له نیابتي ډلې تر دښمنۍ؟ پاکستان، طالبان او د یوې اوږدمهاله اړیکې ړنګېدل

دغه ځانګړی راپور د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو شدید زیاتوالی څېړي؛ هغه ترینګلتیاوې چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د پولې دواړو غاړو ته د هوايي بریدونو او وسله‌والو نښتو لامل شوې. له ۲۰۲۲ کال راهیسې، د افغانستان پر خاوره د پاکستان پرله‌پسې بریدونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر بریدونه د دواړو لورو په اړیکو کې یو مهم بدلون و، چې د غچ اخیستونکو بریدونو او د طالبانو او پاکستان د دریځونو د لا سختېدو لامل شول. دغه کړکېچ پراخې سیاسي او ټولنیزې پایلې هم لرلې دي؛ په افغانستان کې یې د پاکستان ضد احساسات زیات کړي، د پاکستان کورنۍ امنیتي ستونزې یې بربنډې کړې او وسله‌والو ډلو ته یې د فعالیتونو د پراخولو نوي فرصتونه برابر کړي دي. له جدي ډیپلوماټیکو هڅو او د پوځي حل‌لارو له لاس اخیستو پرته، دغه کړکېچ ښايي په یوه اوږدمهاله جګړه بدل شي او د سیمې ثبات له خطر سره مخ کړي.