ACSTD باور لري چې هر انسان حق لري په خوندي چاپېریال کې ژوند او فعالیت وکړي، درناوی یې وشي او له هر ډول زیان څخه خوندي وي. په افغانستان او سیمه کې د باور جوړولو، ټولنیز مقاومت پیاوړتیا او سولې ته رسیدو برخه کې د خلکو خوندیتوب زموږ د ماموریت یوه مهمه برخه ده.
موږ لاندې مواردو ته ژمن یو:
• د ناوړه ګټې اخیستنې او ځورونې نه زغمل: موږ هېڅ ډول ناوړه ګټه اخیستنه، استثمار، ځورونه یا له پامه غورځول نه زغمو.
• د ماشومانو او زیان افرادو ساتنه: زموږ کارکوونکي، مشاورین او شریکان مکلف دي څو په خپلو فعالیتونو کې لوړ مسلکي او اخلاقي معیارونه مراعت کړي او د ماشومانو او زیانمنو افرادو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
• د راپور ورکولو روښانه لارې: هر څوک چې له ACSTD سره کار کوي، کولای شي د خوندیتوب اړوند اندېښنې په محرمانه ډول راپور کړي. دا ډول راپورونه به پر وخت، عادلانه او جدي وڅېړل شي او د راپور ورکوونکي پر وړاندې به د راپور ورکولو له امله منفي اقدام نه کېږي.
• پوهاوی او روزنه: ټولو کارکوونکو او مشاورینو ته د خوندیتوب په اړه لازمې لارښوونې ورکول کېږي، څو خطرونه وپېژني او د اړتیا په وخت کې مناسب اقدام وکړي.
• ټولنو ته درناوی: زموږ فعالیتونه کله ناکله له بېځایه شویو، زیانمنو او د جګړو او بحرانونو له اغېزو سره مخ خلکو سره تړاو لري. موږ ژمن یو چې له دغو ټولنو سره داسې کار وکړو چې د هغوی عزت او درناوی خوندي او احتمالي خطرونه کم شي.
ACSTD د خوندیتوب اصول په خپلو ټولو څېړنیزو، مشورتي او پروګرام اړونده فعالیتونو کې په پام کې نیسي، څو د «زیان مه رسوئ» اصل یوازې پر کاغذ پاتې نه شي، بلکې زموږ په ټولو فعالیتونو کې عملي شي.
لاسرسی
دا یو رسمي او
عامه سند دی چې د رئیس له خوا لاسلیک شوی او د ACSTD په رسمي وېبسایټ کې د لاسرسي وړ دی.
طارق جهان
رئیس
نېټه: ۵ جنوري ۲۰۲۵