ACSTD ژمن دی چې یو خوندي، د درناوي وړ او مسلکي کاري چاپېریال وساتي. دا پالیسي هغه چلندونه مشخصوي چې د منلو وړ نه دي، د راپور ورکولو او ورته د رسېدنې لارې روښانه کوي او د ACSTD پر ارزښتونو، لکه صداقت، ټولشمولیت او حساب ورکونې ټینګار کوي.
د منلو وړ چلند
• له نورو سره په درناوي او پام خبرې او اړیکې.
• په ټولو اړیکو او فعالیتونو کې د مسلکي اصولو رعایت.
• له نورو سره همکاري او بېلابېلو نظرونو او لیدلورو ته درناوی.
د نه منلو وړ چلند
د نه منلو وړ چلندونو کې لاندې موارد شامل دي، خو یوازې په همدې مواردو پورې محدود نه دي:
• جنسي ځورونه: هر ډول نا غوښتل شوی او نامناسب جنسي چلند، غوښتنه یا وړاندیز.
• تبعیض: د جنسیت، نژاد، مذهب، قومیت یا جنسي تمایل پر بنسټ له افرادو سره ناعادلانه چلند.
• زورونه او ځورونه: له نورو سره تکراري منفي چلند، لکه په قصدي ډول د چا څنډې ته کول، سپکاوی یا لفظي ځورونه.
• تاوتریخوالی او ګواښ: نورو ته لفظي، رواني یا فزیکي ګواښ، وېرول یا زیان رسول.
• د نشهيي یا نورو موادو ناسم استعمال: د داسې موادو استعمال چې د مسلکي مسئولیتونو د ترسره کولو وړتیا زیانمنه کړي یا د شخص او نورو خوندیتوب له خطر سره مخ کړي.
• جنسي استثمار او ناوړه ګټه اخیستنه: د جنسي ګټې لپاره له واک، موقف یا باور څخه ناوړه استفاده.
د سرغړونو د حل لارې
۱. د موضوع مستقیم حل: که خوندي وي، شخص کولای شي موضوع مستقیماً له اړوند کس سره شریکه او د حل هڅه یې وکړي.
۲. د مرستې غوښتنه: موضوع اړوند مسئول، ټاکل شوي کارکوونکي یا د ACSTD رئیس ته راپور کېدای شي.
۳. رسمي شکایت: شخص کولای شي لیکلی شکایت وړاندې کړي، څو موضوع په بېطرفه ډول وڅېړل شي.
۴. لازم اقدام: د سرغړونې د ډول او شدت له مخې، اقدامات کېدای شي خبرداری، د دندې ځنډول، د کار یا همکارۍ ختمول، یا قانوني ادارو ته د موضوع راجع کول شامل وي.
مخنیوی او پوهاوی
• د پوهاوي او مسئولیتپذیرۍ د زیاتولو لپاره لازمې روزنې او سرچینې برابرېږي.
• د سرغړونو د راپور ورکولو لپاره اسانه او محرمانه لارې برابرېږي.
• هغه کسان چې په ښه نیت د سرغړونو راپور ورکوي، د غچ اخیستنې یا منفي چلند پر وړاندې خوندي ساتل کېږي.
دا پالیسي هر کال بیاکتل کېږي، څو د ادارې له بدلېدونکو اړتیاوو او غوره او منل شویو کاري لارو چارو سره برابره پاتې شي.