جرمونو تورونه پورې شوي دي. یوې عامه څېړنې (Public Inquiry) څرګنده کړه چې د برېتانیې ځانګړو ځواکونو (UK Special Forces)  ښايي د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د شپنېوو چاپو پر مهال د طالبانو مشکوک غړي وژلي وي، پر ځای د دې چې هغوی یې نیولي وای. د برېتانیې د ځانګړو ځواکونو د ځینو شاهدانو له وینا داسې ښکاري چې د زنداني کولو د ناکافي پروسې له امله دوی اړ شول خپله قانوني پرېکړه عملي کړي. د بریتانیا د دفاع وزارت ژمنه وکړه چې د دې څېړنو ملاتړ به کوي او که هر ډول تېروتنه ثابته شي، اقدام به کوي.

په افغانستان کې ترهګري او سیاسي تاوتریخوالی د پېړیو په اوږدو کې تکامل کړی، چې داخلي قدرت سیالیو، بهرنیو مداخلو، او بدلېدونکو نړیوالو اجنډاوو پرې مستقیم اغیر درلود. له استعماري ترورونو څخه نیولې، د سړې جګړې پټو عملیاتو، د مجاهدینو خپلمنځي سیالیو، او تر معاصرو یاغي‌ګرۍ پورې، افغانستان تل د جیوپولیټیکي جګړو مرکز پاتې شوی دی. په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونو له منځه وړل داسې یوه هر اړخیزه تګلاره غواړي چې یوازې پر پوځي حل لارو متمرکزه ونه اوسي، بلکې نور اړخونه هم په نظر کې ونیسي. یوه دوامداره ستراتیژي باید د حکومتدارۍ پیاوړتیا، اقتصادي پرمختګ، او د ایډیالوژیک افراطیت د ریښو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي. سربېره پر دې، نړیوال لوبغاړي باید د تېرې جګړې په جګړو کې خپل رول ومني او د سیمې د ثبات لپاره له ديپلوماټیکو او غیر نظامي لارو چارو کار واخلي.

په پای کې، د افغانستان اوږدمهاله امنیت تر هغه پورې ناشونی دی، څو چې د سیاسي تاوتریخوالي دا کړۍ ماته نه شي، د تېر تاریخ حساب و نه شي، او داسې چاپېریال رامنځته نه شي چیرې چې ترهګري د قدرت د سیالیو وسیله ونه ګرځي. یوازې د کورنیو اصلاحاتو او مسؤل نړیوال مشارکت له لارې افغانستان کولی شي د تلپاتې سولې او ثبات پر لور حرکت وکړي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *