ACSTD د بصیرت او اغیزلرونکو نشراتو لپاره چې د دې مرکز اړونده موضوعګانو او تحقیق لکه تروریزم او افراطیت، ډیموکراتیزه کیدو او مدني ګډون…وغیره باندې راڅرخیږي، یو مناسب پلټ فارم دی. موږ د علم خاوندانو، متخصصینو، زده کونکو/محصلینو، څیړونکو، او مسلکي افرادو د لیکنو او علمیت چې معنی لرونکو بحثونو او عملي حل لارو ته ورده ورکوي، هرکلی کوو.
موضوع ګانې
تروریزم او له تروریزم سره مبارزه، او تاوتریخوالی
بغاوت او تاوتریخوالی
تروریستي ډلې
افراطیت، تندروي او له هغو سره مبارزه
افغاني ټولنه او ټولنیز مقاومت
ډیموکراسي او ډیموکراتیزه کیدل
مدني ټولنې او سیاسي ګډون
انتخابات او ډیموکراټیک لیږد
د نشراتو/لیکنو کټګوري
لنډې لیکنې
تبصرې
د اوسنیو او روانو حالاتو په اړه لنډې، متمرکزې لیکنې.
تحلیلونه
لنډې څیړنې او سپړنې چې د کلیدي او عمده موضوعاتو په اړه ژور او هراړخیز معلومات وړاندې کوي.
اوږدې لیکنې
څیړنیز مقالې
د اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې څیړنې، او ژورې تحقیقي مقالې.
پالیسي بریف
مفصلې او تخصصي سپارښتنې او معلومات چې د پالیسي جوړونکو لپاره چمتو کیږي.
له موږ سره د لیکنو شریکولو طریقه
هر ډول لیکنې چې د ACSTD له ماموریت سره برابرې وي او د دې مرکز د اړونده موضوعاتو په اړه اکاډمیک او پالیسي محوره بصیرت او پوهې ته وده ورکړي، موږ یي هر کلې کوو څو له موږ سره د نشرولو لپاره شریکې شي. موضوعات باید له افغانستان او سیمې او همداراز د دې مرکز کار او ماموریت سره تړلي وي، خو بیا هم تر دې نه محدودیږي.
1. لیکنه مو د یو سند په څیر چمتو کړئ
2. لیکنه مو د بریښنالیک له لارې راسره شریکه کړئ
3. لنډ ژوندلیک مو هم پکې شامل کړئ
4. د ارزونو او ایډیټ پروسه
1. لیکنه مو د یو سند په څیر چمتو کړئ
2. لیکنه مو د بریښنالیک له لارې راسره شریکه کړئ
3. لنډ ژوندلیک مو هم پکې شامل کړئ
4. د ارزونو او ایډیټ پروسه
د لیکنو د کیفیت او د لیکلو د سبک د سازګارۍ لپاره، د لیکنو د شریکولو پر مهال مهرباني وکړئ لاندې لارښوونې په نظر کې ونیسئ.